د لوستلو وسایل Reading or Scanner Devices

د لوستلو وسايل (Reading Devices)

لکه څرنګه مو چې مخکې  وويل د موږک په څير اشاره کوونکو وسايلو دمتنونو او اعدادو په دننه کولو کې د ليکمن ځاي ونه نيو له بلې خوا د ليکمن پواسطه د ډيرو متنونو د ننه کول ډير وخت ته اړتيا لري.د معلوماتو د لويو کمياتو دننه  کولو بل اختيار چې کولای شو له هغې څخه کار واخلو،  هغه وسايل دي چې د لوستلو د وسايلو په نامه ياديږي.

ددې وسايلو په واسطه کولای شو چې د معلوماتو لوی کميات کمپيوټر ته په لږ وخت کې دننه کړو. چې په پايله کې د معلوماتو د ننه کولو قيمت لږ ېږي او له بلې خوا د معلوماتو د ننه کولوپر  مهال  د غلطيو د منځته راتلو مخه نيول کېږي.
او دا وسايل  په لاندې ډول دي:

1: رڼاییزه نښه لوستونکي (Optical Mark Readers):

هغه وسايل دي چې د قلم يا پنسل پواسطه په نښه شوي معلومات لوستلی شي .دا وسيله چې دنښې د حس کوونکي په نامه ياديږي، د زده کوونکو او محصلينو د ازموينو پاڼو ته د نمرو ورکولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
دا وسيله د منعکس شوې رڼا څخه په ګټې اخيستو په پاڼو کې د نښو ځای ټاکي او هغه په اليکتريکي سګنالونو بدل او کم پيوټر ته د ننه کوي.

2: رڼايیزه بار کوډ لوستونکي ( Bar Code Reader  ):

دا وسيله له رڼا څخه په ګټې اخيستو خطي کوډونه د بيلا بيلو موخو لپاره لولي.له دې وسيلې څخه په لويو مارکېټونو کې ډيره ګټه اخيستل کېږي.دا وسيله لوستل شوی کوډ کمپيوټر ته ليږدوي. کمپيوټر په خپل Database کې د جنس قيمت د کوډ له مخې پيدا کوي ذخيريې برابروي او پيرودونکي ته قيمت چاپوي.
رڼايې بار کوډ لوستونکي په ډيرو لويو مارکېټونو کې  له يوه ترمينال سره چې د خرڅلاو په ځای کې ځای لري نښلول کېږي.دا ترمينال Scan شوي معلومات يوهMainکمپيوټر ته ليږي په Database پورې اړوند بدلونونه او ټول محاسبات همدا Main کمپيوټر سرته رسوي.

3: د سکنر قلم ( Pen Scanner ):

د سکنر قلم د بڼې له مخې د يوه نښه کوونکي په څېر دی مګر په حقيقت کې د يوه بې مزي سکنر په څېر دی چې کولای شي د رڼايي تورو د پيژندلو عمليه سرته ورسوي.
کله چې تاسو د پاڼې د متن پر مخ د سکنر قلم کش کاږۍ نو د سکنر قلم په خپله مخکنۍ حافظه کې يو متني فايل منځ ته راوړي او په هغه کې متن ساتي.
تاسو کولای شئ چې وروسته له دې څخه ديوه مزي او يادتحت الحمراء وړانګې په واسطه هماغه فايل کمپيوټر ته دننه کړئ.

your ads

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب