لنډۍ د ګلونو په سمندر کې

ګلونه ډير درسره راوړه

زه داوربل دپاسه چتر جوړومه

لنډۍ دپښتو د اولسي ادبياتو هغه غوره او په زړه پوري برخه ده ،چې د اولس بې نومه شاعرانو پکې دبشر دژوند تر ټولو عالي شيبې په دوو نا متوازنو بيتونو کې په ايجاز بيان کړي دي (1)
دلنډيو په ويړه لمن کې بيلابيلې لنډۍ راټولي او ډول ډول فلکلوري ارزښتونه يې په ځان کې نغښتي دي . په هره لنډۍ کې ځانګړي ښکلا ځليږي او دانسان ژوندانه له هرې برخې څخه پکې ښکلې شاعرانه او اديبانه انځور کاږل شوي دي . دمضمون له پلوه لنډۍ عشقي ،حماسي ،رزمي،ټولنيز،تاريخې او د نورو مضامينو لرونکي ده .
لنډۍ په پښتو ژبه کې يوه لنډه سندره ده چې هره لنډۍ له دوو برخو څخه جوړه ده ،لومړۍ برخه يې نهه سيلابه او دوهمه برخه يې ديارلس سيلابه لري .لنډۍ که څه هم کوم ځانګړي او معلوم ويناوال (شاعر) نه لري او په عادي بڼه په پښتني او لس کې دوخت دغوښتنو سره سمې مينځ ته راغلي او خوله په خوله او سينه په سينه له يو نسل څخه بل نسل ته راليږدول شوي دي خو بيا هم نژدې ټولې لنډۍ دجوړښت له مخې سره يو شان او سيلابونه يې سره برابر دي (2)
دلنډيو يو ستر ارزښت دادي چې دهغه سندريزه ځانګړتيا او آهنګ روزنکي فطرت دنړي په ټولو فولکلوري شعرونو او سندرو کې ممتاز دي او ساري نه لري .زموږ جغرافيايي سيمې په فولکلوري قلمرو کې هيڅ سندره نه دخپل آهنګې ځانګړتيا ، نه دخپلې تغزلي شتمنۍ ،او نه د سموالي او هيجان له پلوه له لنډيو سره برابري کولي شي (3 )
دلنډيو دنورو بيلابيلو ځانګړتياوو تر څنګ يوه هم داده چې لنډۍ په ډير خواږه او ساده الفاظو ويل شوي او هر ډول مضامين او په عامه اصطلاح دهر ذوق وړ مطالب پکې موندل کيږي . لنډۍ ددې ترڅنګ چې دانسانانو له خوا دژوندانه په حساسو شيبو کې دعام ولس له خوا زمزه کيږي ، دټنګ ټکور او ساز وسرود په بڼه هم دهنرمندانو او سندرغاړو غږونو ته ښکلا وربښي . په لنډيو کې دنورو ښکلاوو تر څنګ ډير ښکلي او هنرمندانه تشبيهات هم کار ول شوي دي دبيلګې په توګه :
زما دې زړه داسي سوري کړ – لکه دګل غوټي چې پاڼي پاڼي شينه
سورخې دمخ دې شغلې وکړي – لکه سورخي دماښام سره کا وطنونه
کميس دې تور مټې دې سپيني – لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه
لکه څرنګه چې وينو په پورتنيو لنډيو کې زړه له ګل او کتري يې دګل له پاڼو سره ،دمخ سوروالۍ د ماښام له سوروالي ، کميس له ښامار اومټي له چنډړ سره تشبيه شوي دي .
په لنډيو کې ځيني داسي ښکلي او نادر بشبيهات هم په کار وړل شوي دي چې د شعر او نظم په نورو فورمونو کې يا په بشړه توګه نشته او که وي هم په ډيره لږه کچه تر سترګو کيږي لکه :
سترګې دې بې اثره نه دي – لکه دکوډو مرۍ برګې برګې دينه
زلفي دې بيا پرمخ خورې کړي – لکه شپانه چې رمې وشړي په غرونه
داستا دمور غټي خبري – لکه چکړي دکوڅو تري ځان ساتمه (4)
ددغه تشبيهاتو په لړکې يو هم ګلونه دي چې په ډيره ماهرانه او هنرمندانه توګه دبدن له بيلابيلو برخو ،دطبيعت او چاپيريال طبيعي ښکلاوو او نورو سره تشبيه کړل شوي دي .
ګلونه که له يوې خوا څخه ښکلې څيرې او بڼې لري او په طبيعي توګه دانسانانو پام ځان وراړوي ،راز راز ګلونه بيلابيل رازونه او حکمتونه لري ،له بلې خوا څخه بشر ګلونو ته ښيګڼې او نيکمرغۍ دسمبول په توګه ګوري او دهغې دنامه له يادولو او کارولو ،کرلو ،سيل او ليدلو څخه يو ځانګړي خوند تر لاسه کوي .
په رښتيا هم دګل نوم په يادولو سره انسان ته دګلاب ښکلې څيره ،دلاله دزړه داغ ، دلونګو دغاړي هار ،دکشمالو رپيدنه او دانځير دديدن ورک والي او ارمان سترګو ته دريږي . انسانان له ګلونو څخه ډول ډول انګيرني او عقايد لري . دبيلګې په توګه زيرګل دجدايي علامه او سور ګل دمينتوب او وصال علامه اوسمبول ګڼي .دخپل زخمي زړه داغ د لاله دزړه له داغ سره مقايسه کوي ،دجانان ديدن د انځير له ګل او همداراز خپله خوښي دبلبل په بڼه دګلو په ديدن او له ګل سره په همدمۍ کې لټوي .
که څه هم کيداي شي دګلونو شمير له سلګونو څخه واوړي خو ځيني يې دخلکو تر مينځ ډير مشهور دي له همدې لامله ګلونه دلنډيو په فورم کې ګلونو ځانګړي ځاي خپل کړي دي ،دبيلګې په توګه له ځينو څخه يې په لاندې ډول يادونه کو :
دګلاپ ګل
دلنډيو په سمندر کې ګلاپ دنورو ګلانو په پرتله ډير ياد شوي او ځانګړي ځاي لري .کيداي شي دګلاپ بې شميره ښيګڼې او رازونه ددې لامل ګرځيدلي وي تر څو په لنډيو کې يې نوم له نورو ګلونو څخه په لومړي کتار کې ځاي خپل کړي وی .
په لنډيو کې دګلاپ دګل اصيل توب ،سره ښکلې زړه راښکونکي څيره ،دمني او ناخوالو په وړاندي دهغې حساسيت ،له شبنم او بلبل سره دهغه نږدي اړيکې ډيري ستايل شوي او يادې شوي دي او هم دښکلو تشبيهاتو په رامينځ ته کولو کې ورځيني کار اخيستل شوي دي ،لکه :
اصيل ګلاپ چې پکې نه وي – په نورو ګلو مې تسل نشي مينه
اصيل ګلاپ راڅخه ورک دي – کم اصيل ګل که بوي وم ډک دي باغونه
په ګورستان کې خاوري مه شي – ګل دګلاپ شي چې دې خاوري بويوينه
په ګورستان کې خاور ي مشي – ګل دګلاپ شي چې دې خاوري بويوينه
په وينو سور لکه ګلاپ شه – پښتنې ناوې دې په تور اوربل کې ږدينه
خولګې دې سره لکه ګلاپ ده – ځکه يې واړه بلبلان ثنا کوينه
دنجلي مړاوي مړاوي سترګي – لکه ګلاپ چې ددوه نيمو ورځو وينه
ګلاپه دا قدر دې بس دي – چې جينکۍ دې په اوربل کې ګرزوينه
مخ دې ګلاپ سترګي دې شمعه – زه نه پوهيږم چې پتنګ که بورا شمه
لونګ
لونګ نژدي ټول پيژني او په ورځينو چارو کې په ځانګړي توګه په کليو او بانډو کې دکليوالو ښځو او نجونو له خوا تري اميلونه جوړيږي او په غاړه کې اچول کيږي .ځيني واړه ځونډي هم ترينه برابريږي او دکوژدي دنښې په دستمال او هم په جامو کې دکميس په لمن او ګريوان کې ګنډل کيږي .
هغه څه چې موږ دلونګ په نامه پيژنو او ښکلي بوي لري ،دلونګ دبوټي دګلونو واړه ډنډر دي چې له راټولولو څخه وروسته وچيږي او بيا ورڅخه کار اخيستل کيږي .په لنډيو کې له لونګ څه د ښه بوي او ښکلي بوټي په توګه په ځانګړي توګه دښځو لپاره ورځيني يادونه شوي ده . دګلاپ له ګل څخه وروسته لونګ په لنډيو کې خاص ځاي لري . لکه :
آشنا مې نوي سوداګر دي – په سر باري کې به لونګ راته راوړينه
که چا لونګ ليدلي نه وي – نجلي خولي کړه دلونګو بوي تري ځينه
په لويو غرو دباران شور شو – ښکته لانده شول دلونګو درمندونه
چې ته راځي ما به خبر کړي – چې پرپالنګ لاچې لونګ وغوړمه
دا بند په بند به شم در ماته – په بند ماتيږي د لاچې او لونګ ونه
دباغ دي هر بوټي لونګ دي – پري ليګيدلي دي دچټو پلونه
کشمالي
کشمالي هغه ښکلي ګلان دي چې دنازبو ګلونه هم ورته ويل کيږي (5)
دکشمالي ګلونه که څه هم دظاهري بڼې له پلوه دومره زړه راښکون پکې نشته خو دکشمالو ښکلي بوي د هر کس پام ځانته وراړوي . کشمالي توربخني پاڼي او ګلونه لري . په لنډيو کې دکشمالو له ښکلو او په زړه پوري عطرو څخه دنورو ځانګړتياوو په پرتله ډيره يادونه شوي ده ،دبيلګې په توګه :
جينکو نوي دود جاري کړ – دکشمالو باغچې په بام کې جوړوينه
دجيني کور راته معلوم دي – دبام په سر يې کشمالي کرلي دينه
دکشمالو به دې باغوان شم – چې هر سهار يې په وړيا ديدن کومه
ګلان دې ټول له تا قربان شي – ته کشمالي يې نور سلام درته کوينه
يا دې په خوله کې کشمالي دي – يا دې دعطرو په چينه لمبلي دينه
غاټول
غاټول يا لاله هغه ښايسته او ښکلی ګلونه دي چې سور رنګ لري خو تور سوي داغ يې په زړه تل دزخمي زړه زخمي توب څرګندونه کوي .
دپسرلي په موسم کې دغره په لمنو او دښتو کې دغاټول ښکلې ګلونه تر سترګو کيداي شي . په لنډيو کې دښکلو تشبيهاتو په ترڅ کې تر ډيره بريده دزړه داغ ،دلاله د زړه له داغ سره او سرو شنډو سوروالۍ د لاله يا غاټو ل له سره رنګ سره تشبيه کړل شوي دي لکه په لاندي لنډيو کې :
زما په زړه کې مستې داغ دي – لکه لاله چې تور داغ په زړه لرينه
که مې سرې شونډي در په ياد شوي – ګل دغاټول په لاس کې ونيسه مينه
غاټول به ټول اميل به جوړ کړم – د يار دپاره به يې په غاړه ګرځومه
يا دلاله په ګل شبنم دي – يا دې دمخ په ستارو خولي راځينه
نرګس
نرګس لکه څرنګه چې دنوم په يادولو سره يې هر کس ته ديار سترګې ورياديږي يو بوټي دي چې له عطرو څخه ډک ګلونه لري ،په ګلونو کې يې سپينې پاڼې داسې چاپيره شوي دي چې په منځنۍ برخه کې يې زيړ رنګه جوړښت لري .دنرګس يو ډول ګلونه چې ډير لږ پيدا کيږي داسي بڼه لري چې پاڼې يې سپينې دي او منځنۍ جوړښت يې تور رنګه ،رنګ لري چې په بشپړه توګه او کټ مټ لکه سترګه داسې ښکاريږي نو له همدې کبله ده چې په ډيرشمير نظمونو او په ځانګړي توګه په لنډيو کې سترګې له نرګس سره تشبيه کړل شوي دي . ددې ترڅنګ کله چې د شبنم څاڅکي دنرګس په ګل کې راټول شي نو هغه د ه چې دغه رنګينې د نرګس د اوښکې په بڼه تعبير کيږي او ښکلي ادبي انځور ترينه اخيستل کيږي .لکه په لاندي لنډيو کې :
جانانه ستا جفا چې ګورم – لکه نرګس دفکر ټال مې زنګوينه
صورت يې سپين کميس يې شين دي – لکه نرګس چې شين يې نار سپين يې ګلونه
مخ دې ګلاپ سترګي نرګس دي – داتورو زلفو دې سنبل وشرماونه
شبنم له ګل کره ميلمه دي – نرګس له شرمه سترګي نه پورته کوينه
رامبيل او چامبيل
د رامبيل او چامبيل ګلونه هم دهغو ګلونو له ډلي څخه دي چې شعر په بيلابيلو فورمونو کې او په ځانګړي توګه په لنډيو کې ډير ياد شوي او ستايل شوي دي . د رامبيل ګلونه سپين رنګ لري او زړه خوښونکی بوی لری . د چامبيل ګلونه هم دپورتنيو اوصافو لرونکي دي خو يوازي رنګ يې زيړ دي . دا ګلونه تر ډيره د پسرلي په موسم کې پيدا کيږي . په لنډيو کې درامبيل او چامبيل خوشبويي او دهار په بڼه تشبيه کړل شوي دي لکه :
زما جانان ګل د رامبيل دي – دسرو اميل دي زه يې په غاړه ګرځومه
ګلاپ له اصله شهزاده دي – رامبيل چامبيل يې نوکران نيولي دينه
ګوره چې ځانته غوره نشي – که ته چامبيل يې زه رامبيل خوشبو يمه (ولاړیمه)
همدار از دلنډيو له سمندر څخه يو شمير نو ګلونه هم راټولولي شو لکه دريحان ګل ،دسوسن ګل ،دکوکنار ګل ،دريدي ګل او داسې نور . چې په لنډه توګه يې يواځي دلنډيو په راوړلو سره بسنه کو .
خوشي عبث مې عمر تير شو – لکه ريدي په بيابان ورژيدمه
وړه نجلي چې شونډي سرې کا – لکه دډاک ريدي چې وسپړي ګلونه
زما جانان ګل د کوکنار دي – نصيب مې خوار دي چې مې لري ګرزوينه
زما جانان ګل دريحان دي – پاس په آسمان دي ملايکې يې بوينه
خوشي خواري راپسې مکړه – د انځير ګل يم په لاس نه درځم مينه
دلنډيو سمندر دومره ژور او څپاند دي چې که هرڅومره غوټي پکې ووهل شي او هرڅومره ارزښتونه ورڅخه راټول کړل شي ، بياهم کم دي خو دلته يوازي له دغه سمندر څخه ديو شمير ګلونو په راټولونه بسنه کو او ددې ليکنې لمن په لاندې لنډۍ همدلته رانغاړو .
ستا دښايست ګلونه ډير دي – ځولي مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب