د انګورو ځانګړتياوې او ګټې

 

انګور ډېره مقوی او مغزی مېوه ده، وینه تصفیه کوي، سینه او رګونه صافوي، د کلمو او معدې د پړسوب لپاره ښه درمل دي، د تورې ټوخلې ( سیاه سرفه) او ریوي سل لپاره ګتور دي. د وینې کېناستو ( اسهال خوني) لپاره ډېر اغيزمن دي او هم د نقرس ناروغۍ لپاره ګټور دي.

هغه څوک چې غواړي وزن کم کړي او د صفرا تېږې له منځه یوسې انګور دې وخوري اود انګورو د اوبو رژیم دې ونیسي، هغه دا چې دوه ورځې سر په سر دې د انګورو اوبه وڅښي او نور خواړه دې نه خوري او هر دوه ساعته وروسته دې یو ځل د تازه انګورو اوبه وڅښي او د مصرف اندازه یې تقریبا د ورځې ۲ ک.ګ ده او له نورو خوړو پرته کولای شي اوبه هم وڅښي.

د پوست د تازه ساتلو لپاره  او همدا رنګه د رنګ د ښکلا او جلا لپاره د تازه انګورو اوبه د پاکې پنبې په وسیله پر مخ وموښي او وروسته له لسو دقیقو يې په شیر ګرمو اوبو پرېمنځي، ښکلا او تازه ګي به مو زیاته شي، خو کوښښ وکړئ چې د انګورو په خوړلو کې زیات افراط هم ونه کړئ چې د بډوډو د تېږو( سنگ گرده) سبب ګرځي.

انګور د اسهال لپاره  ګټه لري خو په انګورو پسې یخې اوبه مه څښئ او د انګورو پوستکی که وچ شي او بیا وسوزول شي نو ایره يې د ډېرو زخمونو لپاره کارول کېږي.

د انګورو غوره د خولې او اوریو د ټينګښت لپاره ګټوره ده او د چاغښت د کمېدو لپاره بهترین درمل دی، د زيړي د مخنيوي لپاره ډېره ګټه لري، د بدن د حرارت او صفرا مخه نيسي او کولمې ضد عفوني کوي. د کولمو د چینجي او د معدی د تقویې لپاره باید پنځه ورځې د غوري اش له تورې زیرې سره وخوري او د سختو غذاوو له خوړلو څخه ډډه وکړي، د انګورو غوره د پښو او ملا د درد لپاره ښه درمل دي او د غورې ترشي د روماتېزم لپاره هم ګټه لري، د وینې د غوړ والي د منځه وړلو لپاره ګټوره ده او د بدن د ضد عفوني کېدو لامل هم کېږي اود وزن په کمولو کې ډېره مرسته کوي.

هڅه وکړئ چې غوره خالي ډېره ونه خورئ چې په معده باندې ناوره اغيز لري او هم امید واره میندې د غورې له زیات خوړلو څخه ډډه وکړي، ممکن د جنین د غورځېدلو لامل شي.

د انګورو پوستکي چې یو څه سخت دي ژر نه هضمېږي او د چا معده چې کمزورې وي کوښښ دې وکړي چې پوستکی یې لیرې کړي. دا ځکه چې د زړه درد او د معدې باد ( نفخ معده) پیدا کوي، د انګورو«زړي» قبضیت را منځته کوي او د ادرار او سپرم ترشېح کموي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب