د ښځو په هکله پښتو متلونه!

کور کې چې ښځه نه وي لکه په څاه کې چې بوکه نه وي

=
د ښځې خوله رخصتي نلري
=
د میرمن او خاوند لانجه د ژمې باران دی (ژر ختمیږي)
=
که ښځې ته ووایې چه ښایسته یې نو لیونۍ کیږي
=
بد لمنې ښځه بې مالګې خواړه دي
=
بدرنګه ښځه هنداره نه خوښوي
=
شیطان ته هم پته نشته چې ښځې خپل چاقوګان چرته تیره کوي
=
څه چې شیطان نشي کولی ښځه یې کولی شي
=
بې خاونده ښځه بې انګړه باغ دی
=
په څادرۍ کې پټې ټولې ښځې ښایسته دي
=
ښې ښځې غوږونه نلري
=
ښځه چې د کوڅې او کړكۍ څنګ ته ودریده د کور ښځه نده
=
کینه ګره ښځه کور ته اور اچوي
=
ښځه او شیشه تل په خطر کې وي
=
د اصیلې ښځې کول سخت خو ساتل یې اسان مګر د کم اصلې ښځې کول اسان خو ساتل یې ګران دي
=
ښځه لونګۍ ده که ښه وي او که بده خو په سر به دې وي
=
ښه ښځه د بې کاره سړي په نصیب وي
=
ښځه ماشوم دی په وړه مسکا خوشالیږي او په لږه غوسه ژاړي
الله ج دی هرمسلمان ته نیک صالیحه نیکاح ورکړی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب