کولیسټرول مو د وینې فشار او زړه په ناروغیو اخته کوي

کولیسټرول یوه غوړه ماده ده چې ځیگر کې جوړیږي او په دوه ډوله دی یو ډول يي (High density lipoprotein) نومیږي چې د بدن لپاره گټور دی او دوهم ډول يي (Low density lipoprotein) دی چې انسان بدن ته تاوان رسوي.

کولیسټرول خاصه اندازه روغتیا لپاره اړینه ده خو زیاته اندازه يي انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي. غوړ لرونکي خواړه په خپل ترکیب کې امینو اسید (Amino acid) لري چې بدن ته انرژي ورکوي.

غوړ د پوټکي او ویښتانو په روغتیا هم مثبت اثر لري او بدن د تودوخي درجه نورماله ساتي.

د صحي کارپوهانو په وینا هر انسان ته په ورځ کې ۳۰ گرامه غوړ کافي ده.

صحي کولیسټرول اومیگا ۳ (Omega-3) او اومیگا ۶ (Omega-6) کې موجود دی.

your ads

اومیگا ۳ او اومیگا ۶ په سبزیجاتو، زیتون، آفتاب پرست، جوار او وچو میوو کې پیدا کیږي. د دې په مرسته وینه خپل مایع شکل ساتي او د وینې دوران نورماله کیږی. گټور کولیسټرول د مضر کولیسټرول مخه نیسي.

مضر کولیسټرول په غټه غوښه، کوچ، غوړي او کلچو له زیات استعمال سره زیاتیږي سربیره پر دې سگریټ او ذهني فشار هم په بدن کې د غیر صحي کولیسټرول زیاتوالی لامل گرځي.

مضر کولیسټرول وینه ټینگوي او د شریانونو تنگیدو سبب گرځي چې په دې ډول د وینې دوران متاثره کوي او د ویني لوړ فشار تر څنگ د زړه ناروغیو سبب هم گرځي.

روغتیایي کارپوهانو د مضر کولیسټرول د مخنیوی لپاره د غوړيو، هگۍ ژیړ، قیماق، غټه غوښه، کوچ او پنیر په استعمال کې د احتیاط کولو مشوره ورکوي.

بدن لپاره گټور غوړ له جوار او آفتاب پرست څخه لاسته راځي. زیتون، کبان او وچه میوه کې موجود غوړ که څه هم روغتیا لپاره مضر نه دی خو بیا هم باید خاص اندازې سره استعمال او بیلانس په کې مراعت شي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا کولیسټرول د شنو سبزیجاتو او ورزش په وسیله کنټرولولیدای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب