څنګه په Blogger.com کې وړیا ویبلاګ جوړلی شم؟

د انټرنیټ اکسپلورر بروcر په ذریعه د Blogger.com ویب سایټ راخلاص او د Create  a Blog تڼۍ تري کښېکاږئ  ترڅو دنوي ویب لاګ جوړلوپروسه پيل سي

دوهم ګام :

دګوګل يو اکونټ جوړ کړئ

که تاسو دګوګل اکونټ نه لرئ، باید لومړی یو اکونټ جوړ کړئ او ورسته دغه فورمه (انځور ۲)  داړینو مالوماتو له مخي ډکه کړئ .
دې فورمه کي غوښتل سوي مالومات په دې ډول دي :
Email Address: – دې خونه کي باید مخکي جوړ سوی یو اکونټ ټایپ کړئ .
Retype Email Address :-  هغه ایمیل ادرس چي د Email Address په خونه کي مو ټایپ کړی وي هغه باید  دې خونه کي هم ټایپ کړئ .
Enter a password: – دې خونه کي دایمیل اړوند پسورډ ټایپ کړئ.
Type password again :- ورکړل سوی پسورډ دوهم ځلي بیا دې
خونه کي ټایپ کړئ .

Display Name: – دلته یو نوم ټایپ کړئ.

Email Notification: – که غواړئ چي د دویب لاګ جوړوني دویب سایټ
په هکله تبلیغاتي خبرتیا وي ، مالومات او داسي نور … خپل دایمیل په
ذریعه لاس ته راوړئ ، دغه خوښ بکس انتخاب کړئ .
Birthday: – دې خونه کي خپل زوکړي نېټه ټایپ کړئ.

بېلګه : 01/01/1984

Word Verification: –   دلته لاندي درکړل سوي انځور کي توري (یاهم کلیمه) ټایپ کړئ.
کله چي فورمه ډګه سوه ، له لاندي برخي څخه د I accept the Terms of Service خوښ بکس انتخاب او د Continue تڼۍ ته د موږک په ذریعه فشار ورکړئ .

دې برخه کي (انځور ۳) خپل ویبلاګ لپاره یو نوم انتخابوئ ، داسي نوم چي مخکي کارول سوی نه وي .

دې کړکۍ کي دغه درې کارونه باید سرته ورسوئ .

۱:- د Blog Title په خونه کي دویب لاګ لپاره یو نوم ټایپ کړئ ، البته کله چي ویب لاګ په کوم بروسر کي خلاصوئ دانوم به دهغې په تایټل بار کي ښکاره کيږي .

۲:- د Blog Address (URL) په خونه کي خپل دویب لاګ لپاره باید یونوم ټایپ کړئ ، البته داسي نوم چي مخکي دکوم کس لخوا نه وي کارول سوي .

۳:- د Continue تڼۍ کښېکاږئ .

یادونه : blog address د ډومین نوم په نامه هم یادیږي .

څلرم ګام :-

دې ګام کي خپل دویب لاګ لپاره یوه څېره (ټیمپلیټ ) انتخابوئ ، دسکرول بار په ذریعه صفحه کښته او پورته کړئ او دخپل دخوښي وړ ټیمپلیټ تري انتخاب او د Continue تڼۍ کښېکاږئ

پنځم ګام :-

مبارک مو سه!

ستاسو ویبلاګ جوړسو ، اوس کولای سئ چي خپلي لیکني او تغیرات پکي راولئ

 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب