پـه كـعـبـه مـكـرمـه كې لـمـونـځ

په مذهب دامام اعظم ابوحنيفه (رح) دكعبى شريفى په دننه خونه كښى فرض اونفل لمونځ روادى امام شافعى (رح) وايى هيڅ لمونځ دكعبى شريفى په خونه كښى روانه دى.
په صحيح حديث كښى چه روايت ئې بخارى (رح) اونوروكتابوكړيدى ليكل شويدى چه د مكى شريفى دفتح په كال آنحضرت (ص) دكعبى شريفى په خونه كښى دوه ركعته نفل ادا كړل، فرض لمونځ پرقياس دى، كه امام په جماعت سره دكعبى شريفى په خونه كښى لمونځ ادا كوى بعضومقتديانودامام وشاته خپله شا وګر ځول لمونځونه ئې روادى ځكه چه دامام اوټولومقتديانومخونه دكعبى شريفى وديوال ته دى، كه بعضوله مقتديانونه ومخ ته دامام شاوګرځول لمونځونه ئې روانه دى ځكه چه ترامام دمخه دامام په خواكښى ولاړدى .
كه امام په مسجدالحرام كښى لمونځ اداكوى اوخلګ په امام پسى پركعبه باندى چاپيرشول هغه څوك چه له دغومقتديانونه د امام په خواكښى نه وى اوترامام وكعبى شريفى ته نژدى وى لمونځ ئې صحيح دى، دكعبى شريفى پربام لمونځ روادى مګر امام شافعى (رح) وايى چه روانه دى ځكه چه دده په مذهب د كعبى شريفى خونه تبرك ده، زموږ په مذهب قبله دغه ميدان دى ترآسمان پورى چه خونه دكعبى هم پكښى ده نودلمونځ كونكى مخ هم كعبى ته دى،
د حنيفى مذهب بل دليل دادى چه دعبداله بن زبيراوحجاج بن يوسف په زمانوكښى دكعبى شريفى خونه له منځه ولاړه او خلګولمونځونه هم هغى خواته دكعبى كول همدارازجبل ابى قلبيس چه كعبى شريفى ته نژدى غردى او د كعبى شريفى ترخونه ډيرلوړدى كه څه هم خونه ئې مخ ته نشته خوپه اتفاق سره پردغه غره لمونځ روادى، د فقهى شريفى كتابونه وايى چه دكعبى شريفى پربام لمونځ روادى مګرمكروه دى ځكه چه د بيت الله شريفى دتعظيم ترك وهنه ده، په صحيح حديث شريف كښى هم منع ورنه شويده، د نورو مسجدوحكم د كعبى شريفى نه دى د نورو مسجدو پر بامونولمونځ بيله كراهيته روادى.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب