دغه خواړه کولیسټرول کموي او هډوکي قوي کوي

د ترکيي روغتیايي څیړونکو د نوې څیړنې پر بنسټ پودینه نه یوازې دا چه په بدن کې کولیسټرول کموي بلکه هډوکي هم پیاوړي کوي.

د دغې نوې څیړنې پر بنسټ د پودینې دوامداره استعمال په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي او په نورمال ساتلو کې يي زیاته مرسته کوي.

د څیړونکو په وینا پودینه کې شته مګنیزیم د انسان هډوکي قوي کوي. له یادوو شوو ګټو سربیره دغه سابه بې شمیره نورې روغتیايي ګټې هم لري.

د روغتیایي کارپوهانو په وینا که چیرې د پودینې د پاڼو تازه اوبه، لیمو او شات یو ځای استعمال شي نو دغه مایع د خیټې د ټولو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د زکام او ټوخی څخه مخنیوی لپاره د پودینې د پاڼو اوبه له تور مرچ او تورې مالګې سره یو ځاي له ایشولو وروسته باید په خاصه اندازه استعمال شي.

دغه خواړه د وینې لوړ فشار په کنټرولولو کې هم ځانګړی اثر لري او د وینې لوړ فشار لروونکي کسان کولی شي دغه سابه تازه او یا هم له اوبو څخه يي استفاده وکړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب