براء بن مالک (رضي الله عنه)

د دې صحابي په هکله عمر (رضي الله عنه) فرمايي: ده ته د مسلمانانو د لښکر مشري مه ورکوئ، ځکه د ده د دلاورۍ او بهادرۍ لامله به لښکر هلاک شي!!

دا د نړۍ د دلاورو او زړورو قهرمانانو له جملې څخه دی، خو له بده مرغه ډېر خلک يې نه پېژني..

دا جليل القدر صحابي براء بن مالک (رضي الله عنه) دی.. يو لوی قهرمان او دلاور.. د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ملګری او د هغه د خادم انس بن مالک (رضي الله عنه) ورور دی.

براء بن مالک (رضي الله عنه) په شجاعت او دلاورۍ کې مثال لري.. دی د الله تعالی د دين د لوړتيا لپاره او د شهادت د لوړې مرتبې د حاصلولو لپاره جنګېده.. د جنت لارې به يې لټولې اګر که په دې لاره کې له سختو ستونزو سره مخ شوی دی..

د احد غزا د دې تاريخي قهرمان لومړۍ غزا وه چې له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره يې پکې ګډون کړی وو، د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره حديبيې مقام ته تللی وو او له هغه سره يې بيعت الرضوان کړی وو..

براء بن مالک (رضي الله عنه) خپلې جهادي لارې ته ادامه ورکړه او په ډېرو غزواتو کې يې شرکت وکړ چې له هغې څخه د حنين او فتح غزوه وه.. نبي (عليه الصلاة والسلام) يې په هکله داسې فرمايي: (كم من أشعث أغبر ذي طمرين لا يؤبه به لو أقسم على الله لأبره، منهم البراء بن مالك) سنن ترمذي.

ژباړه: ډېر ځلې به يو سړی ببر سری، له خاورو ډک ، زړې جامې به یې په تن او څوک به ورته داسې اهميت هم نه ورکوي؛ خو که په الله تعالی باندې قسم وخوري نو الله به يې قسم ور پوره کړي، چې له هغې جملې څخه براء بن مالک (رضي الله عنه) دی.

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له وفات وروسته د عربو ډېرې قبيلې له اسلام څخه واوړېدې.. ابوبکر (رضي الله عنه) او مسلمانان د هغوی مقابلې ته ووت، د يمامې په معرکه کې مسيلمة الک‍ذاب او د هغه ملګري يوې باغچې ته پناه يوړه، او له هغه ځايه يې په مسلمانانو غشي ويشتل شروع کړل، مسلمانانو هم د ايماني قوت په زور دغه باغچه کلابند کړه.. بيا براء بن مالک (رضي الله عنه) وويل: ای د مسلمانانو ټوليه! ما په دې باغچه کې وغورځوئ نو زه به تاسې ته د الله په مدد د باغچې دروازه خلاصه کړم.. نو مسلمانانو براء بن مالک (رضي الله عنه) د نېزو په واسطه د باغچې ديوال ته اوچت کړ.. براء بن مالک (رضي الله عنه) په ډېرې بهادرۍ سره باغچې ته ځان وغورځاوه، د دښمن په منځ کې يې ځان واچوه، او په ډېره مېړانه يې دروازه خلاصه کړه، مسلمانان باغچې ته ننوت او مسليمه ک‍ذاب يې له خپلو ملګرو سره وواژه.. الله تعالی مسلمانانو ته په دې ورځ فتحه او غلبه ورکړه.. دې غزا کې د براء (رضي الله عنه) د بدن اويا ځايونه زخمي شوي وو.. له دې وروسته دې باغچې ته د مرګ باغچې نوم ورکړل شو..

د تُستر غزا چې د فارسيانو سره وه، په دې غزا کې انس بن مالک (رضي الله عنه) په يوه کلا کې حصار شوی وو، فارسيانو په دې کلا باندې خاردار سيمونه چې په اور باندې ګرم شوي وو را وويشتل، نو يو سيخ په انس بن مالک باندې ولګېد او په هغه کې ښخ شو، براء بن مالک چې دا کار وليد منډه يې کړه او د خپل ورور د بچ کېدو لپاره يې سور شوی سيخ په لاس کې ونيو او هغه يې ترې ويستو خو سيخ ډېر ګرم او تېره وه ناڅاپه د ده لاس کې ښخ شو ، خپل ورور يې خلاص کړ خو د خپل لاس څخه يې غوښه لرې شوه تر دې چې په لاس يې هډوکی ښکارېده.

کله چې جګړه ډېره سخته شوه، نو ځينې مسلمانان د براء (رضي الله عنه) خواته ورغلل ورته يې وويل: چې ای براء! ته چې په الله قسم وخوری ستا قسم قبلوي، براء (رضي الله عنه) وويل: ای الله په تا مې دی قسم وي چې مونږ ته د دښمنانو سټونه په لاس کې راکړه او ما ته شهادت وبښه، او د نبي (عليه السلام) سره مې يو ځای کړه، په دې جګړه کې مسلمانان په کافرو غالب شول او براء (رضي الله عنه) د قهرمانانو سردار ته الله تعالی د شهادت ستره مرتبه ورکړه.

انس (رضي الله عنه) وايې: يوه ورځ براء (رضي الله عنه) ته ورغلم چې پوښتنه يې وکړم، هغه جهادي ابيات له ځان سره ويل، تا ته له دې اشعارو الله تعالی ښه بدله در کړې، هدف يې قرآنکريم وو، براء (رضي الله عنه) وويل: ته له دې وېرېږی چې په بستره به مړ شم، په الله قسم هيڅکله به په بستره مړ نشم، الله داسې نکوي چې ما له شهادته محروم کړي په داسې حال چې ما په یواځې ځان سل تنه کافر وژلي دي.!

الله دی له براء څخه راضي شي، هيڅکله له مرګ څخه نه ډارېده، دښمن ته مخامخ ورتله، الله دی اسلامي امت کې د براء په شان اتلان او قهرمانان پيدا کړي. آمين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب