هندوییزم څه ته وایی؟

هغه نامتو مذهبونه چې د څو کلونو راهیسې حاکم وه. نن ورځ، موږ هغه خلک پیدا کوو چې د نړۍ په ډیرو برخو کې د داسې مذهبونو سره تړاو لري. په ناروې کې، موږ ډیری تامیلی، هندي او نیپالی، هندوان لرو.

ځینې حقیقتونه هندوییزم په اړه:

هندوئیزم په نړۍکې  یولوی او لرغوني  دین دی.

هندوئیزم په هندوستان کې تر ټولو سترمذهب دی.

هندوئیزم  4،500 کاله لرغونتوب لري اواوس هم په ټوله نړۍ کی پیروان لری.

نیپال دهندوانو هیواد دی.

هندوان په هند، نیپال، سريلانکا، بوتان، مالیزیا، سنګاپور،اندونیزیا، بنگالدیش،موریتس، فجی کې شتون لري.

د هندوئیزم سپیڅلی ژبه سانسکرېټ دی.

د لارويانو شمېره يې نږدې يو بېليون ته رسېږي، چې(د نړۍ نفوس 1/6) برخه جوړوی. له دې ډلې څخه اکثریت يې په هند كې اوسېږي. زیاتره خلک په آسیا او بل ځایونو کې، ددي آیین پیروان دي. موږ په ختیځ افريقا، سویلي افريقا، سویلي امریکا او انګلستان کې هم ددي آیین پیروان موندلي شو. دا ګروپ چېرې چې د نړۍ په مختلوسیمو کې ژوند کوي،خپل مذهب پیاوړی کوي او خپل کلتور او رواجونه ساتي .

  • ددې آیین مقدس کتاب دسانسکریت په ژبه لیکل شوی دی.دهندددې پخواني دین اصول مذهبي سرودونه او دستورونه ګڼل کیږي چې لرغونتوب یې له میلاد څخه ۷ پیړۍ مخکې دی.همداسې انګلیسي ژبه هم د بودایانو لپاره یو مهم ژبه ګنل کیږي په دې خاطر چې دا ژبه د هندویزم په اړه معلومات ورکوي.
  • د هندو مذهب ليكنې، په څو كټگوريو وېشل كېږي چې ځینې یې ویدا، ریګوېډا، براهمانا، اووپانیشادېنې، ماهاباراتا،بېهاګاوادګیتا او رامایانا نومیږي. دوه لویه ژبه د هندو ملايانو يا ريشيانو په واسطه ليكل شوي دي چې په دغو کې  میتودولوژیکي مواد کارول شوی دي  چې  د هندویزم او د هندی کلتور او رسم لپاره خورا ارزښ لري.
  • د میلاد څخه 500کال مخکي د هندوانو ادبيات په ملی ژبه او بیا لومړی په سویلي هندکې په تامیل ژبه ، او د1000کال په شاوواکې په هیندوـآریسک لحجې په شمال کې لیکل کیده.
  • هندوئیزم لکه بل آیینونو غوندې بنسټ ایښودونکی نه لري.
  •  کاهن محصلین له ویدها څخه سپېڅلې لیکنې زده کوي.

هندوان او خواړه

  • په هندوئیزم کې ژوندی موجوداتو ته دتقدس او سپیڅلتیا په نظر لیدل کیږي . له همدې امله هندوان غوښه اویا ماهي نه خوري. په عمل کې، شاوخوا %30 دهند خلک ویجیټیرین دي. زیاتره هندوان کله چې معبد ته ځي،یوازې دسبزیجاتو خواړه ځان سره اخلي.
  • په هندوئیزم کې غوا ته دتقدس او

سپیڅلتیا په نظر لیدل کیږي.

  • دهندوئیزم نه پرته په سکهیزم او

جینیزم کې هم دغوا او غوایانو غوښې

نه خوړلې کیږی او درناوی یې کیږي .

  • په هندوئیزم کې هم دغوا او غوایانو غوښې نه خوړلې کیږی.

د هندوانو آیین درې خدایان لري.

د هندوانو آیین درې خدایان لري. برهما(د موجوداتو خالق)، ویشنو(د موجوداتو دساتنې خداي) او شیوا(دموجوداتو دلمنځه وړو خداي)

شیوا(دموجوداتو دلمنځه وړو خداي) ویشنو(د موجوداتو دساتنې خداي) برهما(د موجوداتو خالق)

  • برهما د موجوداتو خالق دی او دنړۍ ټولو مخلوقاتو ته حکم کوي.
  • وشنو نړۍ ساتي،انسانان قسمت کنترولوي.
  • شیوا ویجاړونکی دی.د ښې او بدې  سرچینه ده.دموجوداتو دلمنځه وړو  خداي دی خو د بیاژوندی کول لامل هم دی.

د هندوییزم ډلې:

  • هندوئیزم په څو برخو ویشل شوی دی،چې اکثرا په شیوایزم، ویشنویزم او شاکتیزم باورلری.
  • شیوایزم (٪ 28 )
  • ویشنویزم ( ٪70 )
  • شاکتیزم ( ٪2 )

ویشنو:

  • د هند اکثریت خلک د ویشنو او شیوا د لارويانو څخه دي.
  • دویشنو لارويانواو یا د هغه لارښودونکې خدایانو ، راما او کریشنا ته عبادت کوی.ویشنو پاس په آسمانونو کې ده او د ټولو خلکو لپاره د مینې ډک دی.

شیوا:

  • هغه څوک چې د شییوا لارويان دي د شیوایانو په نامه یاديږي او شیویزم تعقیبوي.
  • شیوایزم د هندویزم ترټولو ستره څانګه ګڼل کیږي. په شیوایزم کې، شیوا هم د موجوداتو خالق هم د موجوداتو دساتنې خداي اوهم دموجوداتو دلمنځه وړو خداي دی.
  • د شیوا ښځه پروټی د خورا پیاوړی دیوی په توګه جوړشوی دی.

شیوا و پروټی (شکتی):

شاکتیزم د شاکټي (پاروټي) په مختلفو څرګندونو باندې تمرکز کوي.

په هندوئیزم کې خدایان

په هندوئیزم کې ډیر خدایان دي. په ناروې کې ډیری هندوان شیوا خدای ته ، د هغه مېرمن پروټي او دوه زامنو، ګانش او موروګان ته عبادت کوي.

لکشمی، ګنېش، سراسوتی:

لکشمی د مال، رڼا او خوشحالی الهه ده او د ویشنو ښځه ده. سراسوتی د پوهی/عقل الهه ده.

فلسفه – د ژوند څلور پړاونه

  • دهارما – د نړۍ نړیوال نظم: “هندوان پدې باور دي چې یو ډول قانون شتون لري چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو په شمول په هر څه تطبیق کیږي. هرڅه یو بل سره اړیکې لري! که څوک د دې مقدس قانون په اساس ژوند نه کوي، هغه شخص له نورو شیانو څخه بېبرخه کیږي.
  • سامساره: له مړینې وروسته بیا ژوندي کېدل سلله : هندوان پدې باور دي چې ټول ژوندی موجودات ،نباتات، حیوانات او انسانان له مړینې وروسته بیا ژوندي کیږي .څرنګه چې دوی باور لري چې انسان د مړینې وروسته بیا ژوندی کیږي، له همدې امله د هندوانو لپاره هیڅ قبرستان شتون نه لري.
  • کارما – د هغه څه قانون چې مونږ تدبیق ا مراعات کوو: “هندوان باور لري چې کله انسان یا حیوان پیدا کیږي، د هغه نوي ژوند د هغوی پخوانی ژوند پورې تړاو لرې. د ژوند په دوران کې د خلک عمل دهغوې راتلونکي ژوندتعینوې چې څنګه به وي. له همدې کبله، هرڅوک باید په ژوند کې د ښه کارونو او ښه اخلاقولپاره هڅه وکړي.
  • موکشا – له مړینې وروسته بیا ژوندي کیدل څخه خلاصون: “ډیری هندوان غواړي چې له مړینې وروسته بیا زیږیدلو څخه مخنیوی وکړي. د هندوانو لپاره، نجات د بیا ژوندی کیدل د سلسلو څخه د تیښتې معنی لري. دا د موکشا په نامه یادېږي. ډیری هندوان په دې باور دي چې دخلاصون او د ښه ژوند لپاره دا مهم دی چې هر څوک باید یو خدای یا یوه الهې ته عبادت وکړي.

د ژوند اصول: له مړینې وروسته بیا ژوندي کېدنه او نجات

  • یوڅوک چې مړ کیږي له مړینې وروسته بیا ژوندي کیږي.
  • ځینې ته بد ژوند اوځینې ته یو ښه ژوند په نصیب کې وی.
  • خلک باید ښه کارونه وکړي.
  • هندوان بايد څوک ونه وژني.
  • پوجا د نجات لاره ده.
  • ډیر هندوان په کور کې د عبادت لپاره یو محراب لري.
  • په محراب کې دخدای مجسمې ځای پرځای او هغه عبادت کوي.
  • هندوان, خدایان اوبه، شیدو او مختلفو شیانو سره مینځي او ځینې شیان لکه ګلان، خواړه، شیدې او نور د خدای مجسمې په مخ کې ځای پرځای کوی.

پوجا:

  • خدایان اوبه، شیدو او مختلفو شیانو سره مینځي
  • مجسمې سینګاروی
  • شمع او عنبرلګوی.
  • ميوه، خواړه سرویس کوي.
  • سندرې وایی
  • ناڅي
  • دوعاکوي/فکرکوي

هندوئیزم په کاست مذهبي طبقاتو باور لري

  • هندوئیزم په کاست مذهبي طبقاتو باور لري،چې نوموړې طبقات له برهمنانو،ویشیا،کشتریا او شودرا څخه عبارت دي. چې د هرې طبقې مقام په ټولنه کې ټاکل شویدی د پاملرنې وړنقطه داده چې د نړۍ ټول لوی دینونه او آینونه د آسیا په لویه وچه کې څرګند شوی دی او د نړۍ نورو سیموته خپاره شوي دي. هر دین او آیین په بیلابیلو فرقوویشل شوی دی.

هندوان کاسټ په څلورو طبقو ویشلي دي. د هرې طبقې مقام په ټولنه کې ټاکل شویدی :

  • لوړ ه طبقه کاهنان او د هغوی کورنۍ دي. د مثال په توګه، کاهنان باید د خدایانو لپاره قربانۍ وکړي.
  • دوهم طبقهجنګیالی طبقه ده. دا طبقه باید له خلکو نه دفاع و کړي. په دې طبقه کې داسې کسان هم شته چې په ټولنه کې به واک ولري.
  • په دریمه طبقه کې بزګران، صنعتکاران او سوداګر شامل دي. دوی باېد خلک سره چې د ژوند اړتیا شیان ، خواړه نلري مرسته وکړي .
  • په څلورمه طبقه کې مزدوران یا کنیزان دي. د دوی دنده نورو طبقو ته خدمت کول دي.

معبد:

  • معبدونه معنوی کورونه دي.
  • د هندوانو معبد د یو خدا مقام لپاره جوړ شوي دی مګر دا ممکن دی چې ډیرې مجسمې یا د خدایانو انځورونه په کې وی.

د هندوانو اخترونه:

  • په هندوئیزم کې ډیری اخترونه ا شتون لري. خدایان په کال کې په ځانګړو ورځو کې لمانځل کیږي. معبدونه د خدای جشن لمانځلو لپاره ځانګړی خلک او پووجا لري.
  • پونګال 14 دجنوري دی، دا ورځ د تامیل نوی کال دی. تامیل هندوان د لمر څخه مننه کوي هغوی په دې باور دي چې لمرهم خدای دی. لمر خلک ته روښنايي او انرژی ورکوي چې موږ یې د خواړو تولیدونکې یو.
  • دیوالي د رنا یو اختر دی چې د ټولو هندوانو لخوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.
  • هولي یو پیاوړی اختردی. ډیر خلک اور بلوی. د شیوا شپه هغه شپه ده چې شیوا ، پروټی سره واده کړی.هندوان ټوله شپه ویښ وی او اکثریت یې په معبد کې روژه نیسي .

لیکنې سلایډ‌په بڼه د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ.

ښکته کول

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب