د کمپيوټر کنترول برخه (Control Unit)

د CPU دا برخه د کمپيوټر د سيستم د کار ډول د اليکتريکي سګنالونو په واسطه کنترول او اداره کوي.د هغه دنده د انسان په بدن کې ددماغ دندې ته ورته ده.دا برخه لاندې دندې سرته رسوي:

۱ :ددستورونو سرته رسول
۲ :د ورودي معلو ماتو کنترول او لارښوونه
۳ :د چارو لپاره د منطقي او حسابي برخې خبرول
۴ :په لنډ مهاله او اوږد مهاله ساتنځي کې د معلوماتو د ساتلو اداره کول
۵:د پايلو د ښودلو لپاره د خروجي وسايلو چمتو کول
ددې برخې کړنه په لاندې ډول ده:
۱:دا برخه(د کنترول برخه)له ورودي وسيلې څخه دستور نيسي.
۲:له هغې وروسته يوه راجستر ته چې ددستور د راجستر په نامه ياديږي د تحليل لپاره ليږل کېږي.دستور د Data د پتې او دهغه عمليې د کوډ لرونکی وي کوم چې په Data بايد سرته ورسول شي.
۳:له دې وروسته هر کوډ د ټاکلو چارو د سرته رسولو لپاره د حساب او منطق برخې ته  ليږل کېږي.
۴:د پايلې د چمتو او د پام عمليې له سرته رسولو وروسته هماغه پايله د پايلو دښودلو وسايلو ته ليږي.
د کنترول برخه د لاندې دوو فرعي برخو څخه جوړه شوې ده:

د Prefetch برخه:

دا برخه معلومات له ساتنځي څخه د BUSپه مرسته اخلي.

د Decode برخه:

دا برخه هغه معلومات او دستورونه چې له ساتنځي څخه د Prefetch برخې پواسطه لوستل شوي هغه په يوه داسې بڼه بدلوي چې د حساب او منطق برخه و کولای شي په هغه نور عمليات سرته ورسوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب