ښوونکی بله شمعه ده

هر انسان په خپل ژوند کې په ښو او بدو د پوهېدلو او ترمنځ يې د فرق کولو لپاره ښوونکي ته اړتيا لري،داچې موږ وايو سليم عقل په سالم بدن کې وي،د سالم بدن جوړولو او د ښې روزنې لپاره هم ښوونکي ته اړتيا شته ترڅو مو په دې وپوهوي چې څه مو د بدن لپاره اړين دی او له څه شي څخه بايد پرهيز وشي ترڅو مو له ستونزو سره مخ نکړي.

په کور کې د ماشوم د روزنې لپاره دزېږېدو له لومړۍ ورځې بيا ان ترهغه وخته چې واده وکړي او په خپله د ژوند شريک پيداکړي نو پلار او مور د هغوی لپاره مکلف دي چې هر ډول ستونزه يې ورحل کړي،دښو او بدو په تفکيک کې ورسره پوره مرسته وکړي ،له مشکلاتو سره د مبارزې کوولو هنراو حل لارې  ورته وښيي،او په راتلونکي ژوند کې يې له لوړو ژورو سره اشنا کړي ترڅو په هغه وخت کې چې دی په خپل چار چاپېره کې خپل مور او پلار نه وينی خو له کومې لويې يا وړې ستونزې سره لاس او ګرېوان وی ورڅخه د خلاصېدو په هنر يې پوه شي، دا د مور او پلار له اساسي او مهمو مکلفيتونو څخه دي، چې د يوه ښوونکي په صفت يې د خپل اولاد پر وړاندې لري او اولاد هم مکلف دی چې په پوره غور سره د خپل مور او پلار نېکو او سالمو مشورو ته غوږ ونيسي او په ځان يې عملي کړي ترڅو د خپل ژوند په بهبود وپوهېږي.

همدارنګه د تعليم او زده کړو په برخه کې هر انسان اړ دی چې ښوونکی ولري ترڅو په ژوند کې د پرمختګ مسير ته په هغه توګه چې لازمه ده برابر شي.

داچې ښوونکی څوک دی راځئ په هکله يې پوه شو، ښوونکی د شاګرد يا زده کړيال معنوي پلار دی، ښوونکی هغه څوک دی چې زده کوونکی د علم او تعليم په ګاڼه سمبالوي، ښوونکی هغه څوک دی چې موږ له خپلې ټولنې، هېواد، جغرافيوی موقيت،اقليم ،دين ،مذهب،اسلام،کفر،نهي او منکر څخه خبروي او ښوونکی هغه څوک دی چې تل خپل ځان په ستونزو کې ورکوي خو زموږ له ستونزو څخه د وتلو لپاره کوشش کوي،تل يې هڅه دا وي چې موږ زده کوونکی له ښوونځی، مدرسې، پوهنتون او بل هر روزنځای څخه ډک دماغ کورته ستانه شو،ترڅو دوی خپله ايماني او اسلامي وجيبه او مسؤليت په سمه توګه سرته رسولی وی، نو ويلی شو چې ښوونکی د هغې شمعې په مثال دی کومه چې خپله تنه د خپل ملا تير په وسيله سوځوي خو نوروته رڼا ورکوي او په تيرو کې د هدف تر لاسه کول ورته اسانه کوي.

ښوونکی خپل زده کوونکی ته د خپل اولاد په نظر ګوري تل په دې هڅه کې وي چې هغه خوښ او راضي وساتي ترڅو په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او په يوه مثبته او لوړه درجه بريالی شي،همدارنګه په کورنۍ، ښوونځي، مدرسه، پوهنتون، مسجد، لار هر او هغه محيط کې چې دوی پکې ژوند کوي د رفتار، سلوک او ادابو په هکله ورته هر اړخيزې لارښوونې او د عملي کېدو سپارښتنې کوي ترڅو يې له هغو اشخاصو او همزولو سره فرق وشي کوم چې له زده کړو او ښوونځي څخه لرې پاتې وي.

کله چې ددواړو جهانونو سردار، اولين او اخرين پيغمبر حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم په نړۍ کې سترګې وغړولې نو په دنيا کې د سلام مبارک دين زرينې وړانګې خورې   او هر طرف ځغلنده شوې دهغه په راتګ په نړۍ کې ټول غير اخلاقی، غير انساني او غير اسلامي کړنو ته د پای ټکی کېښودل شو په پغمبرۍ مبعوث شو او خپلو امتياتوته يې وويل چې زه ستاسو لپاره ښوونکی را استول شوی يم ،حضرت محمد صل الله عليه وسلم داسې يو ښوونکی  دی چې په ورځ د محشر به د خپل هر امتي شفاعت د الله جل جلاله په دربار کې کوي نو کله چې هغه صلی الله عليه وسلم ښوونکی دی او هغه پر الله جل جلاله څومره ګران وو ځکه خو يې موږ ( انسانانو ( لپاره د ښوونکي (معلم ) په صفت را واستوه ،نو هر زده کوونکي ته لازمه ده چې د خپل ښوونکي سره ډېره زياته مينه وکړي،احترام يې وکړي او په هره خبره يې عمل وکړي ځکه ښوونکي هر وخت خپل زده کوونکی سمې لارې ته را بولي.

لیکوال: رفيع الله روشن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب