ښځه څنګه ناقص العقله ده؟

ځیني درنې خویندې چي د قلم ، د علم او عرفان څښتناني دي کله کله یوه اشتباه وکړي، شک کوي او وایي چي څنګه په اسلام کي موږ ته ویل کیږي چي ((ښځه ناقص العقله ده))؟

دا د بخاري ۳۰۵ شمېره حدیث شریف دﺉ ، له همدې کبله مو اسلامي خویندې هم خطا وځي، ناقص العقل- ناقص (کم، لږ) بیا عقل پر دوه ډوله دﺉ.

یو عرفی عقل دﺉ
او بل شرعی عقل دﺉ

په عرفي عقل کي ښځې ډیر مهارت لري.

او په شرعي او ساینسي عقل کي دوی بیا کمزوری دي.

اوسني ساینس دا ثابته کړی ده چي په عمومي ډول سره د نارينه دماغ نسبت ښځې ته ۱۰ ګرامه غټ دﺉ، او بل دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي دوی ته د ناقص العقل ويلی دي دا یې د ترحم پر بنسټ ویلي دي هغه دا چي نارینه  ته دا خبره واضح کوي چی که ښځه په کورني ژوند کي په احساساتو کي شي ترخه خبره او یا پریکړه وکړي د دوی دماغ وړوکی دﺉ تاسی یې په زور سره ځواب مه ورکوی او رحم پر وکړی، له دوی سره ښه سلوک وکړﺉ بد مه ورته وایاست.

ددې حدیث شریف نور حکمتونه هم شته….

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ… الایة

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب