مسلمان ځوان ته ليك (حسن البنا)

لیکنه: شهید حسن البنا
ژباړه: شاهد محمود وقار.

يادونه:
لاندې ليك امام حسن البنا هغه ځوان ته ليكلى چې د زده كړې لپاره لويديځ ته روان وو، پښتو ژباړه يې تاسې ته وړاندې كوو.

د لیک متن:

زما د ایمان او عقیدې وروره! ټول ثنا او صفت په ځانګړي ډول الله جل جلاله لره دي، هغه ذات چې د هغه څخه بغیر بل د عبادت لایق نشته، د الله تعالې درود او سلام دې وي پر خوږ پیغمبر صلۍ الله علیه وسلم چې د ټول انسانیت لپاره د رحمت په توګه رالیږل شوی، د هغه پر کورنئ، پر صحابه رضوان الله تعالی علیهم اجمعین، او پر هغه کسانو چې د اخرت تر ورځې پورې د هغه پر لاره روان دي.
پر تا دې هم د الله تعالی له خوا سلامونه وی، کله چې ته د ښه نیت او ارزښتناکې موخې لپاره سفر وکړې نو بیرته د یوې روښانه تګلارې سره ټولنې ته راستون شه، او الله جل جلاله دې ستا په عمر کې برکت واچوي چې د اسلام د سپیڅلي دین د خدمت لپاره دې ملا تړلې ده.
زما محترمه وروره!
ته به د داسې خلکو سره مخ شئ چې تر مخه دې لیدلي نه وي او د هغوی د کلتور او دود سره نااشنا یې، هغوی به په تا کې د مسلمانئ یوه نمونه او نښه لیدل غواړي، نو ته خپل اعمال او کړنلاره په دې ډول وټاکه چې د اسلام انڅور او نمونه په ښه ډول ورته وړاندې شي او دا د دې لپاره چې هغوی پدې پوه شي چې د “مسلمان“ کلمه د تقوی او پرهیږګارئ معنی له ځانه سره لري.
ستا سره یو ډیر ارږښتناک او د اعتماد وړ څیز دی چې هغه ستا د ژوند صالحه ملګرې (ښځه) ده، د هغې احترام وکړه، دهغې په مقابل کې رښتینی او وفادار اوسه، دهغې د خوشحالتیا او ارامتیا لباره زمینه برابره کړه، دهغې په خوشحالتیا او خفګان کې ځان شریک وګڼه، دهغې په مقابل کې دکارونو په ترسره کولو کې بې پروا، او د حقوقو په ترلاسه کولو کې بې احتیاطه مه اوسه.
دغه لاندې څو کرښې چې زما د مینې او اخلاص څخه ستا لپاره وړاندې شوی ولوله، او داسې یې وبوله چې یو مشر ورور د خپل کشر ورور او خور لپاره د نیکو هیلو او خوشحاله ژوند هیله مند وي.
۱- زما محترمه وروره! په خپلو ټولو کارونو کې الله تعالی حاضر او لیدونکی وګڼه، او داسې وبوله چې هر کار په هر ځای کې په پټه وي او که په ښکاره چې ته یې کوی الله تعالی دې ویني، او ددز ترڅنګ هغه څه چې ته یې په زړه کې پټوی او یا خیانت کوی نو بیشکه چې الله تعالی دې ویني، او کوښښ وکړه چې په کوم کار الله تعالی درڅخه خفه نشي.
د الله تعالی د لیدو څخه ناخبره مه اوسه، که نه نو رټل شوی شیطان به دې د نفسي خواهشاتو په لور کش کړي، پر ما ګرانه وروره! باور وکړه هغه زړه چې د الله د لیدو څخه خبر وي، او یو ډول ویره پکې موجوده وي، هیڅکله به هم شیطان پری بری ونه مومي، او هغه زړه چې دالله جل جلاله دویرې او لیدو څخه ناخبره وي، نو تل به دخپلو نفسی غوښتنو (هوی او هوس) تابع وي، او د دنیا او اخرت زیان به یې په برخه وي. نو خپل زړه د الله تعالی پر لیدو او ویره تل پاتې وساته، د شپی په تیارو کې دخپل چاپیریال څخه پر الله تعالی پناه وغواړه، او د بې غوره کسانو له جملې څخه مه کیږه.
۲- هغه څه چې الله تعالی پر تا فرض او واجب ګرځولي، په خپلو ټاکلو وختونو یې ترسره کړه، او په اړه یې دبې غورئ څخه ډډه وکړه، او پر دې تکیه او اعتماد مکوه چې وروسته به یې تر سره کړې، ځکه ته دخپلو ورځنیو چارو څخه هیڅکله نه بیکاره کیږی، او یا یو عذر او بهانه وړاندې کوې په داسې حال کې چې دا ټول ستا د نفس چل او دوکه ده، الله تعالی فرمایي:
”و لا تتبع الهوی فیضلک عن سبیل الله (٢٨ ص) “
ژباړه: او د خپلو نفسی غوښتنو پیروي مه کوه، چې تا د الله تعالی د لارې څخه بې لارې کوي.

الله ته ځان نږدې كړه

زما محترمه وروره! پدې هم پوه شه چې الله تعالې ته د فرض او واجبو اعمالو د ترسره کولو څخه بل هیڅ شی خوښ او بهتر نشته چې یو انسان ورته پری نږدې کیږي، نو په دغه ډول کړنو کې له تنبلئ او لټئ څخه کار مه اخله، دا پر تا دالله تعالی حق دی، دلمونځ په کولو او دروژی په نیولو تل پاتئ اوسه. که چیرته سخت ناروغ یې او نشې کولای چې روژه ونیسئ، نو د الله تعالی د وینا له مخې ستا لپاره یو ډول تخفیف دی.
الله تعالی فرمایي:
”وعلی الذین یطیقونه فدیة طعام مسکین فمن تطوع خیرا فهو خیرله وان تصوموا خیرلکم ان کنتم تعلمون “(١٨٤ البقره)
ژباړه: او هغه کسان چې روژه نیول یې په توان کې نه وي (ناروغان، سپین ږیري او سپین سرئ)، نو ورته لازمه ده چې دهرې ورځې فدیه (کفاره) ورکړي، مسکینانو ته خوراک ورکړي، او چا چې خیر او نیک کار وکړ دهغه لپاره غوره ده، او روژه نیول ستاسې لپاره غوره ده، که چیرته پوه شئ.
لیکن داسې نه چې پورتنئ ایات د ځان لپاره د عذر په ډول وګرځوئ.
په لویدیځو هیوادونو کې (چې ته پکې اوسیږئ)، روژه نیول د سختئ پر مهال زیات ثوابونه او اجرونه لري. دا ستا لپاره یو نیک عمل دئ او د الله تعالی د خوشالئ سبب ګرځي، نو تر څو چې دې په توان کې وي د روژی خوړلو کوښښ مه کوه. زه نور ددغو فرضو او واجبو اعمالو په باره کې څه ویل نه غواړم، دا ټوله ستا سرمایه ده، فکر وکړه هغه څوک چې خپله سرمایه بې ځایه ولګوي، نو سبا به دنورو ګټه کوونکو په منځ کې دهغه حال څه ډول وي.
۳- خپل ټول وخت په هغو کارونو ولګوه چې موخه دې ورڅخه د الله تعالی اطاعت او د هغه خوشالی وي، سنت لمونځونه ادا کوه، د الله تعالی حمد او ثنا وایه، او دخپل ځان، مور او پلار په باره کې ورڅخه د بخښنې غوښتنه کوه، په یاد ولره هغه څوک چې د هیواد څخه دباندې (مسافر) وي، دعا یې قبلیږي، نو خپلې دعاګانئ په پټه او عاجزئ سره زیاتی کړه، او د الله تعالی یادونه دتل لپاره کوه.
خوږ پیغمبر صلۍ الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالۍ عنه ته د پند په ډول وویل چې خپله ژبه تل د الله تعالی په یاد (ذکر) لمده ساته، او هغه لار هیڅ وخت مه پریږده کومه چې تاته د غاړه ایښودنئ او نیکئ لارښوونه کوي. دا د پانګه اچونې مثال لري چې تاته دوه او دری برابره ګټه درکوي، د ناپوهه قومونو او ملتونو په منځ کې د الله تعالی یادونکي د یوه ځلیدونکي څراغ په څیر وي. نو ددغه وخت څخه ګټه پورته او د اخرت لپاره پری تیاری ونیسه، او دګټه پورته کوونکو لپاره دا ډیره ښه موقع ده.
۴- د قرانکریم تلاوت په تفکر او تامل سره کوه، ځان پری پوهوه، دا د زړه لپاره ارامتیا، ډاډګیرنه او همدارنګه د روح لپاره تازه والی او شفا وربخښي. د ورځئ په شروع او پای کې یوه برخه د قرانکریم د تلاوت لپاره وټاکه پدئ ډول به ښه شروع او پای ولری.
۵- د ژوند او دنیا خوشالي به وګوری چې زړونه د نیغی لارې څخه کاږه کړي، په ذهن او فکر به منفي اغیز واچوي، سترګئ به غلط اړخ ته کشوي او هغه کسان چې روحونه او ایمانونه یې ضعیف وي هغوي به بې لارې کړي. دغه بې لارې کوونکي څیزونه مه پریږده چې ستا لپاره د تقوی او پرهیږګارئ په مقابل کې خنډ وګرځي او اخرت درڅخه هیر کړي.
الله جل جلاله فرمایی: (ولا تمدن عینیک الی ما متعنا…الخ) (طه ١٣١-١٣٢)
ژباړه: خپلی سترګی د دنیا د ښایسته شوي ژوند لپاره مه اړوه، (هغه ژوند) چې موږ مختلفو خلکو ته وربخښلی تر څو یې پکې وازمایو او اخري نیک انجام د تقوی لپاره دی.
زما محترمه وروره! خبر اوسه چې د الله تعالی په وړاندې دغه عیش او عشرت د غوماشي د وزر په اندازه هم وزن نه لري، دا څیزونه نه دعزت او نه دتقوی لپاره لارښوونه کوي، په حقیقت کې دا دنفسي غوښتنو دښکاره کولو او دبې لارئ لپاره یو دام دی، نو ویښ اوسه چې شیطان پرینږدی تر څو زیان درورسوي.
دغه حقیقتونه د الله تعالی په کتاب کې په ښه ډول بیان شوي، نو دهغو کسانو له جملی څخه مه کیږه چې ددنیا څو ورځې ژوند یې د اخرت په تل پاتې ژوند غوره بللی، او یا دهغو کسانو څخه چې ددنیا په باندنئ ښکلا غولیدلي او د ماهیت او څرنګوالي څخه یې ناخبره دي.
ټول هغه خوندونه، عیش او عشرت چې په اوسني معاصر تمدن کې منځ ته راغلي، ددې ټولو پایله پښیمانتیا، درد او غم دی، هغه درد چې ددې ټولو خوشحالیو، عیشونو او عشرتونو خوند له منځه وړي. نو ددغه ډول خلکو ددنیوي اړخ څخه ځان وژغوره، او مه یې پریږده چې ستا خبره له پامه وغورځوي، تر څو زیان در ورسوي، نو همیشه به کامیاب او بریالی واوسی.
۶- ګرانه وروره! هغه خلک چې د الله تعالی لخوا حرام شوي شیان حلال ګڼي، او د حرام کار په کولو حیا او شرم هم نه ورځي، او د ځان ساتلو کوښښ هم ورڅخه نه کوي نو ددغه ډول خلکو د نفسي غوښتنو سره ځان مه یوځای کوه، او د ګناه په کولو کې ورسره ګډون مه کوه، که نه الله جل جلاله مه کړه د قیامت په ورځ به هغه ذوالجلال ذات مخ ته بې ځوابه پاتې، او هیڅ عذر به د قبلیدو وړ نه وي.
۷- ددغه ډول خلکو (چې دنیا ته یې پر اخرت غوره توب ورکړی) انجونئ په ملتیا او کاروبار کې له ځان سره مه نیسه، او مه پریږده چې ستا او ددغه نجونو تر منځ د ملګرتیا او یا کومه بله احساساتي اړیکه ټینګه شي، ځکه که چیرته دغه کارونه د نورو لپاره ګناه ده، نو ستا لپاره دوه برابره غټه ګناه ده، او ته ددې په معنی ښه پوه یې. په داسې حال کې چې موږ تا د یو اعتمادي او پاک لمن شخص په توګه پیژنو، او ددې یادونه مې ددې لپاره درته وکړه چې دګناهونو او غلطیو څخه بچ شی، په خپلی پاک لمنئ قناعت او په خپل شان او مقام کفایت وکړه.

لومړي غوړپ ته (نه) ووايه

۸- د شرابو په طرف مه نږدې کیږه، او اقلیم (اوبه او هوا) د عذر په توګه مه وړاندې کوه، ځکه کله چې د شرابو حرمت وشو، الله تعالی ته دهر ډول اقلیم په اړه پوهه او علم ؤ، خو بیا یې هم د حرمت په خاطر یو هیواد د بل هیواد او یو قوم د بل قوم څخه جلا نکړ، او دا یې د هر ډول ځانګړي حالت، شک او شبهې څخه بغیر حرام ګرځولي، نو خبر اوسه چې شراب ستا د معدزې کومه برخه ونه نیسي که نه نو په پاک پوستکي به یې د یو تور داغ په څیر پاتې شی. د څښاک شیان ښه وپیژنه مخکې تر دې چې د لومړي ځل لپاره یې وڅښی، ځکه که یو ځل ستا ذهن د شرابو په څښلو روږدی شو، نو بیا یې د دوهم او دریم ځل لپاره هم څښي، په دې ډول به دغې تورې کندې ته چې تښتیدل تری مشکل دي وغورځی، او خپل ځان او نور به په ګناهونو اخته کړی، نو که چیرته په توبې او پښیمانتیا هم کفاره او جبران وکړی، نو خپل لمړنی عزت، اعتبار او پاک لمني به بیا ونه مومی.
۹- هغه هوټلونه چې حرامه غذا تیاروي، لکه دخوږ او حرامه (مرداره) غوښه نو هیڅ هم ورڅخه مه خوره، دهغې په بدل کې هغه هوټلونه چې حلاله غذا تیاروي او ستا لپاره د قناعت وړ وي، وخوره، او خپل بدن په حرامو غوښو مه غټوه او که نه نو اور به یې سزا وي. الله تعالی ناپاکه او ناخالصه غوښه حرامه کړی لکه چې فرمایي:
(یحل لهم الطیبات ویحرم علیهم الخبایث) الاعراف ۱۵۷
ژباړه: پاک (څیزونه) ورته حلالوي او ناپاک ورته حراموي.
۱۰- د موسیقئ او میوزیک د ځایونو بې ځایه ګرځیدنئ، د شپی دکلبونو او همدارنګه نورو بیهوده او پوچو ځایونو دتګ څخه ډډه وکړه، ستا وخت ډیر ارزښتناک دی، او نه ښايي چې په دا ډول څیږونو ضایع شي.
زه چې کله دا وینا چې (وخت دسرو زرو په شان ارزښت لري) واورم، زه وایم چې نه وخت دسرو زرو څخه زیات ارزښتناک دی، وخت ژوند دی، ایا دا رښتیا نه ده چې ستا ژوند یو څو ساعته دی، او ته په دې نه پوهیږی، چې څه وخت به ختمیږي. ګرانه وروره! خپل دغه قیمتي وخت ته ډیر دقیق اوسه، چې مهم کار نه وي، په بې ځایه څیزونو یې مه ضایع کوه او په روا ډول خوشحالي تر لاسه کړه.
په اسمانونو کې ښکلا، په ځمکه کې ارامتیا، په باغونو کې سمسورتیا په تا کې یوه نښه، په سیندونو کې قدرت او وړتیا او په هوا کې غذا ده یو دخپل روح دتازه والي او ذهن او فکر د ارامتیا لپاره لدې ټولو څخه ګټه پورته کړه او په بې فکرئ سره وخت مه ضایع کوه، او که نه نو دبدئ لارښوونه او د نیکئ څخه به دې بچ کړي.
۱۱- هوښیار، چالاکه او ځیرک اوسه، او د ټولنئ او خلکو سره اړیکئ ټینګی او د حالاتو څخه یې ځان خبر کړه، او په خپلو نیکیو او ښه والي د نورو بدئ مه هیروه، او مه پریږده د نورو بدوالی تا ته زیان ورسوي تر څو دهغوي ښه والی او نیکي هیره کړی. دیوه پلټونکي په څیر ښه مطالعه وکړه، او د ټولنئ ورځنئ چاری دخپلی پوهې او ځیرکتیا پواسطه تر څیړنی لاندې ونیسه او بیا هغه څه چې دهغوی په ګټه وي ورته وړاندی کړه، دپرمختګ او بریالیتوبونو پر لارو چارو ورسره مرسته وکړه.
ته به داسې یوه ډله خلک ومومی چې د خوږ پیغمبر ص بې احترامي کوي، قران پسې ملنډی وهي، دخلکو بې عزتي او سپکاوی کوي، ددا ډول خلکو سره ناسته ولاړه مه کوه، اګر که مهمې خبری هم وي، په نیکه طریقه ورسره مجادله او مباحثه وکړه او نیکه لار ورته وښیه، او دهغه ډول مجادلی او مباحثی څخه ډډه وکړه چې د دښمنئ، کینی او فتنی لپاره لار هواروي.
الله تعالی فرمایي: (انک لا تهدی من احببت ولکن الله یهدی من یشاء) القصص ۵۶
ژباړه: ته نشی کولای (ای پیغمبره!) چې هدایت وکړی هغه چاته چې ستا ملګري دي، لیکن د الله ج چې چاته خوښه شي ورته هدایت کوي.
ګرانه وروره! خلکو ته په عملي ډول دعوت ورکول نسبت دې ته چې په خوله وشي ډیر اغیزمن وي، او په ځانګړي ډول د خپلو صفاتو او خاصیتونو استعمالول خو ډیر زیات ګټور دي، ستا ځان او ستا نیغه لاره ستا دفاع او خلک ستا دین او مذهب ته راجذبوي، او کله چې درته دهغوي په غونډو او ناستو کې دخبرو او تدریس کولو زمینه برابره شوه، نو ځان ورته په ښه ډول اماده او برابر کړه، هغه لاره غوره کړه چې ستا خوځښت او کړنې غیر منظمی نه کړي، تر څو کوم امانت ته زیان ونه رسوي، ددغه خلکو د استقامت او دفاع څخه مه ویریږه ځکه د الله تعالی مرسته دهغه چا سره وي چې صادق او مخلص وي. تل ښه چلند کوه او دنورو د عقیدو دتوهین څخه ډډه وکړه، او پر ځای یې خپله عقیده، فطري او اصلي لاره ورته روښانه کړه، او په دې سره یوه اغیزمنه او پرمختللی تګلاره ولره.
په اخره کې به دا ووایم چې زما سره خو ډیر څه شته چې تا ته یې وړاندی کړم، او دا زه خوښوم چې دغه پندونه ستا لپاره جاري وساتم که ادامه ورکړم، داسې نه چې هغه څه مې چې وویل درڅخه هیر شي، ډیری خبری کول هم سړی پریشانه کوي، الله جل جلاله دې تل سرلوړی او بریالی لره، او الله ج دې په خپل حفاظت کې وساته، او الله جل جلاله دې ددې توفیق درکړي تر څو دټولنی او اسلام دخیر او ښیګنی لپاره کار وکړی.
په اخر کې ستا دین، واجب او فرضي اعمال او ددغو اعمالو نتیجه پاک خدای ته سپارم، ښاد او بریالی واوسې.

والسلام
مننه
په درنښت

————————————————————————

حسن البنا په (۱۹۰۶م)  کال کې د مصر په یوه پوهه او دینداره کورنۍ کې زیږیدلی، د اخوان المسلمین د خوځښت بنسټ یې کیښود، دغه خوځښت په مصر او شاوخوا ساحو کې د اسلام د بیا راژوندی کولو لپاره په چټکى سره خپور شو. حسن البنا د (۱۹۴۹م) کال د فبروری په میاشت کې په شهادت ورسيد.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب