حضرت خديجه (رض) ژوندلیک

حضرت خديجه رضي الله تعالی عنها

هغه ښځه چي دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په خدمت کښې فناشوې وه،هغه ښځه چي نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم به کله د ا   يا دو له نوبه یې سترګي داُوښکو ډکي شوي، هغه ښځه چي درسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم دزامنواولوڼوموروه،د ډېرمالداري سره سره قناعت پسنده اوساده مزاجه  ښځه،هغه چي ددنيااو آخرت ډېرلوي فضيلتونه یې ترلاسه کړي وه،دآخرت په افضل ترينوښځوکښي داشمارکړل شوې ده۔ددې مبارکې عزت، لویې اوايثار بيانول دهيچاپه وس کښي نشته۔دبي بي خديجې  رضي الله تعالی عنها سيرت دسرداردوعالم صلی الله تعالی عليه وسلم په هغه بيان سره شروع کووچي دهغه صلی الله تعالی عليه وسلم دزړۀ داخلاصه د بي بي خدیجې رضي الله تعالی عنها په هکله کړې وي۔ (ماابدلني الله عزوجل خيرامنها)ترجمه:“الله رب العزت ماته ددي(رضي الله تعالی عنها)څخه ښه مېرمنې ندي راکړې۔ ځکه چي خلګوزماانکارکاوي نوخدیجې رضي الله تعالی عنها پرماباندي ايمان راوړي، اوکله چي خلګوزماتکذيب کاوي نودې رضي الله تعالی عنها زما تصديق وکړي۔ اوهغه وخت یې زماسره په خپل مال باندي زما خيرخواهي وکړه۔ کله چي خلګوزه محروم کړی وم۔ الله تعالی ماته ددې رضي الله تعالی عنها څخه اولاد راکړي حالانکه زه دنوروښځوداولادونوڅخه محرومه وم”(بخاري جلداول)

زوکړه:۔

ام المؤمنين سيده خديجه الکبری رضي الله تعالی عنها بنت خويلدبن اسدبن عبدالعزي بن قصي بن کلاب بن مره بن کعب بن لویی بن غالب بن فهربن مالک بن النصربن کنانه په مکه مکرمه کښي په ۶۸کال کښي قبل ازهجرت دعام الفيل څخه پنځلس کاله مخکښي مطابق دعيسوي کال ۵۵۶ء کښي پيداشوې ده۔

نکاح:۔

بي بي خديجه رضي الله تعالی عنها دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په نکاح کښي ترراتللووړاندي دعقيق بن عابدسره وشوه۔ددې مبارکي دهغه خاوندڅخه يوه لورپيداشوه چي نوم یې “هنده”وه۔دعقيق دوفات څخه ورسته ددې مبارکې نکاح دابوهاله مالک بن نباش سره وشوه۔اودده څخه یې دوه اولادونه وشوه ۔

مبارک عقد:۔

دنبي کريم صلی الله عليه وآله وسلم ديانت اوشرافت په ټوله مکه کښي عام وو۔ام المؤمنين بي بي خديجه رضي الله عنها د مکې دډېروشتمونوخلګوڅخه وه۔دې خپل مال په بېلابېلووختونوکښي بېلابېلوخلګوته دتجارت لپاره ورکاوی ۔ دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وآله وسلم دښواخلاقواوشرفات اوديانت څخه بي بي خديجه رضي الله تعالی عنهاهم متأثره شوې وه۔ دې په آخري سفرکښي دتجارت دخپل غلام ميسره سره نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم واستوی۔ميسره دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم خرق عادات اونورو معاملاتو مشاهده کوله۔ترداسي پوري چي دشام دسفرپه دوران کښي نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم تريودرختې لاندي پاتي سونويوه راهب (دعيسایې دينی لارښود)دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ته دنبي کېدوزېری ورکړ۔ اوچي کله نبي کريمصلی الله تعالی عليه وسلم مکې ته داخل شودسفرنه وروسته نووريځي پرده صلی الله تعالی عليه وسلم باندي سايه کړې وه۔ بي بي خديجې رضي الله تعالی عنها چي کله نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په داسي حال کښي وليدی نووخواته نوري ولاړوښځوته یې هم  ورښکاره کړی ۔ ټولوښځوپه تعجب اوتحيرسره دغه قيصه وليده۔

ام المؤمنين حضرت خدیجې رضي الله تعالی عنها دغه ټولي واقعې وخپل اکازوي ورقه بن نوفل (کوم چي دتورات اوانجيل ډېرلوی عالم وو)ته وکړې، نوهغه وويل چي اې خديجې(رضي الله تعالی عنها)که چيري دغه پیښې رښتياوي نوبيامحمد(صلی الله تعالی عليه وسلم)يقيناًددې اُمت نبي دی۔اوزه ددې اُمت دنبي انتظارکوم۔ دده زمانه ډېره نژدې ده ۔ ددې حالاتوڅخه بي بي خديجه رضي الله تعالی عنها ډېره متأثره شوه اونبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ته یې دنکاح پيغام ورواستوی ،او نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم هغه دخپل اکاابوطالب په مشوره سره قبول کړ۔

your ads

دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم نکاح دده اکاابوطالب وويله اودبي بي خدیجې رضي الله تعالی عنها لخواددي داکازوي ورقه بن نوفل ددي ولي وو۔ دنکاح په وخت کښي دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم عمرمبارک ۲۵کاله اودبي بي خديجې رضي الله تعالی عنهاعمر۴۰کاله وو

د بي بي خدیجې رضي الله تعالی عنها ايثار او سخاوت:۔

ام المؤمنين حضرت خديجه رضي الله تعالی عنهاډېره شتمنه وه۔اودمکې دډېرو مالداروخلګوپه شميرکښي وه۔ دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په نکاح کي ترراتلو وروسته دې مبارکې دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په خدمت کښي يوه دقيقه هم غفلت ندی کړی۔ بلکه خپل ځان به یې دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په قدمونوکښي خاورې کاوی۔دټوله عمرګټلې یې پرنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم باندي قربان کړل۔ چي په قرآن مجيدکښي په ډېرښائسته اندازسره یادونه شوې ده۔ (ووجدک عائلافاغنی)ترجمه : ۔ ته الله پاک بي ماله (مسکين)پيداکړی وې اوبيایې غني(مالداره)کړې۔ امام قرطبي رحمه الله فرمایي چي (فاغناک بخديجه رضي الله تعالی عنها)(تفسيرقرطبي)۔ يو وارخپله نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم وفرمايل:۔(فاعطتني مالهافانفقته في سبيل الله)(طبقات ابن سعد)ترجمه : ۔هغي ماته خپل مال راکړي کوم چي مادالله په لاره کښي خرڅ کړی۔

حضرت زيدبن حارثه رضي الله تعالی عنه يوغله ترورکړيی وو اورایې وړی په مکه مکرمه کښي یې خرڅ کړ، نوحکيم بن حزام هغه په څلورسوه درهمه باندي واخیستی اودخپلي عمې حضرت خدیجې رضي الله تعالی عنهاپه خدمت کښي یې وړاندي کړی ۔ حضرت خديجه رضي الله تعالی عنهابياهغه دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په خدمت کښي وړاندي کړ، له هم دي امله زيدبن حارثه ته دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم دغلامي شرافت ورپه برخه شوي دی۔ سيده خديجه رضي الله تعالی عنها زيدرضي الله تعالی عنهاآزادکړی اوداسلام په کاروکښي یې ولګوی ۔

يوکال خلک د کاختي سره مخامخ شوه۔ اوپه هم دغه کال حضرت حليمه سعديه رضي الله تعالی عنهاچي دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم رضعي مورهم ده دملاقات لپاره مکې ته راغله اوچي کله بيرته ستنېدله نوحضرت خدیجې رضي الله تعالی عنهادهغې ډېراکرام وکړ، اودهغوئ سره يواوښ وو چي اوبه پر بارشوې وې اوڅلوېښت بوزې وې داټوله دبي بي خدیجې رضي الله تعالی عنهاسخاوت وو ۔

فضيلت اوکمال  : ۔

ام المؤمنين حضرت خديجه رضي الله تعالی عنهاډېره کريم النفس،دغوره اخلاقواوعاداتوڅېښتنه وه، او ۔دابي بي دجهالت  په  دور کښي هم دبتانودعبادت څخه نفرت کوونکې وه اوددې څخه ډېره لري وه۔ يوځل حضرت محمد صلی الله تعالی عليه وسلم وفرمايل اې خدیجې(رضي الله تعالی عنها)دالله په نامه قسم دی چي زه به هيڅکله دلات اوعزی عبادت نه کوم۔ام المؤمنين هم جواباًعرض وکړي لات اوعزي پرېږده، يعني ته دچاخبره کوې، ددوئ خوبيخي یادونه مکوه۔ دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په عقدکښي ترراتللووروسته هغې خپل ټول مال دولت (چي دمکې خلګوبه دهغي د تجارت پرمال باندي ګزاره کوله ) اوخپل ژوندیې دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم دخدمت لپاره وقف کړ اوددي صبراوخدمت اجرنقددالله له طرف څخه دسلام دپيغام دراتلوپه شکل کښي ورپه برخه شو،۔حضرت انس رضي الله تعالی عنه فرمایې چي جبرایېل عليه الصلوه والسلام دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په خدمت کښي حاضرشواویې ويل چي الله تعالی وحضرت خدیجې رضي الله تعالی عنهاته سلام وایې۔ سيدې  چي داخبره واوريده نو یې وويل چي الله خوخپله سلام دي اوپرجبرایېل عليه السلام باندي دې سلام وي اوپرنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم باندي دي هم دالله رحمت اوسلام وي۔

د بي بي خدیجې وفات (عام الحزن):۔

بنوهاشم اوحضرت محمدصلی الله عليه وسلم چي کله ۳ کاله په ډېره تکليف ده محاصري شعب ابي طالب څخه دباندي راووتل نو دبي بي خدیجې رضي الله تعالی عنهاحالت ورځ په ورځ خرابيدي۔ بالآخرمرګ دامبارکه بي بي واخيستله اوڅوورځې وروسته دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم همدرداکاابوطالب هم داعي اجل ته لبيک ووایې۔ددغه دوهستيوترتللو څخه وروسته په مکه مکرمه کښي دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم هيڅ غمګسارپاته نشو۔اودقريشوډېرزيات بې رحمي،سنګدلي اودبې باکوخلګودتکليفونو ورکولو يونوی باب خلاص شو۔له هم دې امله نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم وهغه کال ته عام الحزن نوم ورکړی

ابوبشری همدرد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب