حضرت عمار(رض) او دده مبارک د مور او پلار بيان

حضرت عمار(رض) او دده مور او پلار داسلام  لپاره  دکافرانو دلاس څخه  تر سختو هم زيات سخت  تکليفونه  تېر کړل د مکې مکرمې  پرتوده شګلنه  مځکه باندي عذاب  ورکول  کېدئ  نبي کريم(ص) چي به کله د دوى  په لوري ولاړى دوى ته به يې د صبر تلقين  ورکاوه  او دجنت  زيرى به يې ورکوى  دده پلار  حضرت ياسر(رض) په دغه تکليفونو کي مړ سو کافرانو ترمرګه پوري آرام نه پرېښودئ او مور يې ابوجهل لعين په شرمګاه کي په نېزه  ووهل  او شهيده سوه د عمار(رض) مور حضرت سميةC سپين سري وه  خوبيا هم  دهيڅ  شى پروايې ونه لرل  تر مرګ پوري  د اسلام څخه  نه واوښته دا په اسلام  کي لومړۍ شهيده وه  او داسلام لومړى مسجد  يعني مسجد قبا عمار(رض) جوړکړى،کله چي رسول الله(ص) مدينې منورې  ته تشريف  يووړى  عمار(رض) وويل چي د رسول الله(ص) لپاره د سيوري  يو ځاى  جوړول ضروري  دئ چي پکښي تشريف ږدي غرمه  آرام پکښي کوي  او لمونځ سيوري  ته کوي  نو حضرت عمار(رض) اول ډبري را ټولي کړې  او مسجد قبا يې جوړ کړى  حضرت عمار(رض) په جنګ کي  په ډېره  مينه  او جذبه  ګډون کاوه  يوه ورځ په جنګ کي په جذبه  راغلى او وې ويل : ځو د خپلو دوستانو  سره يو ځاى کيږو  د محمد(ص) د ډلي سره  يو ځاى کيږو  په دغه حالت کي  تږى سو  د  او بو غوښتنه يې  وکړه  يو چا  د اوبو پر ځاي  شيدې  ورکړې ده مبارک شيدې وچيښلي بيايې وويل : مادرسول الله(ص) څخه اورېدلي دي چي ته به په ژوند کي وروستى شى شيدې چيښي ددغه خبري وروسته شهيد سو دشهادت پرمهال يې عمر شپږنيوي (٩٦) کاله و ځينو بيا يونيم کال کم عمر ښودلى دئ .([1])

([1] ) اسد الغابة

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب