دغه خواړه نارینه له اضافي وزن څخه لرې ساتي

هر انسان غواړي هواره خیټه او غښتلي عضلې ولري کوم چې د انسان شخصیت اغیزمن ثابتولی شي. ځینې داسې خواړه شته چې نارینه له اضافي وزن او خیټې غټوالی څخه په لرې ساتلو کې ډیره مرسته کوي.

یو شمیر هغه خواړه چې نارینه د خيټې له غټوالی او اضافي وزن څخه لرې ساتلی شي په لاندې ډول دي:

بادام: د روغتیايي کارپوهانو په وینا بادام د پروټین او فایبر ستره خزانه ده. په کې موجود مګنیزیم د انسان بدني وړتیا زیاتوي او د وینې قندي مواد کنټرولوي. د قندي موادو او شکر کنټرول سره بدن له اضافي وزن اخیستلو خوندي پاتې کیږي. د بادام استعمال د بدن اضافي کالوري مخه نیسي او انسان له اضافي وزن څخه ژغوري.

هګۍ: که غواړئ پروټین لروونکي خواړه وخورئ نو له هګۍ څخه غوره خواړه به ونه مومئ. په هګیو کې شته امینو اسید بدن ته د اړتیا وړ پروټین ورکوي. هر سهار د هګیو استعمال تاسې د اوږدې مودې لپاره موړ ساتلو سره د اضافي وزن مخه نیسي.

مڼه: په یوه مڼه کې ۵ ګرامه فایبر او ۸۵٪ اوبه شتون لري. د مڼې استعمال انسان له اضافي خواړه خوړلو څخه ژغوري. له دې سربیره دغه میوه د کولیسټرول په کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

سبزیجات: د سبزیجاتو استعمال انسان روغ او غښتلی ساتي. په شنو پاڼو کې زیاته اندازه کلسیم شتون لري کوم چې د خیټې د غټیدو مخه نیسي. د پالک له استعمال سره تاسې د خپل بدن د زیاتیدوونکي کالوري مخه نیولی شئ.

مستې: دغه خواړه د روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دی. د یوې وروستۍ څیړنې پر بنسټ مستې د بدن وزن په مناسب ساتلو کې مرسته کوي. په مستو کې شته پروبیاټاک نومې باکتریا د هاضمې سیسټم روغ ساتې او په خیټه کې د ګیس او قبضیت ناروغۍ مخه نیسي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب