دلاچي (هېل) روغتیایې ګټې

هیل په  پخلي کې له مهمو مساله جاتو څخه شمېرل کېږي، خوړو ته ځانګړی خوند ورکوي او پر دې سربېره د انسان د بدن لپاره  یو شمېر روغتیايي ګټې لري.

د روغتیايي چارو متخصصه  ډاکتره امال فتحي وايي : هیل یوشمېر روغتیايي توکي لري، چې د انسان بدن ورته  اړتیا لري، هیل کې پروټین، اوبه ، کلسیوم، فسفور او ویټامین B او C لري.

ډاکټر فتحي د هیل ځینې ګټې په لاندې ډول راپېژني:

۱ـ کوم کسان، چې  له کم وزن څخه ځوریږي که دوی چیرې په خوړو کې هیل وکاروي ، دوخت په تیریدو به یې وزن زیات شي ځکه هیل په اشتها او هضم دواړو کې مرستندویه رول لوبوي.

۲ـ  دانسان په بدن کې راټول شوي زهري مواد له منځه وړي، هیل مو ادرار زیاتوي او له بدن څخه مو اضافه مالګه او زهري مواد وباسي.

۳ـ  دکومو کسانو،چې خوا بدیږي یا یې زړه خرابیږي دهیل کارول ورته ګټه لري.

۴ـ هاضمه مو ښه کوي.

۵ـ د قبضیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره درمل دی.

۶ـ  د وینې دغوټه کېدو مخه نیسي. په بله مانا کولسټرول تنظیموي.

۷ـ فشار نورمال ساتي او د لوړلیدو مخه یې نیسي.

۸ـ سړی ته  رواني  ارام او ډاډ احساس ورکوي.

۹-  د سرطان مخنیوی کوي.

۱۰-  په بدن کې  اضافه  کالري له منځه وړي او په پایله کې مو له ډیر وزن څخه خلاصوي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب