رسول الله ﷺ په مدینه کې

د جمعې له لمانځه وروسته رسول الله ﷺ مدينې ته تشريف يو ووړ، او له همدې ورځې نه د يثرب نوم مدينه الرسول شو، او اوس د اختصار په توګه مدينه ورته ويل كيږي.

دا يوه تاريخي او بې سارې ورځ وه، د مدينې ټولې لارې او كوڅې د تكبير، تحميد او تقديس نارو په سر اخيستې وې. او د انصارو لوڼو له ډېرې خوشالۍ نه دا ابيات ويل:

طَلَعَ البَدْرُ عَلَيْنَا مِنَ ثَنِيَّاتِ الوَدَاع
وَجَبَ الشُّكْرُ عَلَيْنَا مَا دَعَى لِلَّهِ دَاع
أَيُّهَا المَبْعُوثُ فِينَا جِئْتَ بِالأَمْرِ المُطَاع

ژباړه: د جنوبي لوري له غرو (ثَنِيَّاتِ الوَدَاع) نه په مونږ باندي د څوارلسمې سپوږمۍ راوختله. په مونږ تر هغې د الله ﷻ شكر واجب دى، تر څو بلونكى د الله ﷻ لورته بلنه كوي. اې مونږته راليږلې شويه! دا ستا د حكم اطاعت فرض دى.

انصار (رضي الله عنهم) كه څه هم د زياتې سرمايې خاوندان نه وو، خو هر يوه يې دا هيله او آرزو درلوده چي رسول الله ﷺ يې ميلمه شي، او د ده په كوركې واړوي، نو په هر يوه كور به چي تېريده د كور مالك به يې د اوښې واګې نيولې او ورته ويل به يې: تشريف راوړئ دلته زيات تعداد ډېر ساز او سامان، وسله او حفاظت ستاسي په خدمت كي دي.

رسول الله ﷺ به ورته فرمايل: ‏« خَلُّوا سَبِيلَهَا فَإِنَّهَا مَأْمُورَةٌ‏» اوښه پريږدئ دا ماموره شوې ده!

اوښه روانه وه تر څو د مسجد نبوي ځاى ته ورسېده او هلته چو شوه، خو رسول الله ﷺ ورنه كوز نه شو، اوښه پاڅېده لږ وړاندي لاړه، بيايې يوې خوا بلې خواته وكتل بيرته راوګرځېده او پخپل لومړني ځاى چو شوه. رسول الله ﷺ ورنه كوز شو.

دا د رسول الله ﷺ د ماما خيلو بني النجار ځاى وو، او دا د الله له لوري اوښې ته توفيق وو ځكه ده غوښتل چي د خپلو ماما خيلو د عزت او احترام پخاطر له دوئ سره واړوي، په دې وخت كې خلكو رسول الله ﷺ ته له دوی سره د تلو پيشنهادونه كول، خو ابو ايوب الانصاري – رضي الله عنه – وار ړومبى كړ او د رسول الله ﷺ بار او كجاوه يې خپل كورته يووړه، نو رسول الله ﷺ وفرمايل: « الْمَرْءُ مَعَ رَحْلِهِ‏»‏‏ مسافر له خپل بار او كجاوې سره وي.

او اسعد بن زراره راغى او د اوښې پړى يې ونيوه او له ځان سره يې بوتلله او له همده سره وه.

امام بخاري له انس نه روايت كوي وايي: رسول الله ﷺ وفرمايل: ‏« أَيُّ بُيُوتِ أَهْلِنَا أَقْرَبُ؟»‏ ‏يعنې زمونږ د خلكو نه د كوم يوه سړي كور ډېر نژدې دى؟ ابو ايوب ورته وويل: « أَنَا يَا نَبِيَّ الله هَذِهِ دَارِي وَهَذَا بَابِي» یعنې زما كور ډېر نژدې دى يا رسول الله ! دا مې كور او دا يې دروازه ده.

نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: « فَانْطَلِقْ فَهَيِّئْ لَنَا مَقِيلًا» درځه، او زمونږ لپاره د قيلولې (د غرمې په وخت د خوب) ځاى برابر كړه. هغه عرض وكړ: «قُومَا عَلَى بَرَكَةِ الله» تاسې دواړه مهرباني وكړئ د الله په بركت سره.

څو ورځې وروسته د رسول ﷺ بي بي ام الموْمنين سوده او دواړه لوڼې يې فاطمه او ام كلثوم، او اسامه بن زيد او ام ايمن له عبدالله بن ابوبكر چي عائشه او د ابوبكر نوره كورنۍ يې را ايستلى وه را ورسېدل (رضي الله عنهم اجمعين) خو حضرت زينب – رضي الله عنها- هملته په مكه كې له ابو العاص سره پاتې شوه ځكه هغه اجازه نه وركوله، تر څو له بدر وروسته را مهاجره شوه.

عائشه – رضي الله عنها- وايي: كله چي رسول الله ﷺ مدينې ته ورسېد، هلته ابوبكر او بلال – رضي الله عنهما – سختې تبې ونيول، زه ورغلم او ورته ومې ويل: پلار جانه څنګه يې؟ او بلاله ته څنګه يې؟ دا وايي چي ابوبكر – رضي الله عنه- به د تبې په وخت كې دا شعر وايه:

كُلُّ امْرِئٍ مُصَبَّحٌ فِي أَهْلِهِ … وَالمَوْتُ أَدْنَى مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ

ژباړه: هر چا ته په خپل كور كې سهار په خير (صبح بخير) ويل كيږي، په داسې حال كې چي مرګى يې د څپلۍ له تسمې نه هم ورلنډ دى.

او وايي كله به چي د بلال – رضي الله عنه – حالت لږ غوندې ښه شو نو په خپل ښكلي آواز سره به يې داسې ويل:

أَلا لَيْتَ شِعْرِي هَلْ أَبِيتَنَّ لَيْلَةً بِوَادٍ وَحَوْلِي إِذْخِرٌ وَجَلِيلُ

وَهَلْ أَرِدَنْ يَوْمًا مِيَاهَ مَجَنَّةٍ وَهَلْ يَبْدُوَنْ لِي شَامَةٌ وَطَفِيلُ

ژباړه: كاشكي خبر واى چي كومه شپه په وادي (مكه) كې تېرولى شم او شا او خوا مې اذخر او جليل بوټي واى او آيا كومه ورځ به مې د مجنى په چينه ګذر شي، او آيا د شامې او طفيل غرونه به بيا ووينم.

عائشه – رضي الله عنها – وايي: زه بيا رسول الله ﷺ ته ورغلم او له دې حال نه مې خبر كړ.  نو رسول ﷺ داسې وفرمايل:

« اللَّهُمَّ العَنْ شَيْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ ، وَعُتْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ ، وَأُمَيَّةَ بْنَ خَلَفٍ كَمَا أَخْرَجُونَا مِنْ أَرْضِنَا إِلَى أَرْضِ الوَبَاءِ»

ژباړه: یا الله ! په شيبه بن ربيعه او عتبه بن ربيعه، او اميه بن خلف لعنت وکړې، هغوى مونږ له خپل وطن نه د رنځونو ځمکې ته راوشړلو.‏

بيا رسول الله ﷺ ‏ وفرمايل:‏

«اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا المَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ ، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي صَاعِنَا وَفِي مُدِّنَا ، وَصَحِّحْهَا لَنَا ، وَانْقُلْ حُمَّاهَا فاجعلها بالجُحْفَة‏»

ژباړه: ‏يا الله ! ته زمونږ په زړونو كي د مكې د محبت په شان او يا له هغې نه هم زيات د مدينې محبت واچوې، اې خدايه! ته د مدينې فضا او هوا صحيح او صحت وركوونكې وګرزوې، او ددې ځاى د غله جاتو په پيمانو كي بركت واچوې، او ددې ځاى تبه له دې ځايه اوچته كړې او په جحفه كې يې و ګرځوې.

الله ﷻ د رسول الله ﷺ دعاء قبوله كړه د مدينې حالات يې بدل كړل. دلته د دعوت مكي دور پاى ته ورسېد، او د رسول الله ﷺ د ژوند د لومړۍ برخې حالات او واقعات مو هم همدلته تر نظر تېر كړل.

 د «الرحيق المختوم» کتاب څخه ژباړه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب