د حجاب ارزښت د اسلام او طب له نظره!

حجاب “پرده” کول د مسلمانو ښځو لپاره یو سپېڅلی شعار او الهي امردي. مېرمن په اسلام کې د ملغلرې په شان ده، ملغلره که په خپل پوښ “حجاب” کې وي قیمتي وي، که لُڅه یا درز ولرې، بیا د کاڼي په قیمت ده.
همدا راز ـ بعضې پوستکې والا پوښل سوي مېوې، لکه: کېله، مالټه، آم، اوداسې نور… چې له خپل پوښه وباسل شي، بس نو خوراک ته تیارې سي، که وهم نه خوړل شي خرابیږی، او خپل کیفیت دلاسه ورکوی.

حجاب د قرآن کریم د (سورة الاحزاب) په (۵۹) آیت باندې ثابت او فرض شوي، مفهوم یې: ای نبي! ووایه میرمنو، لوڼو، او د نورو مؤمنانو ښځوته، چې مکمل ځانونه دې دنامحرمو څخه پټ کړی، په جلباب سره؛ تفسیر ئې یعنې: بورقه یا داسې غټ پوړنی چې ټول بدن ور باندې پټیږي، چې په دغه حجاب کې معلومه نسي چې دا ځوانه ده که بوډۍ، شتمنه ده که غریبه.
په (سورة النور) (۳۰) او (۳۱) آیت کې اول د نارینه و لپاره د حجاب حکم دي، بیا دښځو لپاره په دوهم آیت کی، مفهوم یې: ای نبي ووایه مؤمنانوته چې خپل نظرونه په خپل واک کې وساتئ، د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړئ، چې داد هغو لپاره پاکه کړنلاره ده. او ووایه مؤمناتو ښځوته! چې پټې دی کړی سترګي خپلي دنامحرمو نارینه و څخه، او ندي ښکاره کوي خپل زینت پردیوته.
په قرآن کریم، او احادیث نبوي، کې د حجاب کولو دغه لاندې فایدې په تفصیل سره ذکر سوي
په حجاب کې دالله جل جلاله اطاعت دي،
حجاب عفت دي،
حجاب پاکی ده،
حجاب پوښ دي،
حجاب تقوای ده،
حجاب ایمان دي،
حجاب حیأ ده،

تاریخ لیکونکو لیکلی چې د روم په امپراطورۍ کې رومیانو هم حجاب کاوه.
د فارس په امپراطورۍ کې فارسیانو آن د نرګس دګل څخه هم حجاب کاوه ځکه چې دوئ ویل دا ګل سترګه لرې موږ ته ګوري.
دیونان د تهذیب زوال د ښځو بې پردګی شوې.
تاریخ لیکونو لیکلې چې په پخوانی هندوستان قانون کې هم د ښځو پر حجاب ټینګار ؤ.
په عسائیت کې هم حجاب د اسلامې اوامرو څخه ؤ، چې عسایان یې اوس نه عملی کوي.
په یهودیت کې هم سته چې پرحجاب کولو سخت ټینګار ؤ باندې تاریخ لیکونکې وایې دوئ ویل که په جامعه کې حجاب نه وي هیڅ عبادت نه قبلیږی.
د مصر په پخوانی تمدن کې هم دښځې پر حجاب ټینګار ؤ.
د حجاب په اړه نوی ساینسي څېړنې او حقائق په دې ډول دي ــ اسلامې او چینایئ طبیبان وایې چې دباد حرکت په بدن کې ډېر بدلونونه راولې، د بدن موازینه خرابوي، چې پایلی یې خطرناکې وي.
د اعصابو مشهور ډاکټر وې جې روسین په خپلو څېړنو کې وایې: په ګرمه هوأ، ګرمه سیمه، کې دسر پټول د روغتیا لپاره شرط دي، داځکه چې دماغزو پارسفورس په (۱۸۰) درجو ګرمی کې ویلې کیږي، چی په نتیجه کې ماغزوته سخت تاوان رسیږی، حافظه کار پرېږدي، آن دلېونتوب خطره ورسره شته.
یوه نړیوال ډاکټر ویلې چې د اروپا مېشت هر کس (۳۰) واړه زخمونه لری، چې داد لمر دشعاؤ څخه دي، چې دا واړه زخمونه په وخت سره په سرطان بدلیږی، وایې موږ ددغسې سرطان ډیری پیښې ثبت کړي، چې هرکال ددغسی سرطان څخه (۲۶۰۰) کسان په برېطانیه کې وژل کیږی، اکثریت یې ښځې وی، ځکه چې هلته ښځې دنرو په نسبت زیاتې بربنډې وي.
د برطانیې دسترګو متخصص مشهور ډاکټر (جان مارشل) وایې دچاچې سر پټ وي هغه ته دسترګو ناروغي ډېر لږه پېښیږی، تر هغه چې سر یې لوڅ وي.
د پوستکې یو متخصص ډاکټر (متی اېم نایس) وایې د وېښتانو لپاره دلمر شعاوي، او هغه اوبه چې کلورین پکښې زیات وی، زیات مضر دی؛ چې داپورته عوامل ورېښتان کلکوي، ځلایې ور ختموی، ښائیست یې له منځه وړی، ماتوی یې، او درزونه پکښې پیداکوی، اوبل داچې ورېښتان همواره نه پرېږدی، چې ددې ټولو لوی عامل حجاب نه کول دی.
دامریکا یوبل ډاکټر (دمشی ګن) پروفیسر وایې ـ که چیری دښځې بدن پټ نه وي، او یائې پایجامه تر بجلکو کښته نه وی، د ښځې ښځینه هارمونونه کمیږی، وهغوته نقصان رسیږی، په نتیجه کی دملا درد، اعصابی نیمګړتیاوی، او کمزوریانې ورڅخه پیداکیږي.
پر ایاتونو او نبوی احادیثو برسېره نور هم اسلامی علمأ کرامو، ډاکټرانو، پوهانو، او اروپامیشتو داسلامې حجاب زیاتې ښېګڼې لیکلې که ټولی ولیکم لیکنه به ډېره اوږده شي.
الله پاک دې موږ ټول مؤمنان باحجابه، باعفته، او باعزته کړي. آمین

لیکوال حافظ صیاد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب