د اکسل Excel پروګرام د څه لپاره کارول کېږي؟

د Excel پروګرام د څه لپاره؟

اکسیل داعدادو لپاره یو تجزیه وي او محاسبوي پروګرام  دی ، چي ترډېره نن ورځ په سوداګریزو دفترونو کي ورڅخه کال اخیستل کېږي ، دایکسیل آسانتوب هر چاته ددې اختیار ورپه برخه کوي چي ددې پروګرام په کارولو سره خپل په چارو کي ورڅخه بشپړه ګټه واخلي.

د اکسیل پروګرام ځانګړي خصوصیات په دوو برخو ویشل شوي:

۱:- داکسیل څخه دیوه محاسبوي پروګرام په څېر کاراخیستنه:

په دې برخه کي ، دبېلابیلو کمانډونو او توابعو (Functions) په کاروني سره ، کولای شئ چي یو لړ ارامو باندي دریاضي څلور عملیې (جمع ، منفي، ضرب او تقسیم )  اجراء کړئ ، په دې سربېره تاسو کولای شئ ، نوري  پېچلي ریاضيکي او مثلثاتي سوالونه پکي حل کړئ.

نوموړې برخه ډېره ساده او آسانه ده ، چي هر څوک کولای شي دلږ زده کړو وروسته ورڅخه کار واخلي ، تاسو به لږوړاندي په دې هکله بېلابیل مثالونه ووینئ.

۲:- داکسیل پروګرام څخه دیوه توکبنسټ (Database)  په څېر کاراخیستنه:

اکسیل کي دتوکبنسټ جوړول یو څه مشکل کار ښکاري ، هغه په دې چي دتوکبنسټ د جوړولو لپاره بعضي چاري باید دپروګرام لیکلو په صفحه کي ترسره سي ، چي اکسیل هم ځان ته د ویژول بیسک دپروګرام لیکلو یوه برخه لري ، چي باید ټول د کوډونو په وسیله مشخصات او شرطونه ورته کېښودل سي.

کومي چاري چي دیوه توکبنسټ په وسیله جوړ شوي وي ، کارونه یې ډېره آسانه او همدا ډول ټول مواد یې په ښکلي بڼه منظم سوي وي.

ددې لپاره چي ډېر غټ او پېچلی توکبنسټ جوړ کړئ ، باید ددې لاندي پروګرامونو څخه کار واخلئ ، ځکه په اکسیل کي ډېر پېچلي توکبنسټونه (Databases) نه جوړېږي.

د پروګرامونو بېلګه :

1:- MS Access

2:- SQL

3:- MySQL

4:- DB2

5:- Oracle

او داسي نور …

یوسفزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب