د نارینه وو پرجنسی وړتیاوو باندی دبیخوبۍ اغیزی

 دا خبره 24Timer نومی ډنمارکی ژبی ورڅپاڼي  خپل د ۸ / ۶ / ۲۰۱۱ نیټی په ګڼه کی لیکلی ده چی پښتو ژباړی ته یی د لوستونکو پام را اړوم :

نوو څیړنو ښودلی ده چی لږ خوب کول د نارینه وو په بدن کی د تیستوستیرون Testosteron  پرکچه باندی منفی اغیزی کوی . څیړونکو ماهرانو دا هم ویلی چی د خوب کموالی په ځانکړی توګه د منځنی عمر نارینه وو  پر روغتیا باندی بدی اغیزی کولای شی . په شواروز کی اوه اته ساعته خوب او استراحت نه یوازی د نارینه وو د ورځنی حالت او  روغتیا د پاره اړین دی بلکه داشی د دوی جنسی  ( سکسی ) وړتیا د پاره هم ضرور او ګټور ګڼل شویدی .
د شیکاګو په پوهنتون کی د یوشمیر ماهرانو څیړنو د خوب کولو او تیستوستیرون د کچی تر منځ نیغی اړیکی په ګوته کړیدی . نوموړی څیړنی پر ۱۰ تنو ځلمیانو باندی ترسره شوی دی . دی ځلمیانو ته یی پرله پسی اته شواروزه داسی شرایط برابر کړی وه چی باید تر پنځه ساعته یی هم لږ خوب کړی وای . په نهم شواروز کی یی چی کله ولیدل ، د نوموړو کسانو په بدن کی د تیستوستیرون کچه په سلو کی د ۱۰ څخه تر ۱۵ پوری را ټیټه شوی وه .
تیستوستیرون :   دا هغه نارینه ای جنسی هورمونونه دی چی د دوی د مقاربتی ځانګړتیاوو په څرنګوالی او انکشاف کی بنسټیز رول لوبوی . هغه هورمونونه چی د نارینه وو د بیضو څخه ترشح کیږی ، ددوی دعضلاتو په تقویه ، جنسی فعالیت ، د هډوکانو په کلکیدو ، غوړین قشر او د ویښتانو په رشد کی د پام وړ اغیزه لری .
سرطبیب او په سکسی چارو کی پروفیسر ښاغلی  E. Skakkebek وایی چی د اوږدی مودی د پاره د خوب کموالی د نارینه وو د سکسی توان د پاره ناوړی پایلی لری . دا ځکه چی دا کار د جنسی هورمونو د تولید او ترشح کچه را ټیټوی .
د نارینه وو بیضی هغه وخت د تیستوستیرون ماده تولیدوی ، کله چی دوی په مغز کی د LH پنامه دیوه هورمون لخوا تحریک شی . خوب او کمخوبی بیا ددی مادی د تولیدولو پرکچه باندی  زیات اغیز لری . نوموړی پروفیسر زیاتوی چی د نوو ځلمیانو د بلوغ  دپیل په پړاو کی  ددغی مادی د تولید زیاتوالی یوازی د شپی لخوا تر سره کیږی .
ولادی ډاکتر Svend Lindenberg وایی د منځنی عمر نارینه په ځانګړی ډول پدی اړوند د خطر په زون کی ځای لری . دی زیاتوی :  « ځوان نارینه پدی اړوند ډیر تر خطر لاندی ندی ، ځکه چی په دوی کی ددی موادو د تولیدی پرمختیا کچه جګه دی » .
د خوب متخصص Jan Ovesen وایی : « خوب یوه کومپلکس پدیده ده چی د انسان د بدن ډیر فعالیتونه ور پوری تړاو لری ».   د نوموړو څیړنو څخه دا پایله تر لاسه کیږی چی باید خوب او استراحت ته ډیره پاملرنه وشی .
د ژباړی پای      د ژباړونکی یادوونه : بیخوبی نه یوازی د نارینه وو جنسی وړتیا ته زیان رسوی بلکه د نر او ښځی د پاره که په دوامدار توګه وی ، یوه ناوړه پدیده ده او ډیری ناروغۍ ور څخه ریښی ځغلولای شی . یوه د ډیرو ناوړو پایلو څخه یی هم د زړه یا ماغزو په رګونو کی د ترسب یا منګ نیولو پروسی چټک کول دی . دا هغه څه دی چی دزړه یا مغزد دریدو ( سکتی کولو ) لامل ګرځی او ډیر وختونه مرګونی پایله لری .
لدی نه پرته دوامداره بیخوبی په بدن کی د اینسولین ماده چی په وینو کی د شکری د کچی د لوړوالی څخه د مخنیوی دنده پر غاړه لری ، اغیزمنه کوی او پدی توګه انسان د شکری د ناروغۍ ( معمولا دویم تیپ ) سره لاس او ګریوان کولای شی . په غیر طبعی ډول چاغیدل ، خلق تنګی او دیپرس او یو زیات شمیر نوری جسمی او روحی ناروغی هم د بیخوبۍ سره سم وده کولای شی . لنډه داچی بیخوبی د انسان د ورځنی فعالیت پر ټولو اړخونو منفی اغیز ښندلای شی .
د انسانانو د پاره خوب په شواروز کی په منځنی توګه ۷ – ۸ ساعته کافی ګڼل شوی چی ماشومان او نوی ځوانان باید لدی زیات ویده شی او دپاخه عمر لرونکی کسان کولای شی لدی کچی نه هم په لږ خوب ګذاره وکړی . د بیخوبی څخه د اړوندو تابلیتونو په مټ مخنیوی کول ، دا هغه اخیرنۍ چاره چی ورڅخه کار اخیستل کیدلای شی . ښه داده چی بیله دی نه نوری لاری په کار واچولی شی لکه ورزش ، قدم وهل ، د خوب نه مخکی په ډکه ګیډه غذا نه خوړل ، د ویدیدو سره سم د ژوند خوږی او په زړه پوری خاطری رایادول او په هکله یی چرت وهل ، د خوب په بستر کی د ترخو خاطرو نه یادول او په باره کی یی فکر نکول ، د خوب د اطاق هوا تازه ساتل او د تودوخی درجه یی د ۱۷ – ۱۸ درجو څخه نه جګول ، په ارامۍ سره اوږد او ژور تنفس کول او . . .   . کیدلای شی د اړوندو ماهرانو څخه داسی ګټوری مشوری تر لاسه شی چی په مټ یی بیله تابلیتو انسان په ارام خوب کی لاهو شی ، خو له هر څه نه زیات باید پخپله پر ځان باندی کار وشی او ارامتیا ته تلقین شی .
ـ شپی مو په خیر او ژور خوب مو په برخه !

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب