ايا حمل لرونکي مور ماشوم ته شيدي ورکولاي شي؟

حامله لرونکي ميندي بايد ماشوم ته شيدي ورکړي که نه ! د مور شيدي د موراو کوچني لپاره مفيدي تماميږي .همدارنګه د هغو ميندو لپاره چي حمل ولري .ماشوم ته د شيدو ورکول کوم نقصان نه لري. البته د حاملګي په ابتدايي مراحلو کي .چي په دي مرحله کي هم بايد خپل ځان او هم د ماشوم صحت ته جدي پاملرنه وشي .هغه ميندي چي د خپل ماشوم په ساتنه کي پاته راغلي وي نو د راتلونکي حمل کي نه ښايي چي ماشوم ته شيدي ورکړي .د شيدي ورکول ماشوم ته د اوکسيتوسين(Oxytocin) پنوم د يو هورمون د افراز سبب کيږي .کوم چي د تقلصاتو د تنبه سبب ګرځي .ولي د حاملګي تر ٢٤ هفتي پوري کيداي شي د ماشوم په شيدو ورکوني کوم تاثير ونه لري. هغه ميندي چي د ماشوم په روزنه کي پاته نه وي راغلي کولاي شي د حمل تر لمړي نيمايي پوري خپل ماشوم ته شيدي ورکړي.
کله چي ښځه ددوهم ځل لپاره حامله شي نو شايد د يوي مورلپاره ډيرمشکل وي چي ماشوم ته شيدي ورکړي .د حاملګي په واقع کيدو سره د مورپه شيدو کي کمبود ليدل کيږي او کيداي شي د شيدو خوند تغير وکړي او ماشوم شايد تصميم ونيسي ترڅو نورد مورشيدي ونه خوري ځګه د شيدو خوند د پخوا په شان نه وي .او همدارنګه د مورلپاره هم د ماشوم روزنه ډيره مشکله کيږي ځکه د يوي خوا د نس غټوالي او د بله طرفه د تيانود غدو پاړسوب د حاملګي د دوري د يو لړ هورمونو پوسيله ليدل کيږي .د حاملګي په جريان کي يوه مور مايعاتو اوزيات مقدار کالوري يا انرژي ته ضرورت لري تر څو د جنين په نشودنما حمايه کړي .
د شيدي ورکولو په وخت کي هم بدن زيات مقدار مايعاتو اوکالوري يا انرژي ته ضرورت لري تر څو په کافي اندازه شيدي د ماشوم دپاره برابري کړي .نو ددي دواړو حالاتو په نظر کي نيولو سره بايد د ځان په اړه قضاوت وشي چي ايا تاسي په دومره اندازه انرژي او مايعات ترلاسه کوي او که نه .همدارنګه برسيره پرمايعاتو او انرژي يوه حامله مور زيات استراحت ته هم ضرورت لري .او په کافي اندازه خوب بايد ترسره کړي .کله چي تاسي د ناارامي احساس وکړي پداسي حالت کي چي ماشوم ته شيدي ورکوي نو په دغه حالت کي کولاي شي ماشوم د تي رودني څخه محروم کړي .ځکه نوموړي يو داسي حالت دي چي بايد يوه مور د راتلونکي ماشوم په اړه فکروکړي او د هغه ساتنه وکړي .
که چيري کوم دردونه احساس شي نو بايد د ډاکترسره مشهوره وکړي .بعضي ميندي د شيدو ورکولو لپاره يو قسم شيرکش استعمالوي .که چيري يوه مور بل ماشوم ونه لري او د حمل څخه مخکي نوموړي شيرکش يا پمپ استعمال کړي ددي دپاره چي د شيدو د توليد يا منځ ته راتګ شروع شي بايد مخنيوي وشي يعني بايد نوموړي پمپ يا شيرکش استعمال نشي .ځکه شيد د ولادت څخه تقريبا دري ورځي د شيدو افراز شروع کيږي .نو ځکه د پمپ يا شيرکش استعمال به بي فايدي او د وخت ضياع وي .د نوموړي پمپ څخه د ولادت په وخت کي استفاده کيداي شي .تر څو تقلصات رامنځته شي .چي په دي حالت کي پمپ د ١٥ دقيقو لپاره په يوه تي باندي استعمال کيداي شي .تر څو تقلصات شروع شي .کله چي تقلصات د يوي دقيقي يا د هغه نه اضافه وخت ونيسي نو بايد د پمپ استعمال ته توقف ورکول شي .ولي هغه ميندي چي د وخت نه مخکي د ماشوم د زيږيدني خطرورسره موجود وي په هغوي کي بايد استعمال نشي .

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب