برتانیه څرنګه د پاکستانیانو تیلفون او انټرنیټ څاری؟!

د امریکا د ملی استخباراتو د انټرنیټ څارنې مخکنی انجنیر ایډوارډ سنوډن بی بی سی انګلیسی سره یوه مرکه کې هغه لارې چارې ښودلی چې له مخې یې برتانوی استخباراتو د پاکستانیانو تیلیفونی او انټرنیټی ترافیک یا خوځښت څاری.

د سنوډن له وینا سره سم، د برتانیې د انټرنیټی څار اداره «جی سی ایچ کیو» پاکستان کې د خلکو تیلیفونی او انټرنیټی اړیکې په منظم ډول، او د برتانوی حکومت په اجازه څآری.

له مسکو څخه پدې مرکه کې سنوډن ویل چې دداسې ډیټا یا انټرنیټی معلوماتو ترلاسه کولو لپاره «سی این اي» یا کمپیوټر نیټ ورک ایکسپلوائیټیشن څخه کار اخیستل شوی، او د ټیکنالوژۍ کمپنۍ سیسکو راوټرونه(انټرنیټ خپروونکی آنتنونه) هیک کولو له لارې دا معلومات ترلاسه شوی.
سنوډن دا ندی ویلی چې ددې معلوماتو له ترلاسه کولو د برتانیې موخه څه وه.

د بی بی سی انګلیسی خبریال پیټر ټیلر له وینا سره سم، دا جاسوسی د برتانوی حکومت په خوښه شوې، او په ظاهره یې مقصد د ترورستانو فعالیتونه پیژندل او څارلو کې ترې ګټه پورته کول وو.
د برتانیې حکومت پدې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د سنوډن په وینا، سی این اي په بنسټیز ډول ډیجیټل جاسوسی ده، چې څوک پکې هغه شیان کنټرولوی، کوم چې دده ملکیت نه وی.

سنوډن زیاته کړه چې، پدې لړ کې جی سی ایج کیو او این اس اې(د امریکا ملی استخبارات) په څېر استخباراتی ادارې د انټرنیټی کمپنیو له خبرولو پرته په پټه نیټ ورکونو یا شبکو سره تړلو دغسې آلاتو ته مکمل لاس رسی مومی کومو کې چې ددوی زړه غواړی.

your ads

ځیرک ټیلیفونونه خوندی کول تقریبا ناشونی دی
سنوډن دا هم ویل چې له استخباراتی ادارو څخه د نویو ځیرکو ټیلیفونونو مکمل خوندی کول تقریبا ناشونی شوی دی، او دداسې ټیلیفونو کاروونیک د خپلو معلوماتو خوندی کولو لپاره هیڅ ګام نشی پورته کولی.

سنوډن ویل چې د برتانیې انټرنیټی استخباراتی اداره یا جی سی ایج کیو کولی شی د ټیلیفون د خاوند له اجازې او خبریدو پرته د هغه تیلیفون هیک کړی.
سنوډن تفصیل داسې ووایه، چې هر ځیرک تیلیفون ته جی سی ایج کیو یو شفر کړی شوی تړلی مسج لیږلی شی څو هغه تیلیفون عکسونه اخیستلو، او یا پرې کیدونکو خبرو اترو لپاره وکاروی.

پخپله مرکه کې سنوډن دا وویل چې جی سی ایچ کیو او این اس اې په دې ټیکنالوژۍ کې ډیره زیاته پانګونه کړې، کومه چې د ځیرکو ټیلیفونونو هیک کولو لپاره کاریږی.
دده په وینا، دغه استخباراتی ادارې غواړی ستا په ځآی، ستا د ټیلیفون اصلی خاوندان اوسی.

انجینر ایډوارډ سنوډن ویل چې کله یوه استخباراتی اداره د کوم کس ټیلیفون واک لاندې راولی، نو بیا دغه اداې پدې خبریږی چې د تیلیفون خاوند چاته زنګ وهی، کوم مسج لیږی، او په انټرنیټ کې کوم کوم شیان ګوری.
سنوډن وایی چې ستا په تیلیفون کې نمبرونه، ستا خوځښت، او هغه وای فای نیټ ورکونه هم دوی ته مالوم وی چې له کومو ته سګنل اخلې.

ایډوارډ سنوډن د امریکا ترټولو مهمې استخباراتی ادارې (این اس اې) کې د کمپیوټر انجینر وو، ده هغه مهال بغاوت وکړ او له امریکا بهر وتښتېده چې کله ورته په ډاګه شوه چې امریکایی حکومت خلکو سره ښکرور دروغ وایی، منافقت کوی، له یوې خوا ورته وایی چې ستاسو معلومات خوندی، خو له بل لوری بیا نه یواځې د امریکایانو، بلکې د ټولې نړۍ د خلکو ټیلیفونونه څاری.

د سنوډن اوسنی شعار دی چې: مخکې می حکومت لپاره کوه، اوس د خلکو لپاره کار کوم…

راپور: جمال ابراهیمی
سې شنبه/۱۴میزان/۱۹۹۴

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب