نېکه ښځه

دنیکی ښځی ښه والی دادی که  چیری دهغی خاوند چیرته لاړ شی او ښځی ته کور پریږدی نو د مسئولیت په طور هغه د خپل ځان اود خاوند د مال په حق کی همغسی رویه اختیار کړی کومه چی دهغه پروړاندی کوله.
غیرتمند خاوند دا نه خوښوی چی د هغه میرمنه نامحرم سړی په طرف وګوری یا د نامحرم سړی په وړاندی راشی اویا د هغه سره سترګی په سترګه شی پاتی د زړه لږیدل خو پریږده.

ښځه نه داچی خاوند یی په  کور کی موجود وي نو یواځی او یواځی د هغه میرمن اوسی بلکی کله چی هغه له کوره چیرته ولاړ شی بیا هم هغه خپل خاوند ګڼی، کله چی مو دکوم سړی سره نکاح وشوه نو ستاسی دحیا، عزت او پردی ساتنه سړی پوری تړاو لری اوس د جذباتو دارامتیا مرکز یواځی هماغه وګرځوی د خاوند په وړاندی او غیابت کی خپله رابطه یواځی هماغه سره وساتي او دهغه دمال ساتنه وکړي داسی مه کوی چی ترشا یی په مال کی خیانت وکړی، بی ځایه یی مصرف کړی یا یي دخپل پلار کور ته واستوی او یا خو یي په خپلو خپلوانو خرچ کړی.

که دخاوند ترشا مو په خپل ځان د هغه د خوښی خلاف څه مال خرچ کړه نو دا د هغه سره خیانت دی څرنګه چی په یو حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: لا تبغیه خونا فی نفسها ولا ماله. مشکوة المصابیح ص 273
امام غزالی رحمه الله تعالی علیه په مکاشفته القلوب کی داسی لیکلی چی وایی: ښځی باندی لازمه ده چی د خپل خاوند مال ضایع نه کړی بلکه د هغه ساتنه وکړی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمان دی چی ښځه لپاره حلال نه دی چی د خاوند دکور څخه د هغه د بی اجازی پرته څه وخوری البته داسی خواړه خوړی شی چی د خرابیدو اندیښنه یی موجود وی.

که چیری ښځه د خاوند په رضا څه وخوری نو هغه ته یی ثواب ورکول کیږی اما د خاوند د بی اجازی پرته هغه ته اجر او ښځه یی ګناهګاره کیږی ددی لپاره پر هر مور او پلار دا فرض دی چه هغوی خپل لور په اسلامی تربیی وروزی او داسی تعلیم ورکړی چه څنګه وکولای شی چه د خاوند په کور په غور طریقه ناسته پاسته او د خاوند سره په ښه سلوک او ادب ژوند تیر کړی اوهمدارنګه دهغی د مال خفاظت او د اولاد تربیی ته خاص پاملرنه وکړی تر څو یی د دواړو دنیا د نیکبختی او نجات سبب شی.

ګرانو خویندو! ایا پوهیږی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم کومی ښځی ته بهترینه ښځه ویلی؟
حضرت ابو امامه رضی الله تعالی عنه څخه راویت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی د الله عزوجل د ویری نه وروسته د انسان واسطه د هغی نیکی ښځی نه زیات شی بهتر نشته کومه چی د خپل خاوند د حکم فرمان برداری کوی او خاوند دی ته په کتلو خوښی تر لاسه کوی او که چیری نارینه په کور کی نه اوسی نو د هغه تر شا د هغه خیر خوا اوسی دهغه د عزت، ابرو او مال ساتنه کوی. مشکوه جلد اول

your ads

د ښځی په ذهن کی ددی خبری ساتل هم لازمی دی چی د خاوند حق ددی د شخصی حقوقو او ددی دټولو دوستانو او خپلوانو په حقوقو اوچت او مقدم دی چی بهترین تغبیر یی ددی مبارک حدیث څخه ښکاره کیږی.
حضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چی درسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی خیر نسائکم التی اذا نظر الیها زوجها سرته وان امرها اطاعته واذا غاب عنها خفظته فی نفسها وماله.

یعنی ستاسو بهترینه ښځه هغه ده چی کله تاسی ددی طرف ته وګوری نو هغه تاته خوښی دروبښی او کله چی ته هغی ته دکومی خبری حکم ورکړی نو هغه ددی فرمانبرداری وکړی او کله چی ته هغی سره ونه اوسی (د کور څخه بهر اوسی) نو هغه ستاسو تر شا ستاسو د مال او خپل ځان ساتنه وکړی. نسائی و مشکوة
قدر مندو خویندو! راځی چی په پورتنیو ویناو عمل وکړو تر څو مو یو نیکبخته او د  خوشحالی نه ډکه کورنی جامعی ته وړاندی کړی وی او په نتیجه کی به مو د دنیا او اخرات سعادت او کامیابی تر لاسه کړی وی.

لیکنه:  محمد الیاس عـادل
ژباړه: ام سمیه نائـب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب