حسن أحمد عبد الرحمن محمد البنا

حسن أحمد عبد الرحمن محمد البنا پيژندنه

Hassan al-Banna.jpg
شخصي معلومات
زیږیدنه October 14, 1906

محمودیة، بحیره، مصر
مړینه (February 12, 1949 (aged 42

قاهرة . مصر
دین اسلام
مذهب شافعیة
سیاسي ګوند اخوان المسلمین
هویت مصري
القاب الرجل القرآني
میرمن لطيفة حسين الصولي
پلار أحمد عبد الرحمن البنا الساعاتي
مشهور شاګردان داکتر یوسف القرضاوي
د خبرو او لیکنو ژبه عربي
متاثر له أحمد الساعاتي · عبد الوهّاب الحصافي ·بن عبد الوهّاب · رشيد رضا · جمال الدين الأفغاني · محمد عبدة
سبب د مرګ وژل کیدل
مسلک د عربي ژبې ښوونکی

امام حسن البناء رحمه الله سره سفر

ما ته د عام مرشد شهید امام حسن البناء سره مختلفو کلیو او ښارونو ته د ورتللو مواقع راپه برخه شوي، لوړو سیمو ته د امام هغه سفرونه تر اوسه د خلکو په یاد دي، ما هم د امام مرحوم سره د اوږدو سفرونو ملګرتیا کړې ده، او دې ته ورته سفرونه مي د امام مرحوم سره د اطرافي او ساحلي سیمو په لور هم ترسره کړي دي، په دغو سفرونو کي مي د ډېرو ایمان ځلوونکو واقعاتو او مشاهداتو تجربه ترلاسه کړې ده.

د مختلفو شخصیتونو او کورنیو سره مو وپېژندل، د دغو مخلصو او مېړنیو خلکو پر نهضت(أخوان المسلمین) باندي دا حق دئ چي باید تل یاد وساتل شي، دوی خپل ځانونه، ارمانونه او مالونه په دې لار کي قربان کړل. نهضت دوی ته شعور او جذبه ورکړه او د دوی ویده ایمانونه ئې را ويښ کړل. د اسلامي نهضت پر تاریخ باندي قلم اوچت کوونکی مؤرخ به کله هم دوی هېر نکړي، د ډېرو ورکو شویو ملګرو په زحمت لا هم د دې تحریک نوم ژوندی او ځلاند دئ. دوی چي د کوم ذات لپاره قربانۍ ورکړي دي هغه علیم خبیر دئ او د دوی اجر ساتل شوی او محفوظ دئ. پر کومه زمکه چي دوی د وفا عهد وکړ هغه زمکه به هم د دوی په حق کي د خیر شاهدي ورکوي.hasan albanna 1

د ۲۰-مي پېړۍ په ۳-درېیمه لسیزه(۱۹۲۸م) کي د أخوان المسلمون بنیاد کېښودل شو، په څلورمه لسیزه کي ئې د غټي درختي شکل غوره کړی او د امام حسن البناء شهید شخصیت پر مصري ټولنه خپور شوی وو، د نورو سیاسي ګوندونو د مشرانو د دورو او سفرونو رنګ به له دې نه بالکل جلا وو، د هغوی په وړاندي زینت او نمائش اصل کار وو. د دوی په غونډو کي به پوسټران او بېنران لګېدل، آرائشي محرابونه به جوړېدل، د غونډي ځای به ښائیسته کېدو، د واړو ګروپانو قطارونه به ځوړند کېدل، سرې غالۍ به هوارېدلې، نعرې او شعارونه به ورکول کېدل، بلنلیکونه به وېشل او تصویرونه به ویستل کېدل. د دې برعکس به د امام شهید په راتلو هر شی همهغسي ساده او له خلوص نه ډک ښکارېدو، نه تکلّف، نه تصنّع، د ښه راغلاست لپاره به راتلونکي خلک په مینه کي غرق ول، اورېدونکي او مخاطبین به مکمل متوجه ول، خبري به له زړه راوتلې او زړونو ته به کښته کېدلې، خلک به پر زمکو ناست ول خو افکار به ئې د آسمان کنګرو ته ورسېدلي وو، امام حسن البناء پر هره سطح او له هر ډول بې ځایه لګښتونو او مصارفو سخت مخالف وو، د اسلامي تحریک همدا رنګ به دی په هر میدان کي له نورو نه ممتاز کاوه.

• د صحرا یوه یادګاري شپه:

امام شهید چي به کله زموږ د سیمي د لیدلو اراده وکړه نو ما ته به ئې خط را استوی، ما به د پرورګرام مطابق کله په “جیزه” او کله په “بني سویف” کي د هغه هرکلی کاوه او بیا به هر کلي ته د امام د سفر ملګری وم.

د همدې سفرونو په وخت موږ یو ځل د “حجازه” کلي ته ولاړو، همهلته مو شپه تېره کړه، د دې کلي خلکو چي مو څومره په مینه هرکلی ووایه هغه به مي هېر نشي، د دوی زړونه د میني او محبت نه ډک او څېرو ئې بیا د خلوص او وفا ښکارندویي کوله، نه کومه ریا او نه تصنّع/نمائشي حرکات. سپوږمۍ ځلېدله او خلکو په صحرا کي پر رېګو باندي فرشونه غوړولي وو او موږ ته منتظر ول. ټولنه مطمئنه او فضاء خاموشه وه، د شپې سکون را پورته شوی وو او شپه په خنکۍ کي غرقه وه. بشپړ کلی صحرا ته راوتلی وو. څنکه چي مېلمانه د تکلّف او نمائش نه پاک ول همهغسي کوربه وو هم د زړه له کومي د میني او الفت ګلونه شیندل.

په دې ایمان ځلوونکي ټولنه او د شپې په سکون کي د امام شهید وینا هم د ماحول مطابق وه، د امام له خولې راوتونکی هر توری د خلکو زړونو ته ننوتلو. د کلي وال اسلوب په مناسبت ده په ډېر ساده او عام فهمه انداز کي دعوت وکړ. خلکو بار بار په ګرمو شعارونو او تودو اوښکو د خپل زړه د جذباتو اظهار وکړ. چي کله وینا ختمه شوه نو هر فرد به د امام پر خواوشا د بورا په شان را ګرځېدو، دوی په دې شپه ډېر څه موندلي وو. د خلکو تر رخصتولو وروسته موږ هغه ساده اطاق ته راغلو چي هلته مو د شپې تېرولو اراده کړې وو، د خاورو او خټو دا اطاق مو ډېر خوښ شو. دا اطاق د خلوص ښکلي بوی او بې ریا میني معطر کړی وو، دلته نه ښکلي مېزونه او کرسۍ پرتې وې او نه قالۍ او قندیلونه موجود ول، خو بیا هم تر ننه د دې اطاق انځور زما په سترګو کي موجود دئ. ملګرو د شپې د ډوډۍ لپاره دسترخوان وغوړوی، لوښي ډېر پاک، ځلېدونکي او ښکلي وه، د کلیوالو خلکو دغه عام خواړه ډېر خوندور ول. هغه شپه مي کله هم نه هیریږي. قرآنِ مجید د حضوؐر او د ده د لارویانو منصب داسي ښیي:

قُلْ هٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا إِلَى اللَّهِ ۚ عَلٰى بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ اتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحٰنَ اللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
ژباړه: ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کښي خپله لاره وينم او زما ملګري هم؛ او الله پاك دى. او له مشركانو سره زما څه اړیکه نشته. (سُوۡرَةُ یُوسُف: ۱۰۸)

• د اسکندریې سفر:

امام شهید یوه ورځ زه د ځان سره اسکندریې ته د سفر لپاره دعوت کړم. ما دا خپل نېکبختي وبلله او د حسن البناء په ملګرتیا کي د یوه بل سفر موقع راپه برخه شوه.
د اورګاډۍ له سټېشن نه موږ په یوه موټر کي سپاره شوو، چي کله خپل پر ځایونو کښېنستلو نو تر مختصرو خبرو وروسته عام مرشد(شهید امام حسن البناء) د یوه وړوکي سفري بکس نه د قرآن مجید یوه وړه نسخه را وایستله او په تلاوت مصروف شو. د امام حسن البناء دا تقریباً مستقل معمول وو چي په سفر کي به ئې قرآن د ځان سره ساته، او په سفر و حضر کي به ئې روزانه د قرآن په تلاوت باندي ډېر وخت تېراوه. د اخوان ډېرو ملګرو هم د امام دا تګلاره خپله کړې ده، او زه هم پرلپسې عمل پرې کوم.

د خدیو اسماعیل د اورګاډي پر سټېشن موږ له ګاډۍ کښته شولو او د عوامو د معیار مطابق مو په یوه واړه هوټل کي قیام وکړ. هوټل ته تر ورسېدلو وروسته مو تر هر څه مخکي د ماپښین لمونځ ادا کړ، تر لمانځه وروسته قدرمن مرشد د خوراک خواهش څرکند کړ، په دې هوټل کي یوازي د قیام انتظام وو د خوړو اهتمام پکي نه وو. نو ما عرض وکړ: تاسي په خوراک کي څه شی خوښوئ؟! ده په ځواب کي وویل: “بس ډوډۍ، پنیر او انګور راوړئ!”. د شیانو تر چمتو کولو وروسته مو ډوډۍ وخوړله او تر خوراک وروسته مو د مختصر وخت لپاره قیلوله(غرمنی سنت خوب) وکړه او د مازدیګر د اذان پر وخت را پورته شوو. د مازدیګر تر لمونځ اداء کولو وروسته د ټرانسپورټ په بس کي سپاره شوو او “قباري” ته ورسېدلو، دلته د پروګرام مطابق امام حسن البناء شهید د مازدیګر تر لمانځه وروسته د قرآن درس ورکاوه. موږ پر مناسب وخت ټاکل شوي ځای ته ورسېدلو، د مسجد ملا امام عام مرشد ته د وینا کولو دعوت ورکړ، امام حسن البناء ډېره ایماني وینا واوروله او تر دې وروسته مو د سیمه اییزو خلکو نه اجازه واخیستله او روان شولو.

د دې سفر پر وخت یوه قصه پېښه شوه چي ظاهراً خو کوچنۍ غوندي ده خو د خپل اهمیت له مخي د دې وړ ده چي یادونه ئې وشي، په ټرمینل(د بسونو انتظار ځای) کي خلک موټرونو ته ورپورته کېدل او بیا به د ټکټونو جمع کوونکی راتلو او کرایه به ئې ټولوله او د اسټېشن ټیکټ به ئې جاري کاوه، البته د دې سفر په وخت کي نه ټکټ ټولونکی زموږ خواته راغی او نه هم زموږ ټکټ وشو.

تر کښته کېدلو مخکي امام شهید زما نه وپوښتل: “تا ټکټونه ترلاسه کړي دي؟” ما وویل: “نه ټکټ جمع کوونکی زموږ خوا ته ندی راغلی!” ده وویل: “که هغه نه دئ راغلی نو دا زموږ وظیفه ده چي موږ ئې راوغواړو او ټکټونه ترلاسه کړو!!” ما وویل: “ممکن هغه تاسي پېژندلي یاست او قصداً کرایه ونه غواړي”. ده تر کښته کېدلو مخکي راته وویل: “وروره! دئ څه حق لري؟ دا ټرانسپورټ خو د ده شخصي مِلکیت نه دئ، دا خو د هغه شرکت مال دئ چي چلوي ئې، که کوم سړی غواړي چا ته ګټه ور ورسوي یا ئې مرسته وکړي نو باید له خپله جېبه مصرف وکړي، نه دا چي د نورو خلکو په مال کي په تصرف کولو سره داسي کوم کار ترسره کړي”.

ما ټکټ ټولونکي ته ور ږغ کړه، چي کله راغی نو ټکټ مي ترې وغوښتو، ده وویل: “محترمه! ما تاسي ولیدلاست؛ تاسي ټکټ مه کوئ، دا بهرنی ټرانسپورټي شرکت دئ.” امام هم دا خبري اورېدلې، وئې خندل او وئې فرمایل: “داخلي دئ او که بهرنی، هیڅوک ئې نباید له حق نه محروم کړل شي، الله تعالی دي تا ته هدایت او اجر درکړي، د دوو ټکټونو پیسې واخله او ټکټونه راکړه.” ما هغه ته کرایه ورکړه او ده ټکټونه.
امام شهید به تل د کرايې تر اداء کولو وروسته د ټکټ غوښتنه کوله.

د دې عظیم انسان په روزنه کي زما څو کلونه تېر شول، همدې روزني زه د انسانیت سره آشنا کړم، د دې عظیم مربي سالم زړه د رُشد و هدایت سرچشمه وو. ده په خپل عمل سره دا خبره را زده کړه چي د انسانانو تر منځ عدل و انصاف قائمول د اسلام اساسي غوښتنه ده.
د یو انسان چي دین او ملّیت هر څه وي خو د یوه انسان په حیث دا د ده حق دئ چي عدل ورسره وشي. د قرآن حکیم د دې آیت ژوندی مثال د امام حسن البناء په ژوند کي کتلی شو:

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا قَوّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلٰىٓ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ. د کومي ډلي دښمني دي تاسي دومره را و نه پاروي چي له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له پرهېږګارۍ سره نږدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دئ. (سُوۡرَةُ المَائدة : ۸)

• د یوه په زړه پوري سفر قصه:

موږ ته یو ځل قدرمن ورور العیلي مرحوم د وینا بلنه راکړه، ده په خپله دعوت پاڼه کي لیکلي وو: “د ماښام او ماخوستن د لمونځونو تر منځ به په یوه مسجد کي د عوامو په حضور کي د اسلام دعوت وړاندي کړئ او بیا به د شپې ډوډۍ او قیام هملته وکړئ”.
دا غونډه د “منیا” ښار په یوه کلي کي ترتیب شوې وه، امام شهید بلني ته لبیک ووایه او زما سره په سفر روان شو.

زموږ کوربه د اورګاډي پر سټېشن زموږ تر هرکلي کولو وروسته موږ سیده مسجد ته بوتلو، د ماښام تر لمانځه وروسته امام حسن البناء په ډېر عجز و فصاحت سره ډېره منظمه وینا وکړه، چي عنوان ئې وو: “د الله تعالی اطاعت او له حرامو ځان ساتنه.”
په همدې تقریر کي امام شهید د اسلامي دعوت د احیاء او د هغه سره د زړه لګولو ضرورت او ارزښت بیان کړ. ده د خلکو په اذهانو کي دا خبره کښېنوله چي د بریا لار یوه ده، په دنیا کي هم او په آخرت کي هم او هغه د حق دکلمې د سرلوړۍ ریښتینې لار ده.

چي څنګه وینا پای ته ورسېدله نو خلک د امام شهید سره د ملاقات لپاره را ولاړ شول، هر سړی د دې عظیم مېلمه لپاره د احترام نښه وګرځېدو او د ده سره د روغبړ کولو او سینې سره لګولو لپاره د خپل نوبت په انتظار ودرېدو. د خلکو جذبات، احترامات او مینه به د دوی له څېرو نه له ورایه ښکاره وو، خلکو د امام لاسونه او تندی ښکلاوه او د تحریک د بریا لپاره ئې دعاوي کولې. دلته د ماخوستن تر لمانځه وروسته د شپې تېرولو لپاره موږ د خپل کوربه سره “مېلمستون” ته ولاړو.

په کوم “مېلمستون” کي چي زموږ قیام وو هغه د دې کلي د خلکو تر تصرف لاندي وو، زموږ کوربه راته وویل چي د سیمي مشر به په “مېلمستون” کي زموږ سره وګوري، خو د نوموړي دلته هیڅ پته نه وه. موږ د دې مېلمستون د خوب اطاق ته ورغلو چي دوه کټونه پکي پراته وو. زموږ ملګري زموږ نه اجازه واخیستله چي زه ځم د کلي مشر ته ستاسي د راتلو خبر ورکوم، دی ولاړو او موږ تر نیمي شپې پوري د ده په انتظار کښېنستو، د انتظار دا اوږدې شېبې ډېري غمونکي وې.

امام شهید په ډېر دردونکې لهجه کي د قرآن حکیم تلاوت پیل کړ، دی به د تلاوت په وخت د هغه په تورو او ژباړه کي ډوب شو، بیا ئې د مسلمانانو پر ځورونکي حالت د حسرت و تأسف اشعار ویل. په دغو اشعارو کي د امت له دین نه لري والی او د دین د داعیانو سره د بې رُُخۍ مضمون په ډېر دردناک انداز کي انځور شوی وو.

په لږ وخت کي امام شهید زما د زړه کیفیت درک کړ چي هسي نه ملګری ئې(زه) د نا امیدۍ او غم ښکار نشي او حوصله له لاسه ورنکړي، نو د خپل ږغ جهت ته ئې تغییر ورکړ او د هیلو او امیدونو وَر ئې پرانیستو.

اوس ئې د قرآن هغه آیتونه تلاوت کول چي د فتحي او بریا زېري پکي اورول شوي وو او د حق د پلویانو دبریاوو یادوني پکي ذکر شوي وې. په همدې مناسبت ده داسي اشعار انتخاب کړل چي بزدلانو ته ئې د مېړاني لار ور ښودله او نا هیلو زړونو ته ئې د رڼا څرک ښکاره کاوه.
په همدې وخت کي زموږ ملګری، د کلي د مشر سره تر ملاقات وروسته را ستون شو او په بښني غوښتلو سره ئې وویل: “ما د کلي مشر د سیند پر غاړه په یوه کلب کي ولیدو چي هلته د یوه دولتي افسر سره په ټوکو لګیا وو. ما ده ته ستاسي د را رسېدلو خبر ورکړ، خو هغه د سلام په رالېږلو سره له ملاقاته معذرت وکړ.”

زموږ کوربه خپله هم ډېر پښېمانه او خفه وو خو بېچاره څه کولی شول. موږ ته تر خبر را رسولو سمدستي وروسته خپل کورته ولاړو او زموږ لپاره ئې ډوډۍ راوړه. موږ په ډېر شوق سره ډوډۍ وخوړله او د خپل کوربه ملګري نه مو مننه وکړه، شپه خو تېره شوه مګر تر شا ئې د عبرت او درس یادونه پرېښودل. دا خو بس یوه شپه وه. داسي نوري ډېري شپې په نورو ښارونو او کلیو کي دې ته په ورته حالاتو کي د امام شهید تر څنګ د تېرولو مواقع راپه برخه شوي دي.
الله تعالی د ځینو خلکو حالت په قرآن مجید کي داسي بیان کړی دئ:

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ. اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ. أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰى فَمَا رَبِحَت تِّجٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
ژباړه: كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “موږ ايمان راوړی دئ.” – او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “په اصل كي خو موږ له تاسي سره يو او په دې خلكو ملنډي وهو”. الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي. دا هغه كسان دي چي د هدايت په بدل كي ئې گمراهي اخیستې ده. خو دا تجارت د دوی لپاره ګټور نه دئ او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي. (سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۱۴-۱۶)

• حالات څنګه بدلیږي؟!!

د امام شهید د کوم سفر یادونه چي همدا اوس وشوه هغه د اخوان تر تأسیس د څو کلونو وروسته واقعه وه، تاسي ولیدل چي د دې کلي د نفوذ او قوت خاوندانو د امام سره د لیدني او د هغه د مېلمه پالني نه عذر وکړ، د اخوان قافله د لوړو ژورو تر تېرولو وروسته د خپل منزل په لور همداسي روانه وه.

په ۱۲-مي د فبروري ۱۹۴۹م کال امام شهید کړل شو خو د تحریک کار مسلسل په خپرېدلو وو. د استعماري قوتونو نانځکه شاه فاروق واکمن وو چي له ده نه د ژغورني په موخه د ۱۹۵۲م په جولای میاشت کي د أخوان په بشپړ ملاتړ او مرسته فوځي انقلاب راغلی وو. که د اخوان اثرات او نفوذ د انقلاب تر شا نه وای نو دا انقلاب به کله هم یریالی شوی نه وو، مصریان د شاه فاروق د بدکردارۍ او ظلم و ستم نه په تنګ شوي وو، د دوی سترګي د اخوان المسلمین په لور اوښتي وې، چي کله انقلاب راغلو نو په پیل کي ئې ټول مصري ملت د هوساکۍ ساه وایستله او د اخوان د تعریف او تحسین شور ګډ شو، هغه وخت جناب حسن الهضیبي د اخوان عام مرشد وو، د منیا ښار یوه کلي ته دوهم عام مرشد(حسن الهضیبي) په کومه غونډه کي د ګډون په موخه تشریف یووړ، خو اوس صورتحال او بشپړه فضا بالکل بدله شوې وه. د دې سیمي یو مشهور سیاسي شخصیت چي څو ځله په انتخاباتو کي بریالی شوی وو او د خپل اخوان دښمنۍ په تړاؤ په بشپړه سیمه کي ډېر مشهور شوی هم وو د عام مرشد په خدمت کي حاضر شو. دې سیاسي مشر په ډېر ټینګار، عاجزۍ او خوشامد کولو سره له عام مرشد نه غوښتنه وکړه چي: که زما غرېب خانې ته د څو شېبو لپاره راشئ او ما ته عزت را وبښئ نو…
شیخ الهضیبي خاموش طبیعته سړی وو، هغه وفرمايل: “موږ چي کله کومي سیمي ته ورځو نو زموږ بشپړ پروګرام زموږ سیمه اییز مسئولین مرتب کوي، تاسي د هغوی سره خبره وکړئ!”.

په دې ډول مي ولیدل چي ۲۰-کلونه مخکي چي کومو خلکو د اخوان د مشرانو سره په لیدنو کي خپل سپکاوی احساساوه اوس لاس تړلي د عام مرشد په خدمت کي حاضرۍ ورکوي، چي کله پروګرام ترتیب شو نو عام مرشد د پنځه/لس دقیقو لپاره د دې “سیاسي سړي” محل ته تشریف ور وړ او د یوې پیالې چای تر څیښلو وروسته بیرته راستون شو. په دې وخت کي د سیمي ټول سیاسي مشران، مذهبي لارښوونکي، علماء، مشایخ او سرمایه داران لاس پر نامه د امام هرکلي ته ولاړ ول. د عوامو یو ستر شمېر هم دلته موجود وو، شعارونه ورکول شول، هوائي ډزي وشوې او “سیاسي مشر” ډېر خوشاله شو چي د ده عزت او وقار اضافه شو. په حقیقت کي د را پورته کېدونکي لمر معبودینو ګمان کاوه چي اوس اقتدار د اخوان په لاس کي دئ، دوی تل خپله قبله د قدرت د خاوندانو په لور سموي.

حالاتو بل جهت ونیو او اخوان د تکالیفو د سخت ترین دوران سره لاس و ګرېوان شو، خو د دې واقعې په یادولو سره زه فکر کوم چي څنګه کمزورو او بې آسرې خلکو ته الله تعالی قوت او همت ورپه برخه کوي. الله تعالی په قرآن کي فرمایلي:

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِى الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِينَ. وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِى الْأَرْضِ وَنُرِىَ فِرْعَوْنَ وَهٰمٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ
ژباړه: او موږ دا اراده درلودله چي پر هغو خلكو چي په زمکه کي ذليل ګرځول شوي ول مهرباني وکړو، رهبران ئې وګرځوو او همهغوی وارثان وګرځوو. او په زمکه کي حكومت ورکړو او له هغو څخه به فرعون، هامان او د هغو لښكرو ته همغه څه وروښيو چي له هغو سره ئې وېره وه. .(سُوۡرَةُ القَصَص: ۵-۶)

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب