د ذی الحجی د لسو ورځو فضیلت

حدیث : حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی  چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې په بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی(ذی الحجی) لسو ورځو کې صحابه کرامو عرض وکړو يارسول الله جهاد هم ددی ورځو دعمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې دشوي صالح عمل برابر ندی مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي) بخاری شریف

حدیث : حضرت ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله وفرمایل ! یوه ورځ هم داسی نشته چې په هغی کې عبادت دالله تعالی په نزد دلسو ورځو دذی الحجی نه زیات خوښ وي  دذی الحجی په دی لسو ورځو کې دهری ورځی روژه دیو کال دروژو نیولو ثواب لري اود هري شپې عبادت يي دلیلة القدر دشپی دثواب برابر دی (مجمع الزواید)

دعرفی (نهم ذی الحجی ) روژه

حضرت قتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ددی ورځی روژی نیولو په بدل کې دالله تعالی څخه دیو کال مخکې اویو کال روسته ګناهونو دبښنی کلک امید لرم (مسلم شریف )

دلوی اختر دشپې فضیلت

حدیث :حضرت ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چاچې ددواړ اخترونو شپی دثواب په نیت رڼی (عبادت یی پکې وکړ) کړی په هغه ورځ به دده زړه مړ نه شي په کومه ورځ چې دخلکو زړونه مړه کیږي

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب