اخوان المسلمين؛ پرون، نن، سبا

په وروستیو کې چې په مصر کې د پوځیانو په لاس د ولس له خوا ټاکل شوی رئیس جمهورمحمد مرسي باندې کودتا و شوه، په سیمه ایز او نړیواله کچه د اخوان المسلمین ګوند په فعالیتونو او ددې خوځښت د راتلونکي په اړه بېلابېل بحثونه و شول او لا روان دي، دا چې پدې اړه نړیوالې او سیمیزې رسنۍ ولې دلچسپي لري؟ ولې د ټولې نړۍ پام د مصر او په ځانګړي ډول د اخوان المسلمین خوځښت په لور اوښتی؟ ولې د مصري پوځیانو له ښکاره جنایتونو سره سره ترې په سیمه ایزه او نړیواله سطحه حمایت کېږي او لا هڅول کېږي؟ ولې اخوان د نړۍ د سترو قدرتونو له ډلې د یوه خواخوږۍ هم له ځانه سره نلري؟ دا او دېته ورته پوښتنې ته د ځواب لپاره مو ننۍ لیکنه ځانګړې کړېده. که څه هم تر پورتني عنوان لاندې مو په پام کې ده چې د دې نړیوال خوځښت د تأسیس،مشرانو، موخو، فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو، او په اړوندو بېلابېلو موضوعاتو باندې د مستندو، معتبرو او منل شویو اسنادو پر بنسټ په سلسله وار ډول تحلیلي بحثونه ولرو خو دا چې درنو لوستونکیو ته د موضوع په اړوند او ددې خوځښت او د نړیوالو سترو قدرتونو د ټکرونو او مخالفتونو په اړه یو لنډ جامع معلومات په لاس ورغلی وي نو مو دا برخه لومړی کړه.

اخوان یو نړیوال خوځښت دی چې په اړه یې په بېلابېلو نړیوالو ژبو لسګونه کتابونه او زرګونه مقالې او رسالې لیکل شویدي چې د سیدقطب، محمد قطب، یوسف قرضاوي…. په څېر د اسلامي نړۍ مشهورې متفکرې او بیساري څېرې یې د غړیتوب ویاړ لري، اخوان د تأسیس له پیله له استعماري قوتونو او اجنټانو سره په اوږدمهالې مبارزې کې پاتې شویاو پدې لاره کې یې د سترو ستونزو او کړاوونو اوږد مزل کړی دی.

یو واقعیت:

لکه چې مو یاده کړه له تآسیس څخه تر اوسه خوځښت په ډول ډول ستونزو کې را ګیر شویدی،مشران او غړي یې نیول شوي، اعدام شوي، کړول شوي، ځورییدلي، په لوی لاس له هر ډول سیاسي فعالیتونو څنګ ته شوي، له خپل هېواده په زور ویستل شوي، مشران یې ترور شوي، په خپل زیار ګټلي پیسې او شتمنۍ یې کنګل شوي او په ډول ډول نومونو یې د بدنامۍ هڅې شویدي، خو نه تر دې دمه پدې خوځښت کې داسې لوی انشعاب رامنځ ته شوی، نه کمزوری شوی او نه یې هم ترمنځ داخلي سیالۍ ناندرۍ پیل شوي، نه یې په موخو کې انعطاف راغلی، نه یې له کوم دروني یا بېروني قوت سره

سازش کړی او نه یې هم د مسلمانانو او اسلامي عقیدې پر سر له چاسره د معاملې راپورونه ور کړل شویدي، دا هغه واقعیتونه دي چې مخالفین او موافقین ټول پرې اعتراف کوي او د منل شوي واقعیت په توګه یې مني. ښايي په همدې بنسټ وي چې استعماري قوتونه یې د خپلو اهدافو په لاره کې لوی خنډ ګڼي او ددې خنډ ایسته کولو لپاره له هر ډول دسیسو کار اخلي.
لنډه دا چې د تېرو لسیزو په اوږدو کې لویدیځو هېوادونو چې په سر کې امریکا راځي له بېلابېلو لارو واخیست چې په اخوان کړۍ راتنګه کړي، ویې ځپي او داسې ستونزې ورته را مخې ته کړي چې بالاخره یې له سیاسي او ټولنیزې بهیره په څنګ او ملتونو کې یې د یوې منفورې ډلې په توګه په ذهنونو کې کښینوي، خو داسې معلومېږي چې هڅې یې ناکامې معکوسې پایله لرلې ده، یاده ډله تر پخوا لا غښتلې شوې، غړي یې ډېر شوي او له مصر ور هاخوا په ډېرو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې یې رسمي او غیر رسمي تشکیلات غزیدلي دي . یان جانسون د (په مونیخ کې یو جومات)) نومي کتاب لیکوال چې لویدیځ ته د اخوان المسلمین د پراختیاپه اړه څېړنې کړیدي وايي:(( حتي سیاسیون او په ټوله کې ټولنه باید د اخوان په اړه سخت محتاط و واسي، ځکه دا ډله ډېره خطرناکه ډله ده، هغوی غواړي ځان مډرن او د داسې ډلې په توګه را دبره کړي چې د قانون او سیاست په ژبه پوهېږي، معاصرو علومو باندې پوه دي، استدلال کولی شي او تر هر چا مسلمانان او نړیوال ډېر ژر له خپلو مفکورو اغېزمنولی شي، خو دا خبره باید هېره نشي چې اخوان که هر څومره ځان مډرن وښيي دا ډله قلبا بنسټپالي دی.)) . یاد لیکوال په خپل کتاب کې خبردارۍ ور کوي چې ددې ډلې د نفوذ مخې نیولو لپاره باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اغېزمن اقدامات وشي.

یو غلط فهمي او ګډ دریځ:

د امریکا په میشیګان پوهنتون کې د تاریخ استاد ډاکټر ریچارډ میشل چې یو مهال د امریکا له جګپوړو دیپلوماټانو څخه هم ؤ تر دوکتورا اخیستو وروسته پنځه کاله پدې موخه په مصر کې تېر کړل چې د اخوان المسلمین خوځښت په لیدلوري او موخو او په نړۍ او ځانګړي ډول عربانو کې یې د اغېز په اړه څېړنې وکړي، هغه د خپلو څېړنو په پای کې په اړوندې موضوع د (The Society of Brotherhood) یا د (اخوان المسلمین ټولنې) پنامه په دوو لویو ټوکونو کې کتاب و لیکه، هغه پدې کتاب کې وايي: ستونزه داده چې هر څوک په نړۍ کې دې خوځښت ته له خپلې زاویې ګوري، لیبرالیان یې له خپل، مارکسیستان یې له خپل او په همدې ډول نور یې له خپلو لیدلوریو تحلیلوي، خو هېچا ور سره له نژدې وخت ندی تېر کړی چې په اصلي واقعیتونو پوه شي، د پانګوالۍ پلویان یې چپیان او د انقلابونو زېږونکي بولي، یو شمېر لویدیځ لیکوالان یې بیا یو پرمختتللی او لویدیځو مکتبونو ته خطرناک خوځښت بولي، او نورې ډلې یې بیا په خپلې ننۍ اصطلاح تروریستان ګڼي، په همدې ډول کمونیستان، دیموکراتان او نورې ډلې ورته بېلابېل تعریفونه لري خو په ټوله کې ټول بیا پدې توافق لري چې اخوان یې د استعماري او استثماري موخو د تعمیلولو پر وړاندې ستر خنډ دی، هغوی پدې باوردي چې اخوان د اسلام خپریدا کلکه اجنډا لري او غواړي قرآن د ننیو بشري قوانینو بدیل کړي چې پدې سره بیا غیر اسلامي نړۍ ته بېشمېره ګواښونه زېږولی شي .په مصر کې وروستۍ کودتا او بیا ترې وروسته د اخوان پر وړاندې د کودتاچیانو بیشمیره جنایتونه او د نړیوالو چوپتیا د میشل استدلال پیاوړی کوي او د یوه واقعیت په توګه دا را دبره کوي چې تر کومه حده نړۍ ترې وېره لري.

په لویدیځ کې د اخوان المسلمین پر ضد تبلیغات:

د اخوان المسلمین پر ضد په لویدیځ کې تر دې ستر تبلیغات شویدي چې تر مخه یېد بي بي سي په خبره په یادو هېوادونو کې په سختۍ داسې کسان موندل کېدای شي چې په خپل اخوانیتوب اقرار و کړي، خو امریکايي خبریال استیو امریسون بیا وايي چې د اخوان المسلمین غړي د لویدیځ په هر هېواد کې شته خو نه د اخوان المسلمین پنامه، بلکې په زیرزمیني ډول فعال دي او په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي، دا تبلیغات بېلابېل لاملونه لري، لومړۍ هغه و چې ترې یادونه وشوه، دوهم د اسرائیلو پر وړاندې له حماس جهادي ډلې ملاتړ یادېږي.درېم بیا دادی چې ډېري څېړونکي استدلال کوي چې ننۍ تقریبا درستې جهادي ډلې په یوه ډول د اخوان زېږنده ده چې پدې لاره کې یې اصلي مشوق او لارښود د شهید سید قطب فکر او لیکنې دي، د هغوی په وینا چې د شهید لیکنې په عربو او ټولې اسلامي نړۍ کې په ځانګړي ډول د ځوان قشر په منځ کې له ځانګړي محبوبیته برخمن دی چې القاعده او ورسره تړلي ډلې یې یو څرګند مثال دی. خو نور څېړونکي بیا بله خبره کوي وايي اصلا د اخوان په تعلیماتو کې د جهاد او شهادت شتوالی هغه څه دي چې لویدیځ او نور سیکولر قوتونه ترې په وېره کې دي، ځکه هغوی یادو دوو کلیمو ته د داسې خطرناکې حربې په سترګه ګوري چې مقابله ورسره هغویته خورا ګرانه پرېوځي.

اخوان المسلمین او ۸۵ کلنه مبارزه:

ځیني داسي فکر کوي چې اخوان په تېرو ۸۵ کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې ندي لرلي، نه یې حکومت تر لاسه کړ او چې بیا یې تر لاسه کړ ډېر ژر ورڅخه بېرته واخیستل شو، پدې حساب باید د یوې نسبتا ناکامې ډلې په توګه ورته وکتل شي، خو د اسلامي نړۍ او لویدیځ ډېري پوهان او مفکورین بیا پدې نظر دي چې اخوان المسلین د خپل جوړښت له پیل څخه تر دې دمه د خپلو موخو په پرمختګ کې تر هرې بلې ډلې بریالی عمل کړیدی، په چټکۍ پرمخ تللي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خپلو موخو ته کار کړیدی.

هغوی استدلال کوي چې اخوان المسلمین په معاصرې نړۍ کې د اسلامي ګوندونو د یوې داسې پیاوړې هستې په توګه یادولی شو چې لسګونه ورته ډلې ترې ټوکیدلي دي، نن ورځ په لویدیځ، ختیځ او د نړۍ نورو برخو کې که د اسلامي ګوندونو تاریخچې ته و کتل شي نو ثابته به شي چې په یو ډول یې له اخوان المسلمین نه سرچینه اخیستې، پدې اړه د بي بي سي د راپور ترمخه استیو امرسون امریکايي خبریال چې کلونه کلونه یې د هغوی په اصطلاح د سیاسي اسلام په اړه څېړنې کړي وايي: د تېرو دېرشو کلونو په بهیر کې د امریکا دننه لسګونه اسلامي ډلې رامنځ ته شوي چې له اخوان المسلمین نه یې سرچینه اخیستې ده.ابراهیم منیر د اخوان غړی چې ډېر کلونه یې د مصر په زندان کې تېر کړي او اوس په لندن کې اوسي زیاتوي: که تاسو هر اروپايي هېواد ته لاړ شئ او پوښتنه وکړئ خامخا به پکې د اخوان او یا اخوان نه متأثر ډېر کسان ومومئ. لویدیځ مفکرین فکر کوي چې د اخوان غړي او روزونکي سخت خپلو موخو ته وفاداره دي او که هغوی د ډېموکراسۍ هر ډول چغې ووهي د منلو نده، ځکه هغوی په هېڅ ډول له خپلو اهدافو چې د اسلامي قوانینو پلي کول اود یوه پراخ اسلامي دولت لپاره کار کول دي نه په شا کېږي، پدې اړه څېړونکي خپلو حکومتونو ته مشوره ور کوي چې لدې ډلې سره باید د نړۍ په هره څنډه کې ډېر محتاطانه او که لنډه یې ووایو د یوه خطرناک دښمن په توګه چلند وشي. لویدیځ رسنۍ داسې فکر کوي چې زمونږ لپاره د اخوان ستونزه یوازې دا نده چې په مصر کې به د اسلام په پلي کولو یوازې اسرائیلو ته ستونزې جوړې کړي بلکې دا ډله په نړۍ کې د لسګونو ورته اسلامي ډلو لپاره د الهام سرچینه ده چې کولی شي د نړۍ په هره څنډه کې د لویدیځ ګټو ته درانه خطرونه متوجه کړي او کړي یې دي.

د اخوان المسلمین او القاعده ترمنځ توپیر:

امریکايي او نور نا مسلمان څېړونکي فکر کوي چې د یادو دواړو ډلو ترمنځ هېڅ او یا ډېر کم توپیر شته ځکه دواړه په یوه ډول دیوه پراخ اسلامي دولت را ژوندي کول غواړي، ډاکټر جاسر امریکايي سیکولریست چې د سیاسي اسلام په ضد فعالیت کوي وايي: د اخوان او القاعده ترمنځ ډېر لږ توپیر شته خو په اصولو کې دواړه یو دي، ځکه دواړه د لوی اسلامي دولت او په نړۍ د سیطرې موخې لري خو اخوان غواړي له دیموکراتیکې لارې پرمخ ولاړ شي او القاعده د خشونت له لارې، هغه بیا وېره څرګندوي وايي: چې اخوان او القاعده دواړه غواړي چې د اساسي قانون پر ځای قرآن پلی کړي. پدې ډول په ځانګړي ډول لویدیځ کې دا بحثونه سخت تاوده دي چې څنګه ددې سترې مفکورې مخه و نیسي، هغوی فکر کوي چې یوه لاره یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي ډلو ځپل، ورته ستونزې جوړول او پر وړاندې یې د دیکتاتوري او سیکولر حکومتونو لا پیاوړي کول دي.

اسلامي هېوادونه او اخوان المسلمین

په اسلامي اوخاص ډول عربي هېوادونو کې معمولا درې ډوله حکومتونه حاکم دي، دیکتاتوري، شاهي او انتخابي. په معاصرې نړۍ کې دیکتاتوري او شاهي نظامونه په سیاسي قاموس کې ځای نلري او د ډېموکراسۍ قوانین وايي، چې حکومتونه باید انتخابي وي، پرته له انتخابي لارې هر ډول حکومت چې رامخې ته کېږي نه یوازي د منلو نده بلکې د خلکو په حقونو ظلم دی، خو همدا لویدیځوال او د نړۍ علمبرداران بیا په ډېرو عربي هېوادونو کې له دیکتاتوري او شاهي نظامونو ننګه کوي، ورسره سوداګریزې، اقتصادي او پوځي روابط پالي، په امنیت شورا کې یې د غړیتوب لپاره هڅې کوي او په نړیواله کچه یې له داخلي مستبدانه پالیسیو څخه دفاع کوي دا ځکه استعماري هېوادونو ته خپلې موخې لومړیتوب لري او یاد هېوادونه یې په سروچشم ورته پلي کوي، له طبیعي سرچینو یې په خلاص لاس استفاده کوي او د ځان پر وړاندې مخالفین هم د همدوی له لارې ځپي، لنډه دا چې د استعماري قوتونو بشپړ ماموریت ترسره کوي نو ځکه ور سره نور کار نلري. بل ډول یې انتخابي دي، د اسلامي نړۍ اکثریت اسلامي هېوادونه چې انتخابي نظامونه لري سیکولر افکارو والا دي، دا ګوندونه په خپلو هېوادونو کې هم د لویدیځ په مرسته کامیابیږي او په خاص ډول لویدیځ هېوادونه یې پدې اطمنان واک ته رسوي چې د هغوی موخې به پلي کوي، مرستې هم تر همدې عنوان لاندې ور سره کوي او که یې لږ هم غاړه و غړوله، له واکه یې ایسته کوي، مرستې پرې دروي او په نړیواله کچه یې منزوي کوي.نو چې مخکې مو یاده کړه د اخوان په اصول کې د استعمار د دواړو داخلي او هم خارجي څېرو پر وړاندې مبارزه شامله ده نو ځکه د اسلامي هېوادونو پورته ډول حکومتونه یې هم د خپلو حکمرانیو پر وړاندې ستر خطر ګني. په مصر کې د وروستی کودتا په پایله کې چې پوځيانو واک په لاس کې واخیست لومړی همدا سعودي، کویټ او اماراتو ور څخه حمایت وکړ، مرستې یې ورسره اعلان کړې اود هر ډول همکاریو ډاډ یې ور کړ، اوس اقتصاد پوهان پدې باور دي چې د پوځیانو حکومت یوازې د همدې هېوادونو په مرسته ولاړ دی ګني د تېرو شپږو میاشتو لاریونونو په ترڅ کې د مصر اقتصاد دې سرحد ته راغلی چې د حکومت عایدات په سختۍ ددې جوګه دي چې یوازې د پوځیانو او ملکي مأمورینو معاش ور پوره کړي ، ددې ډلې اقتصاد دانانو په باور که د عربي هېوادونو مرستې نه وي حکومت په بشپړ ډول سقوط دی. یاد هېوادونه د خپل بقا لپاره د لویدیځ او نورو استعماري قدرتونو نقشې پلوي کوي او ور سره د هر هغه خوځښت او اقدام پر وړاندې چې خلکو ته د خپلواکۍ شعور ور کوي او د دیکتاتورۍ او لاسپوڅو حکومتونو پر وړاندې نفرت خوروي شدید عکس العمل ښيي.

سیدالرحمان عمران

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب