دژبې اهمیت اوله هغې څخه زموږ ناخبري!

ژبه انسان ته دالله جل جلاله له ورکړیو نعمتونو څخه داسې یولوی نعمت دی چې جسم یې ډېر وړوکی اما رول یې ډېر حیاتی دی، ضررونه اوفائدې یې په دنیا او اخرت کې خوارڅرګندې اوبرملا دي.

ژبه دانسان په وجود کې بېلابېل مهم کارونه سرته رسوي مثلاً:  ژبه ده چې دهغه موادو خوند اوذائقه محسوسوي کوم چې دانسان دتغذي لپاره دخولی له لارې معدې ته کښته کېږي،  که ژبه اوپه هغه کې پروت دذائقې قوت نه وای نودانسان معدې ته دشیانو داخلیدل بې سره توپيره وی .
ژبه ده چې دانسان په زړه کې له پرتو اړتیاوو، امیدونواوشکوو څخه تعبیرکوي که ژبه نه وای دایوعالم شیان به دانسان په زړه کې دتل لپاره بې اظهاره پاتې وای .

ژبه ده چې دانسانانوترمېنځ دمینی ،الفت اومحبت فضا ایجادوي څونابلده نالیدلي انسانان په یوه ګړۍ کې دورور ګلوی ترحده سره نږدې کوي همدارنګه دډېر وخت دوه نږدې خواږه ملګري حتی زوی اوپلار ،موراولور دژبی دناسم استعمال له امله ددښمنی تر پولو  رسوي.

ژبه ده چې په سم کارولو سره یې انسان دتل لپاره دالله  جل جلاله  درحم اومهربانی مستحق ګرځي اوپه ناسم کارولو سره یې انسان دتل لپاره دالله  جل جلاله  دقهر  اوغضب مستحق ګرځي.
دزروکالو کفر اوشرک چې دټولو بدیو موربلل کیږي ددې وړې ټوټې په یوځل خوځیدوسره چې دزړه له تله ووایي : لااله الاالله محمدرسول الله  له منځه ځی، همدارنګه دزرو کالو طاعت اوعبادت دژبې په ناسم کاریدوسره چې العیاذبالله دکفراوشرک کلمی ووایي په اوبو لاهو کیږي.

دژبې په هرځل خوځیدو سره یاخو دانسان  دنیکی اویا دبدی تله درنېږي ځکه  الله  جل جلاله  فرمایي : (وما يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ) .
کومه خبره چې په ژبه راځي یوه نګرانه ملکه دهغې (دساتلولپاره تیاره ولاړه وي ) دژبی دسم استعمال اودهغې له بې ځایه کارونې څخه له  رسول الله  صلي الله عليه وسلم  هم بې شماره حدیثونه رانقل شوي دبېلګی په ډول په  صحیح بخاری اومسلم کې له ابوهریره  رضي الله ع نه  څخه روایت دی چې دالله رسول وفرمایل : (څوک چې په الله   جل جلاله  او داخرت په ورځ ایمان لری یاخودې دخیرخبره وکړي یادې چوپ پاتې شي) . له دې حدیث څخه په صراحت سره مالومیږي چې مسلمان دې خبره نه کوي مګرهغه مهال چې کوم مصلحت پرې بناوي .

په بل ځای کې له ابوموسی اشعری  رضي الله ع نه  څخه روایت دی چې دالله  جل جلاله   له  رسول څخه مې وپوښتل کوم مسلمان غوره دی دالله رسول وفرمایل : (هغه چې مسلمانان یې دژبې اولاس له ضرر څخه په امن وي) .
فیض القدیرلیکلي  :  چې ژبه یې ځکه په لاس مقدمه کړه چې دژبې ضرر نسبت لاس ته ډېر عام دی ځکه هم حاضر ته دی هم غائب ته هم په ماضی کې دی هم په آینده کې هم په قول سره دی هم په لیک سره  (په دې ځای کې علی رضي الله عنه ته منسوب هغه شعر رایادېږي چې وایي :
(جراحات السنان لها التیام *** ولایلتام ماجرح اللسان )
دنېزو زخمونه جوړېږي مګر دژبې زخمونه نه جوړېږي

رښتیاهم څوک چې چاته یوه نامناسبه خبره وکړي هغه ترډېره وخته دانسان په زړه کې ګرځي راګرځي  .
یوبل حدیث چې بخاری له سهل بن سعد رضي الله ع نه  څخه رانقل کړی  هغه وایي : دالله رسول وفرمایل : (که څوک ماته دې هغه شی چې ددوه زاموترمنځ یې دي(ژبه) اودهغه شي چې ددوه پښوترمنځ یې دي (فرج ) دسم استعمال ضمانت راکړي زه به هغه ته دجنت ضمانت  ورکړم) .

که خپله خبره په څوټکوکې راخلاصه کړم ویلی شو چې دانسان ټولې نيکمرغی کامیابی اوناکامی ددې وړوکې ټوټې په سم  اوناسم  استعمال کې نغښتې دي خوله بده مرغه زموږ په ټولنه کې  دنورو ناوړو رواجونو ترڅنګ یوهم دغیبت عامیدل دي چې عوام خولاڅه کوې خواص هم ورته دکومې ګناه په سترګه نه ګوري حال داچې غیبت دګناهونو په کتارکې ترټولو بده ګناه ده
( دالله  جل جلاله  فرمان دی : وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً )ستاسې بعضې دې دبعضو غیبت نه کوي ، غیبت نه تنها یوناروا عمل دی بلکې دټولنی دوګړو ترمنځ دنفرت اوکرکې اورته لمن وهي، په غیبت کې بې شماره بدی دي چې علماؤ په دې اړه لوی لوی کتابونه تالیف کړي.

خویو ځل بیاداخبره په ډاګه کوم چې زموږمجالس ددې په ځای چې یوه مشخصه اجنډا ولري اوله هغه څخه یوه ښه نتیجه ترلاسه کړو زموږ دمجلس اجنډا دخپل ورور مسلمان دغوښوخوړل  (غیبت ) کول وي ددې په ځای چې لږ خبرې وکړو دکار خبرې وکړو هسی بې توله اوترازو خبرې کوو چې  داله یوې خوا ددرنښت اووقار خلاف دي له بلې خوا الله  جل جلاله  ته دهرې خبرې حساب ورکول دي راځئ چې ددې کرکجن عمل په خلاف پراخه مبارزه پیل کړو لیکنې پرې وکړو په هرمجلس کې که چاغیبت کاوه ورته ووایو چې وروره هسی په ګناه کې ځان مه اخته کوه داتاله نه تنها چې هیڅ فایده نه لري بلکه په دنیا اواخرت کې درته ډېر ډېر زیانونه لري  ترڅو داناوړه عمل له ټولنې څخه که پاک ورک نه کړو اقلاً فیصدی  خوبه یې راکمه کړو .

م  . ساجد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب