د چاپ لنډه تاريخچه

چاپ کله شروع شو؟

د میلاد څخه ۱۷۵ کاله وروسته د چین د امپراطور د امر په نتيجه کي ځيني اسناد کاپي سول او د کاپي کولو طرز العمل ورو ورو رامنځته کېدئ. د چاپ د تاریخ په اړه د History World ويبپاڼه لیکي چي د نړۍ لومړنی چاپ سوئ سند په ۷۵۰ز کال کي یو شرعي حکم و چي پر پاڼه چاپ سو.
د بودايي مذهب د لیکونو د کاپي سوو پاڼو له امله اسیا د چاپ په تاریخ کي مهم رول لوبولئ دئ.

په ختيځ کي د چاپ د اختراع څخه تقریباًشپږ پيړۍ وروسته په ۱۴۰۰ ز کال کي د چاپ تخنیک په اروپا کي مخ پر عامېدو وو. د عیسوي سنې په ۱۵-مه پېړۍ کي په جرمني کي د تخنیک پر ډګر مهم پرمختګونه وسوه، چي د چاپ اسانتیاوي يې نوري هم زیاتي کړې.
جرمن چاپوونکی “یوهانَس ګوتن بُورخ” دمطبعې د هنر مخترع بلل کيږي، د ده نوم په لومړي ځل په ۱۴۳۹ز کال کي پهڅېړنيزه لړۍ : نوی صنعتي انقلاب او د 3D د چاپ ماشين ستراسبورګ نومي فرانسوۍ سیمه کي په یوه قانوني قضیه کي څرګند سوئ دئ. نوموړی د دوو ملګرو له خوا محاکمه سوئ وو. د ګوتن بُورخ د مال او شتمنۍ په اړه هماغه وخت پوښتنه ګروېږنه سوې ده، چي له مخي يې ده یوه مطبعه او د فلزي منابعو زېرمه درلودل. د ګوتن بوُرخ په اړه یاد معلومات په ډاګه کوي چي دغه جرمن مخترع د لیکونو د چاپ امکانات لرل او داسي ښکاري لکه نوموړي چي په ستراسبورګ کي ځيني لیکونه هم چاپ کړي وي، خو د دغه دورې هيڅ کوم چاپ سوي توکي نه دي موندل سوي. تر قانوني قضيې وروسته ګوتن بُورخ د چاپ اړوند کړنو په ترڅ کي د مېنز نومي جرمنۍ سيمه کي څرګند سوئ دئ. نوموړي د انکشافي مطبعې لپاره یقیناً مهم رول لوبولئ دئ او د چاپ طرز ته يې هغه تخنیکونه وراظافه کړي دي چي چاپ په چټکۍ ترسره کوي.

د وخت په تېرېدو د چاپ په ټکنالوژي کي عصري لاسته راوړنو ډيري نوري اسانتياوي رامنځته کړي دي; سیستيماتیکي الو او کمپیوټر له نړۍ څخه د زیاتو اړیکو په پایله کي یو کلی جوړ کړئ دئ. د کمپیوټر او د چاپ ماشین د عصري کولو په بهیر کي په ۲۰۰۰ز کال کي د MIT تخنيکي پوهنتون د یو شمېر پروژو په ترڅ کي د 3D د چاپ طریقه رامنځته کړه. دغه میتود ورځ تر بلي بهتره کیږي او د زړه وړونکو امکاناتو څخه مو برخمن کوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب