دينداره ځوان د فردي او اجتماعي دعوت تر منځ

د اسلامي ويښتابه په رامنځ ته کېدو سره زيات شمير ځوانان چې ځان په خپلو ټولنو کې د بلا فکري، اخلاقي او ټولنيزو ستونزو او انحرافاتو سره لاس او ګريوان مومي، په دې لټه کې وي چې څرنګه خپل ديني مسئوليت ترسره کړي؟ او په ډيره ليوالتيا سره دا غواړي چې ژر ترژره د دغه بې لاريو،مفاسدو او ناخوالو په وړاندې د مبارزې ډګر ته ورودانګي، له يوې خوا يې خپل ضمير او وجدان آرام نه پريږدي او له بله پلوه په ټولنو کې د بيلابيلو ديني ډلو او وګړو د کار او فعاليت په نتيجه کې په شعوري يا غير شعوري توګه، کار او مجاهدې ته هڅول کيږي، په داسې حالت کې ډيری ځوانان حيران وي چې کار څرنګه پيل کړي؟ له چا سره يې پيل کړي؟ آيا کوم مشخص منهج او تګلاره خپله کړي او که په غبرګونيزه توګه په هر ځای کې د منکراتو سره مقابله وکړي.په زړه کې يې ډير فکرونه او سوچونه اوړي راوړي، کله يو تصميم نيسي او کله بل.خو د يو مخلص او بادرده ځوان په وړاندې تر ټولو زياته ستونزمنه پريکړه او پوښتنه دا وي، چې آيا د اسلام او اسلامي دعوت …پوښتنه دا وي، چې آيا د اسلام او اسلامي دعوت کار په فردي شکل او په يوازې ځان ترسره کړي او که له يوې ډلې او جماعت سره خپلې هڅې او هلې ځلې شريکې کړي؟ او که چيرې وغواړي د کومې ډلې سره خپلې هڅې شريکي کړي، هغه بايد کومه او څرنګه ډله وي؟ د ځوان دغه داخلي اخ و ډب او تفکير ډير ځله خورا ناوړه اغېزې له ځان سره پريږدي، شيطان ورته پر همدې مهال د اسلامي جرياناتو ځينې تيروتنې او يا هم د ده له مزاج سره مخالف دريځونه او تګلارې د سترو، نه سمېدونکو او نه جبيره کېدونکو ستونزو په توګه معرفي کړي، او په دې سره کرار کرار د ده په زړه کې هم د اسلام او مسلمانانو په وړاندې بدګماني زياته شي او د ناهيلي توب او د مسلمانانو په وړاندې د کرکې او نفرت خوا ته روان شي.کار په فردي شکل او په يوازې ځان ترسره کړي او که له يوې ډلې او جماعت سره خپلې هڅې او هلې ځلې شريکې کړي؟ او که چيرې وغواړي د کومې ډلې سره خپلې هڅې شريکي کړي، هغه بايد کومه او څرنګه ډله وي؟ د ځوان دغه داخلي اخ و ډب او تفکير ډير ځله خورا ناوړه اغېزې له ځان سره پريږدي، شيطان ورته پر همدې مهال د اسلامي جرياناتو ځينې تيروتنې او يا هم د ده له مزاج سره مخالف دريځونه او تګلارې د سترو، نه سمېدونکو او نه جبيره کېدونکو ستونزو په توګه معرفي کړي، او په دې سره کرار کرار د ده په زړه کې هم د اسلام او مسلمانانو په وړاندې بدګماني زياته شي او د ناهيلي توب او د مسلمانانو په وړاندې د کرکې او نفرت خوا ته روان شي. او ډير ځله که ناهيلی هم نشي او دعوتي کار پېل کړي نو لږ تر لږه په همدې پړاو کې د شيطان د لمسونو پر بنسټ يې د اسلامي جرياناتو په اړه په ذهن کې د بدګمانۍ هواګانې چليږي.
په دې ليکنه کې مونږ هڅه کوو چې د يو شمير شرعي اصولو او عيني واقعيتونو په رڼا کې د داسې مخلصو، بادرده، باايمانه او د حق پلټونکو ځوانانو لاس نيوی وکړو او دوی ته د فردي او اجتماعي ژوند يوه لنډه پرتله وړاندې کړو ترڅو تصميم نيونه ورته آسانه شي او د حيرانتيا او زړه نازړه توب له حالته ژر راووزي.
البته په دې برخه کې غواړو چې په عمومي توګه د فردي او اجتماعي کار يوه پرتله وکړو او د شرعي نصوصو او واقعيتونو په رڼا کې د دواړو حيثيتونه وټاکو، په بله ګڼه کې به انشاء الله د اجتماعي کارونو او دعوتونو په اقسامو او لنډه ارزونه يو ځغلنده نظر واچوو.

فردي او اجتماعي دعوت څه ته وايي؟

دلته مو له فردي دعوت څخه هدف هغه هلې ځلې دي چې يو شخص يې د اسلامي دعوت په ډګر کې په يواځې ځان، پرته له کوم منظم او ډله ايزکار څخه سرته رسوي،هغه که د خطبو په بڼه وي، يا کوم بل فرهنګي، تعليمي يا خيري کار.او اجتماعي دعوت هغه هڅې او هلې ځلې دي چې يوه ډله يې د يو مشخص منهج، ټاکلې تګلارې، برنامې او منظم کار له لارې په ډله ايزه توګه سرته رسوي، چې دغه ډول کار بيا د خپلو اهدافو، منهج او سيستم پر اساس په بيلابيلو ډولونو ويشل کيدی شي.
په پيل کې د يادونې وړ ده چې يوازيتوب او يا له يوې ډلې سره ګډيدل دا دواړه خويونه د انسان په طبيعت کې د خپلې بقاء لپاره پراته او ضروري خويونه دي او لدې پرته انساني ژوند هيڅ ممکن نه دی، دا سمه ده چې د فرديت او اجتماعيت فيصدي به له يو شخص نه تر بله توپير ولري، خو په ټوله کې د هر انسان ژوند دوه اړخونه لري، چې يو يې فردي او بل يې اجتماعي حيثيت او ژوند دی، نو که چيرې د انسان لپاره د فردي او اجتماعي ژوند ډګرونه په سمه توګه ونه ښودل شي، او يا رعايت نشي، په دې سره د انسان په ژوند کې توازن له منځه ځي او انسان نشي کولای چې سوکاله او ګټور ژوند وکړي. استاذ محمد قطب په دې اړه فرمايی:

دلته مو له فردي دعوت څخه هدف هغه هلې ځلې دي چې يو شخص يې د اسلامي دعوت په ډګر کې په يواځې ځان، پرته له کوم منظم او ډله ايزکار څخه سرته رسوي،هغه که د خطبو په بڼه وي، يا کوم بل فرهنګي، تعليمي يا خيري کار.او اجتماعي دعوت هغه هڅې او هلې ځلې دي چې يوه ډله يې د يو مشخص منهج، ټاکلې تګلارې، برنامې او منظم کار له لارې په ډله ايزه توګه سرته رسوي، چې دغه ډول کار بيا د خپلو اهدافو، منهج او سيستم پر اساس په بيلابيلو ډولونو ويشل کيدی شي.
(فرديت او اجتماعيت د انسان په کيان او جوړښت کې دوه يو تر بله تړلي او متوازي خطونه دي، دغه دوه متناقض او يو تر بله تړلي خطونه يو يې د انسان په وجود کې د فرديت او يوازېتوب شعور دی او بل يې له نورو سره د يو ځای کيدوميلان او د نورو په منځ کې د يو فرد په توګه د اوسيدو احساس دی. دغه پديده د انسان په ژوند کې خورا زياتې اغېزې لري او کله چې هر يو اړخ پر بل تېری وکړي او له ټاکلو پولو او بريدونو واوړي په دې سره د انسان په داخل کې کشمکش پېل کيږی او په عملي ژوند کې يې ګډوډی او اندېښنې زياتيږي، خو که چېرې هر يو په خپل مدار کې سم وچلېږی او هر يو په خپل ځای وکارول شي نو د فرديت او اجتماعيت تر منځ ټکر او تصادم نه راځي او د دغه ګډوډيو او اختلافاتو مخنېوی کيږي.)

ولې په فردي دعوت تينګار کيږی؟

your ads

دا چې يو ځوان په فردي دعوت ټينګار کوی او هغه سمه لاره بولي، په دې اړه يو لړ راښکونکي لاملونه شته، چې په ظاهر کې ډير ښه برېښي، خو د پايلو په ارزونې سره يې ستونزې راڅرګنديږی چې دغه ډول ارزونه په عمومي توګه په انفرادي هلوځلو کې په پام کې نه نېول کيږي. د بېلګې په توګه په انفرادي دعوت کې يو فرد ګوري چې مټ يې خلاص دی، هر کار چې وغواړي او په هر مهال يې وغواړي سرته يې رسولی شي، هېڅوک يې مخې ته نه ودريږي او نه يې څوک په هغه او دغه ملامتوي، چې په اجتماعي کار کې ترې بيا دغه آزادي او خپلواکي اخېستل کيږي او داسې انګېري چې ګوندې د خير او دعوتي کار مخه يې نيول کيږی. د دغه کار ستونزه دا ده چې دغه شخص د خپل عمل په ارزونه کې يوازې او يوازې په خپل تفکير او تصور تکيه کوي چې ډير ځله يې مثبت يا منفي لوري ته پر مبالغاتو اړوي، او په دې توګه که خپل کار مثبت وارزوي نو بيا په غير حکيمانه او تندو او بېړنېو ګامونو اخيستلو پېل کوي او په منفي صورت کې د خلکو په وړاندې ورته بدګماني پيدا کيږي، چې دا دواړه حالتونه د کار استمرار او پايښت له ګواښ سره مخ کوي.
دوهم لامل دا دی چې په فردي دعوت کې لدې امله چې يو شخص د يو کار او بدلون لپاره ځان يوازې بولي، نو په دې سره دا فکر کوي چې که دی کار ونکړي او بدلون رانه ولي، دغه مهم کار له سره پاتې کيږي، په دې سره يې نشاط او حرکت زياتيږي، او بيا خپل حرکت د اجتماعي کار د ځينو افرادو د کار سره پرتله کوي او فکر کوي چې ګوندې اجتماعي کار ډير متحرک او موثر نه دی. خو د دغه تصور ستونزه دا ده چې دغه توند او تيز کار د خپل دوام او پايښت عناصر په خپل ځان کې نه لري او په يوازېتوب کې په ډيره جدي توګه د انقطاع او درېدو له ګواښ سره مخ کيږي او دا ځکه چې له يوې خوا خو د هر انسان طبيعت دا دی چې پر هغه کله ناکله د فتور او سستۍ حالت راځي نو په داسې حالت کې د کار تداوم له ګواښ سره مخ کيږی او له بله پلوه د انساني ضرورتونو او يا ستونزو او ناروغيو پر مهال کار بيا په ټپه ودريږی او خپل منطقی انجام ته نشي رسيدای، او تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې ډير ځله خو په ډيره بېړه کارونه پرمخ وړي خو دېته نه ګوري چې دغه کار يې حکيمانه دی او که نه ؟ دغه کار يې په ريښتيا ګټور دی او که زيانمن؟

بله ګټه يې ورته دا ښکاري چې په يوازيتوب کې طبيعي ده چې په خپل فکر او ذهن به فشار راوړي او هڅه به کوي چې د هر څه لپاره په خپل فکر د حل لارې وپلټی او د هر تغيير او بدلون لپاره مناسبې لارې چارې وګوري، نو په دې سره خو يې فکرپه کار لويږي او د فکري ممارست او تمرين سره يې فکری مستوی لوړيږي، په دې سره ځان تر نورو غوره ګڼي،ځکه چې دغه ممارست په اجتماعي کار کې تر ډېره يوازې د پلان جوړوونکو پرغاړه وي، او د اجتماعي کار هر وګړی په دې مستوی نه وي، او دی خو ځان له همدې افرادو سره پرتله کوي. خو د دغه تفکير ستونزه دا ده چې که ‎ د ده فکر په کار لويږی، او په فکري لحاظ وده کوي، خو تصميم نيونه يې بيا هم د يو فکر تصميم نيونه ده، او بيا هم دی د خپلو کړنو او هڅو په ارزونه او پر هغې د مصالحو او مفاسدو د بنا کېدو په تشخيص کې يوازې دی، نو که چيرې دغه فکري لاس ته راوړنه د هغو لاس ته راوړنو سره پرتله شي چې هلته ډير فکرونه په کار لوېدلي، دمصالحو او مفاسدو په تشخيص کې زيات اړخونه او بيلابېل اسباب په پام کې ساتل شوي دي، طبيعي ده چې دا دواړه د پرتلې وړ نه دي، بل پلو ته دغه شخص دېته هم نه ګوري چې دی خو د زيات شمېر نورو انسانانو له تجاربو او استعدادونو نه محروم دی.
کله نا کله دغه اشخاص خپل جرات د ډله ايز کار په صفوفو کې د تنظيم شويو اشخاصو په پرتله زيات ګوري، ځکه چې دی په هر مهال او په هر ځای کې کولای شي چې په ډاګه د منکر پر خلاف آواز پورته کړي، او د هيچا پروا نه ساتي . په داسې حال کې چې د منظم کار خاصيت دا وي چې هلته مصالح اومفاسد سنجول کيږي، د کار پړاوونه په پام کې ساتل کيږي، چې دا په خپل ځای جبن او بې زړه توب نه، بلکې شرعي مطلب او غوښتنه ده . نو ډيرځله منظم اشخاص په ځينو قضاياو کې بيړنی اقدام نه کوي، نو دغه شخص انګيري چې ګوندې دغه کار د شريعت سره اړخ نه لګوي. خو په دې اړه د همدې شخص ستونزه بيا دا وي چې له يوې خوا خو ډير ځله د يو منکر پر خلاف د دې پر ځاي چې په قوت آواز پورته کړي، په ضعيف آواز سره هغه نور هم زړور او ډاډه کوي، او له بله پلوه د انکار هغه پړاوونه او مراتب چې شرعی مراتب دي په پام کې نه ساتل کيږي چې په نتيجه کې يې د يو منکر په لرې کيدو تر هغې بل ستر منکر راوټوکيږي.په اسلام کې د ډله ايزو کارونو تر ټولو ستره ځانګړنه هم دا ده چې هلته رغنده نېوکه وي او د افرادو سره په ايماني لحاظ محاسبه کېږي او هلته هم افراد له دغه نعمته بې برخې نه دي .
د همدې ډول مخلصو ځوانانو په وړاندې دا هم يو خوندور کار وي چې لدې کبله چې ځان په کار کې يوازې ګڼي او دا تصور کوي چې بل څوک نشته چې د ده عيبونه ورپه ګوته کړي، نو د خپل ځان سره د محاسبې مجالس دايروي، دغه لذت او خوند يې نور هم په خپل کار ډاډه کړي او داسې انګېري چې ګوندې دا نور خلک خو له دغه نعمت څخه محروم پاتې دي. د دغه کار ستونزه بيا دا ده چې هر انسان نشي کولای چې خپلې ټولې ستونزې او عېبونه وپيژني، هر انسان د خپلو عيبونو د سم پېژندلو لپاره ارومرو نورو انسانانو ته اړتيا لري چې دا شخص بيا له دغه اساسي او ستر نعمت نه بې برخې دی، او طبيعی ده چې په اسلام کې د ډله ايزو کارونو تر ټولو ستره ځانګړنه هم دا ده چې هلته رغنده نېوکه وي او د افرادو سره په ايماني لحاظ محاسبه کېږي او هلته هم افراد له دغه نعمته بې برخې نه دي .

لدې برسيره نور ګواښونه:

فردي ژوند او دعوت لدې برسيره له يو شمېر نورو ګواښونو او آفتونو سره هم مخ کېدی شی. تر ټولو ستر ګواښ يې دا دی چې دا شخص د فتور او سستۍ په حالت کې چې هر انسان ورسره مخ کېدونکی دی،خپل څنګ ته بل څوک داسې نه مومي چې يو ځل بيا يې له لاسه راونيسي او له دغه حالت څخه يې وژغوري. کله بيا له دې هم په نورو خطرناکو امراضو او ناروغېو واوړي. د خپل کار له امله په کې تکبر او لويی پيدا شي، د هر چا سره د جدال او مناقشو خوی په کې پېدا شي، د نورو خلکو کار او هلو ځلو ته په سپکه ګوري، خپلې رايې او نظر ته په کې تعصب پېدا شي او ځان ورته تر ټولو ستر برېښي.دا هغه صفتونه دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي دي : درې خوېونه هلاکونکي دي، دا چې هر شخص پر خپله رایه او نظر مېن شي، د نفسي غوښتنو پېروي وشي او د بخل او کنجوسۍ اطاعت وشي. او بله ستره ستونزه يې دا وي چې پر همدې ډول ځوانانو ډير ځله د شهوتونو، شبهاتو او اغرائاتو سېلۍ راوالوزي، نو بيا حتې د د ديني التزام له پولو هم هاخوا واوړي او بی بندوباره شخصيت ترې جوړ شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايلي دي: (انما ياکل الذئب من الغنم القاصية) لېوه هغه پسه خوري چې له رمې نه وتلي وي.

د اجتماعي دعوت ښېګڼې:
دا سمه ده چې فردي دعوت د انسان يو شمير استعدادونه راسپړي، خو هېڅکله دا نشی کولای چې د انسان ټولې وړتياوې او استعدادونه رابرسېره کړي، او دا ځکه چې په انسان کې اساسا دوه ډوله وړتياوې موجودې دي، يو شمير يې هغه دي چې په يوازېتوب کې هم راڅرګندېدی شي خو زيات شمېر نور يې داسې دي چې هغه له اجتماعيت څخه پرته او د يوې صالحې اجتماعي ډلې سره د اوسېدو پرته نه راښکاره کيږي او نه وده کوي. په دې توګه ويلی شو چې په فردي دعوت کې د يو انسان شخصيت نيمګړی پاتې کيږي او تکامل نشي موندلی، له بله پلوه د همدغه ځوان په وجود او شخصيت کې چې د خپلې ټولنې د فرهنګي، رسنیزبهير، او ټولنيز حالت نه په تاثر او اغېز کومې تربيتي ستونزې او ناوړه خويونه پراته دي، د هغو علاج او درمل په يوزري ژوند کې نه کيږي، بلکې دېته اړتيا لري چې د اجتماعي هلو ځلو له لارې يې درمل وشي.
دا يو منل شوی اصل دی چې يو انسان که هر څومره هوښيار او ذکي وي نشي کولای چې د خپل شخصيت ټول ابعاد په سمه توګه وپېژني، او ډير ځله داسې هم کيږی چې ځان په يو شمير ناوړه خويونو کې هم پر حقه بولي او دا فکر کوي چې ګوندې دا سم او پرځای کار دی. د بېلګې په توګه يو انسان نشي کولای چې په خپل نفس کې د حسد کچه وپيژني،او يا د ځان غوښتنې او تکبر اندازه معلومه کړي. لدې کبله يو جماعت او اجتماعي کار په حقېقت کې د انسان لپاره د يو ښه تجربه ځای حيثيت لري چې انسان په کې خپل خويونه او کړنې له مختلفو زاويو او ليدونو وارزوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی: ((المؤمن مرآة أخيه والمؤمن أخو المؤمن يكف عليه ضيعته ويحوطه من ورائه) مسلمان د بل مسلمان لپاره د هندارې حېثيت لري، مسلمان د بل مسلمان ورور دی، د هغه شتمني له ضايع کېدو ساتي (او يا دهغه کار روزګار راټولوي) او د خپل وس په اندازه ترې دفاع کوي. په اجتماعي کار کې انسان د تکبر او لويې له صفت نه ژغورل کيږي، ځکه چې په خپله خوا کې ډير داسې کسان مومي چې هغوی ته الله تعالي په ډيرو اړخونو کې پر ده فوقیت ورکړی او دهغوی وړتياوې ترې زياتې دي، په ډيرو اړخونو کې د ځان لپاره مقتدا او بېلګه اشخاص موندلی شي.
په اجتماعي کار کې انسان د تکبر او لويې له صفت نه ژغورل کيږي، ځکه چې په خپله خوا کې ډير داسې کسان مومي چې هغوی ته الله تعالي په ډيرو اړخونو کې پر ده فوقیت ورکړی او دهغوی وړتياوې ترې زياتې دي، په ډيرو اړخونو کې د ځان لپاره مقتدا او بېلګه اشخاص موندلی شي.
بل پلو ته په اجتماعي کار کې انسان د ډيرو نورو له تجاربو ګټه اخيستی شي، د هغوی فکر او سوچ له ځان سره مل کولی شي. په اجتماعي کار کې د ده ټول استعدادونه په سمه توګه او د نورو سره په هم غږۍ په کار لويږي، د ده احساس، عاطفه او جذبه په منظمه توګه د يو مستمر کار په خدمت کې لويږي، بل پلو ته يې په کړنو،شخصيت او دريځونو کې توازن او تکامل رامنځ ته کيږي.
لدې برسېره کله چې يو انسان په اجتماعي کار کې روان وي، د فتور او سستۍ پر مهال يې نور وروڼه له لاسه نيسي او له ځان سره يې روان ساتي، تل يې کار او دعوت ته هڅوي او تذکير او يادونه ورته کوي، او په دې توګه يې د شيطان له منګولو ژغوري.
او هغه څه چې د اجتماعي کار له سترو ځانګړتياوو ګڼل کيږي، هغه د دعوتی کار د استمرار ضمانت دی، او دا ځکه چې فردي کارونه د افرادو په له منځه تلو سره له منځه ځی او په ټپه ودريږي، خو اجتماعي کار بيا له دغه آفت نه په امان کې وي، ځکه چې هغه تر افرادو پورې تړلی نه وي، له بله پلوه فردي کار د شخص د استعدادونو، امکاناتو، او محلي او عاطفي محدوديتونو له امله محدود پاتې کيږي، خو اجتماعي کار بيا د استعدادونو د تنوع، د امکاناتو د زياتوالي او داسې نورو اسبابو له کبله پراختيا مومي.

ديني کار او د اقامت دين کار:

دلته يوې خورا مهمې خبرې ته اشاره کول غواړم او هغه دا چې په اسلامي شريعت کې فرايض متعدد دي، يو شمير يې داسې دي چې په فردي ډول تر سره کيدی شي، خو يو شمېر نور فرايض بيا له اجتماعي کار پرته نشي ادا کېدی، له همدې کبله په فردي دعوت سره خو به انسان يو شمېر دينی کارونه سرته ورسوي، خو د دغه کارونو سرته رسول هېڅکله هم له يو مسلمان نه د اقامت دين فريضه نشي ساقطولی، هغه چې د اجتماعي کار څخه پرته نشی ترسره کېدی. البته د اقامت دين فريضه چې په دې آيت کې ذکر شوې ده
(شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ)
ژباړه: هغه ستاسې لپاره د دين همغه كړنلاره ټاکلې ده چې دهغي حكم يي نوح ته كړى و او چي اوس اى محمده صلی الله عليه وسلم، تاته مو د وحى په وسيله درليږلى دى، اوچي دهغه حكم مو ابراهيم، موسى او عيسى ته كړى دى، په دې سپارښت سره چې دغه دين برقرار كړې اوپه ده کې تيت پرك کیږې مه همداخبره د دغومشركانو ډيره ترپامه بده راغلې ده چې دهغې خواته (اى محمده ) ته دوى ته بلنه وركوې . دالله چې چاته خوښه شي ځان ته يې غوره كوي اوهغه خپل لوري ته دراتلو لاره همغه چاته ورښيي چې دهغه خواته رجوع وكړي
د دې په مفهوم کې علماوو فرمايلی چې که په يوه ټولنه کې دين او اسلامي شريعت حاکم وي نو هلته پر مسلمانانو فرض ده چې د هغې دساتنې لپاره کار وکړي او که چيرې حاکم نه وي، نو بيا د دغه دين د حاکميت لپاره کار کول يوه ستره فريضه ده. او دا خبره هم په ډاګه ده چې د دين قايمول او د دين حاکميت هېڅکله په فردي هلو ځلو سرته نه رسيږي، له همدې کبله پېغمبر عليه السلام د اقامت دين لپاره په مکه مکرمه کې يو ټولګی وروزه ا و چمتو کړ او کله چې يې د دين د حاکميت لپاره په خپل ټولګي کې ځواک او توان وليد او په دې پوه شو چې دغه کار خو په مکه کې د لومړي ځل لپاره شونی نه دی، له همدې کبله يې مدېنې ته پناه يوړه او هلته يې الهي دين حاکم کړ.
په پاې کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حديث چې امام احمد بن حنبل په خپل مسند کې په صحيح سند سره ذکر کړی دی، ذکر کوم، چې هلته بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين د بيلابېلو فرايضو يادونه کړې ده او بيا يې دا ښودلې ده چې د قيامت په ورځ به د الله تعالی ستره پوښتنه او حساب د اسلام د حاکميت په اړه کيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
عنْ أَبِي هُرَيْرَةَ , رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ , أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم قَالَ : تُعْرَضُ الأَعْمَالُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَتَجِيء الصَّلاَةُ، فَتَقُولُ : يَا رَبِّ، أَنَا الصَّلاَةُ، فَيَقُولُ اللَّهُ , عَزَّ وَجَلَّ : إِنَّكِ عَلَى خَيْرٍ، ثُمَّ تَجِيء الصَّدَقَةُ، فَتَقُولُ : أَيْ رَبِّ أَنَا الصَّدَقَةُ، فَيَقُولُ : إِنَّكَ عَلَى خَيْرٍ، وَيَجِئُ الصِّيَامُ، وَتَجِيء الأَعْمَالُ كَذَلِكَ، حتی يجيئ الِاسلام فَيَقُولُ : أَيْ رَبِّ، أَنْتَ السَّلاَمُ وَأَنَا الإِِسْلاَمُ، فَيَقُولُ اللَّهُ , عَزَّ وَجَلَّ : إِنَّكَ عَلَى خَيْرٍ، بِكَ آخُذُ الْيَوْمَ وَبِكَ أُعْطِي ثُمَّ تَلاَ الْحَسَنُ : {إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللهِ الإِِسْلاَمُ}، {وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإِِسْلاَمِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ}.
ژباړه: ابوهريره رضی الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به – د الله تعالی په وړاندې – اعمال راوړاندې شي، لمونځ به راشي او وبه وايي: اې ربه! زه لمونځ يم، الله تعالی به ورته وفرمايي: ته په خير يې بيا به صدقه راشی، وبه وايي: اې ربه ! زه صدقه يم، الله تعالی به ورته ووايي: ته په خير يې، بيا به روژه راشي، او همدا ډول اعمال به راځي . تر دې چې اسلام راشي او وبه وايي: ای ربه! ته سلام يې او زه اسلام يم الله تعالی به ورته ووايي: ته په خېر يې، پر تا به نيول کوم او پر تا به ورکول کوم. بيا حسن رضی الله عنه دا آيت ولوست:
إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللهِ الإِِسْلاَمُ
وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإِِسْلاَمِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ


سرچینه: قافله، میاشتنی تربیتی او علمی مجله

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب