د پښتنو څخه ګیله

پرونۍ پيښي او کوم جريانات چي افغاني ټولنه ور سره مخامخ سوه او د حالاتو بهير يې و دا اوسني پړاو ته را ور ساوه دا به شايد يو علمي او هر اړخيزي څيړني ته اړتيا ولري چي پر خپل وخت بايد ترسره سي.

هم هغو چي د کور کالي او ډوډۍ تر شعار ﻻندي يې مځکه سره  لمبه وګر ځوله ، هم  هغه مختوری چي دروسي پر ټانک سپور راغلۍ او ديوه مستقل هيواد سرنوشت يي و سره اردو او شورويانو ته ور وسپاره او  هم هغه چي داسلام په خطر کي دی تر شعار لاندي  ټولو داسي چپه او راسته ميچن پر دي وطن وچلول او هغسي سپکي سپوري او ملنډي يې پر اسلام ووهلي چي اوس بل څه پاتي نسوه خپل او پردی وايي مه يې پريږده که تروريست است!

دا خبره بيخي پر ځاي ده چي ددي ټولو جرياناتو په مرکز کي دا پښتون وو چي هم يې

قرباني ورکوله او هم يې په سياسي ډګرکي پر خوله وهل کيدۍ. د پښتنو ديووالي دښمنانو پښتون هم د مرميو و ميدان ته ټيل واهه اوهم يې په ډول ډول بهانو سپکاوۍ او د صحني څخه يې ليري ساته..

 دا پروني اصطلاحات د هيچا د ياده نه وزي چي ويل به يې: ګمشکو اوغان غول است، بزنيش اميني فاشيست است ، نابودش کو خلقی است ،از بين ببر اخوان است، ګلبديني است،  نوکر پاکستاني است و يا افغان ملتي است، په اخر کي چي هيڅ بهانه پاتي نسوه نجيب ګاو است او داده اوس چي تبر يې امريکايې لاستۍ پيدا کړ وايې نماني که طالب است القاعده است و از يکسر بايد محوه شود که تروريست است). دا ټوله پر پښتنو تر سره سول او اوس هم تر سره کيږي.

your ads

 خو پښتون ﻻ د پخوا په شاني د فيل په غوږو کي بيده دی.

دا اوسنۍ نسل د داسي حوادثو او جفاګانو په مرکز کي لوي سوی دی او د هري دوري څخه په خپل وار په زړه کي ويني خوري.

مګر ايا همدا اوس اوس و پښتنو ته  پکار ده چي دخپلي امحا د پاره  دداسي يو کثيف او بر اعلا کمپاين تماشاچي واوسي چي همداداوس روان دی. ايا پکار ده چي  بيا هم يو او بل ته په دي يا هغه نامه  غاښونه و چيچل سي يا پر يوه اوبل باندي توري را وايستل سي؟

اصلي خبره خو اوس داده چي د پښتنو اوسنی در هبرۍ مخکښان چي د کرزي صاحب  په مشرۍ را مخ ته کيږي که د خپلواک کړو وړو اختيار ولري  بايد دهمدي تيرو ډيري درد ناکو تجربو او دردو څخه په ټينګه او په ډيره هوښيارۍ سره  پند واخلي. په کار ده چي همدا تيت او پرت په څه پوه پښتانه چي هري خواته ميشته دي د ملي غوښتونو او ملي ګټو د اړتياوو په خاطر سره را غونډ او يو موټی کړي او کار ځني واخستل سي.

 دا وطن لمړی بايدپر خپلو پښو ودرول سي او د هغه په اصطلاح افغانستا نيانو په مقابل کي  چي هوډ يې کړی دی د ايرانيانو او  روسي تاجکانو ناوړه  هدفونه  د افغانانو په وطن کي پلي کړي  خوله ماتونکی ځواب ور کول سي.

 اوس اوس پښتانه او پر وطن مين  ټوله  افغانان  غير له يووالي  نه  بله  هيڅ ﻻر نه لري که  نه ور کيږي به. دورځي لمړنۍ غوښتنه يوازي همداده.

 لوي خداي دي و پښتنو او ټولو افغانانو ته ديووالي او په سولي کي د هوسا ژوند دجوړولو توفيق ور په بر خه کړي .

ذبيح الله خيبر ۲۰۰۴ م- بېنوا

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب