د غوزانو (چهارمغزو) حیرانوونکي ګټې

 

غوزان یا چهار مغز د وچوو میوو  له ډلي یوه خوندوره او ګټوره میوه ده، غوزان په ۲۰۰۳ میلادي کال کښي د FDA ( د امریکا د خوړو او درملو) د ادارې له خوا د ښه او ګټوري مادې په صفت تائید او وپیژندل سول، غوزان د زیاتو منرالونو، ویټامینونو او پروټینو په لرلو سره ستاسو د روغتیا لپاره د ډیري ګټوري وچې میوې څخه شمیرل کیږي، څیړونکي وايي چې غوزان د مومپلیو، بادامو او پستې په پرتله ډېر صحي مغزیات دي، د لته يې پر ځینو ګټو ږغېدلي یو:

د شکري ناروغۍ څخه مو ساتي:

په یوه څېړنه کي چي د استرالیا د ولونګونګ په پوهنتون کښي ترسره سوې وه راغلي چي (غوزان مو د شکري د ناروغۍ د پرمختیا مخنیوی کوي) البته د دوهم ډول شکري (diabetes type 2) ناروغۍ څخه چې همدا دوهم ډول یې د شکري ناروغۍ نژدې ۹۵ ٪ سلنه  جوړوي.

زړه مو سالم ساتي:

غوزان مو د امینو اسیدو په لرلو سره د زړه د ناروغیو څخه ژغوري او زړه مو روغ ساتي، په ورځ کي یوازي د څلور دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي. په نړۍ کښي نژدې ۵۰ سلنه خلګ خپل ژوند د زړه د حملې له کبله د لاسه ورکوي، همدارنګه د ویني د لوړ فشار څخه مو هم ساتي.

هډوکي مو پیاوړي کوي:

غوزان د مهمو شحمي اسیدونو (Essential fatty acids) په درلودلو سره د کلسیم په جذب کښي مرسته کوي او په بدن کښي ناکاره کلسیم له منځه وړي، نو ځکه مو غوزان د هډوکو په روغتیا کښي مهم رول لري.

پوست مو روغ او روښانه ساتي:

غوزان مو د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره  پوست د ازادو راډیکلونو د ضررونو څخه سالم او روښانه ساتي، همدارنګه مو پوست د لمر څخه د رسیدونکي زیان څخه ژغوري، د ورځي یوازي د څو دانو غوزانو خوړل مو پوست د ګونځو څخه ساتي که غواړی چي روښانه پوست ولری نو د غوزانو خوړل مه هیروی.

 جنسي قوت او سپرم زیاتوي:

په کلفرونیا پوهنتون کښي د سوو څېړنو پر بنسټ د ورځي د ۷۵ ګرامه غوزانو خوړل د هغه کسانو سپرم زیاتوي کوم چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۵ کلنو ترمنځ وي، همدارنګه د دورځي د دوو یا درو غوزان خوړل  مو جنسي طاقت زیاتوي.

دماغ ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي:

که غواړی دماغ مو روغ اوسي نو غوزان مه هیروی ځکه غوزان مو نه یوازی ‌ذهن او دماغ روغ ساتي بلکي حافظه مو قوي ساتي او همدارنګه د الزایامیر (د عقل د زوال) د ناروغۍ خطر کموي چې اوس په نړۍ کښي ډیرې لوړ عمر لرونکي کسان په همدې ناروغۍ اخته دي او ډېری یې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

ښځي د سينو(تیو) د سرطان څخه ژغوري:

په ټولیز ډول غوزان د سرطان لپاره یو له ګټورو میوو څخه ده خو یوه څیړنه چې په مارشال پوهنتون کښي ترسره سوی څیړونکي (ډوکټور ایلین هاردمن) او (جویین سي) وایي چې د ښځو د سرطان  د مخنیوي لپاره د ګټور میوو څخه یو هم غوزان دی چې په ښځو کښي د سینو د سرطان مخه نیسي.

د بدن میتابولیزم مو چټکوي:

د سهار پر مهال د غوزانو استعمال زیاته انرژي درکوي او ورځني فعالیتونه مو منظموي، نو که غواړی په ورځنیو چارو کښي فعال او چلاک واوسی نو د غوزانو خوړل مه هیروی.

ورښتېان مو قوي ساتي:

غوزان د ويټامین B بډایه سرچینه ده، همدارنګه د بیوتین په شتون سره چې په ویټامین B7 سره پیژندل کیږي د وریښتېانو لپاره تر ټولو ګټور ویټامین دي، نو ځکه غوزان د ورښتېانو د ودې او قوي کیدو تر څنګ د وریښتېان ریزش، او د وریښتېانو د تویېدو مخنیوی کوي.

چاغیدو څخه مو ساتي:

د هغه خبرو پر خلاف چې ځیني خلګ پر دې باور دي چې غوزان وزن زیاتوي بلکي داسي نه ده، د نوو څیړنو پر بنسټ د غوزانو استعمال وزن نه زیاتوي بلکي ستاسو د وزن د زیاتېدو مخنیوي کوي ځکه غوزان مو د بدن اړین کولسټرول زیاتوي او ناکاره کولیسټرول له منځه وړي.

د خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل:

په بدن کښي یوه ماده ده د مېلاتونین په نوم چې د تیارې په هکله اړونده پیغامونه عصبي سیستم ته رسوي، او د خوب په تنظیم کښي برخه اخلي، غوزان دغه ماده تحریکوي چې په پایله کښي بدن د یو ښه خوب لپاره اماده کوي نو له دې امله غوزان د ښه خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل دي.

د امینداورۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي:

غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ښځي لپاره یو له غوره غذاو ګڼل کیږي چې د مور په نس کښي ماشوم د باندنیو خطرونو څخه ژغوري.

د سټریس( ورځنی فشار) او خپګان څخه مو ساتي:

دا چې غوزان د فایبر، اومیګا ۳ غوړیو ،  غیر مشبوع غوړیو خصوصاً آلالینولنیک اسیدو یوه بډایه سرچینه ده نو له همدې امله ستاسو سټريس له منځه وړي په ورځني استعمال سره یې کولای سی ورځنی فشار او سټریس مو ختم کړی.

یادونه: د غوازانو په خوړولو کښي باید افراط ونه کړئ او په ورځ کښي تر ۴ یا ۵ دانو اضافه ونه خورئ، په پیردولو کښي پام کوی چې تازه غوزان وپیری ځکه که چیري غوزان د ډېر وخت لپاره د پوښو څخه ایستل سوی وي، نو په ګرمه هوا کښي کیدای سي غوزان خپل غوړ وباسي او ډیر ژر په ویرسونو ککړ سي نو کوښښ وکړي تازه او یا هم هغه غوزان واخلی چې د خپل پوښ څخه نه وي ایستل سوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب