په اسلامي خاوره باندې دغير اسلامي معبدونو د جوړولو حکم؟

مبسوط چې د حنفي فقهې مشهور کتاب په دى په دې معنى پکى ليکلي دي چې :
ذمي کافران په اسلامي ښارونو کې د غير اسلامي معبدونولکه کليسا گانو، اتشکدو او  داسې نورو څخه منع کيږي ځکه چې رسول کريم  صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي . (لا خصاء فى الاسلام ولاکنيسة (بيهقي ١٠/٢٤ او فيض القدير ٦/٣٨٠ او وګوره بدايع ٤/١٧٦ او ٧/١١٤) )   يعنى په اسلام کې د انسان خصي کيدل او کنيسة جوړول نشته (کنيسة د يهودواو نصاراو معبد ته ويل کيږي ) په حنفي فقهه کې يو ضعيف روايت داسى شته چې کله په کلو کې د ذميانو لپاره معبدونه وي باک نه لري خو په ښارونو کې په کار نه دي.خو  راجح او غوره او مفتى به روايت دادى چې نه په کلو کې او نه په ښارونو کې دغير اسلامي معبدونو  اجازت شته .امام سرخسي نقل کړيدي چې د ښارونو څخه خو په کلو او بانډو کې د فتنې ويره ﻻزياته ده او عوام او ناپوهه خلک به بيا فکر کوي چې ددغه معبدونو دينونه هم حق دي.(المبسوط ١٥/١٣٤-١٣٥) علامه شامي په خپله مشهوره فتاوى (ردالمختار ) کې ليکلي دي چې : په کلو او ښارونو ( په اسلامى خاوره ) باندى د غير اسلامي معبد جوړول جواز نه لري او که څوک ئى د روا والي فتوا ورکوي . هغه هم خطاء او په ناحقه  دى ،هغه زياتوي چې هغه څوک چې په اسلامي خاوره د غير اسلامي معبد جوړولو د جواز حکم ورکوي په فتوى يې بايد عمل ونه شي او په داسې مفتي باندې بايد بنديز ولگول شي ځکه چې د خپل نفس او هوا تابع دى.
او همدغه نظر امام سرخسي ، امام ابن الهمام او ټولو محقيقينو غوره کړى دى.(وګوره :حاشيه ابن عابدين “رد المختار ٤/٢٠٢”)
امام جصاص رازي  په خپل تفسير  کې ليکلي دي: چې د هغه کفارو معبدونه ړنگول  روانه دي چې د کومو سره عهد شوى دى او ذميان وي.
امام رازي د امام محمد بن الحسن الشيباني څخه نقلوي چې : هغه خاوره چې په  سوله سره  د مسلمانانو ښار گرځي په هغې کې جوړ شوي معبدونه نه ويجاړيږي او کوم ښارونه چې جنگ او زور سره فتحه  شي نو بيا په هغې معبدونو کې د عبادت څخه منعه کيږي”وګوره احکام القران _امام جصاص رازي  ٣/٣٦٣
(او د مسلمانانو د مصلحت برابر چلند ورسره کيږي).
امام سرخسي دا هم نقل کړيدي چې که چيرته يو مسلمان ذمي ته کور په اجاره ورکړ او هغه پکې بيا معبد جوړ کړ د کور خاوند ورڅخه منع کولاى شي او همدغه راز ټول هغه کارونه چې د اسلام  او يا مسلمانو د سپکاوي متضمن وي لکه شراب ښکاره کول،  په نشه کې وتل ، ناقوس وهل  او داسى نور  ذميان د هغې څخه منع کيږي.”مبسوط ١٥/١٣٤”
امام مالک په  المدونه  کې ليکلي دي چې :دا  ناروا ده چې څوک خپل کور په هغه چا خرڅ کړي چې هغه ورڅخه کليسا جوړه کړي او يايې په اجاره ورکړي. “وګوره مدونه  ٥/٤٣٥”
هغه زياتوي چې روانه ده چې څوک په کنيسه کې مزدوري وکړي او بيا صراحتاً ذکر کوي چې روانه ده چې نصارا په اسلامي خاوره باندې کليساگانې جوړې کړي. او حتى د ذميانو لپاره هم روانه ده چې په ښار يا کلي کې په اسلامي خاوره باندى معبد جوړ کړي.”وګوره مدونه ٥/١٤٤”
د مالکي مذهب د  مشهور امام ابن القاسم نظر دى چې : که ذميانو په هغه کلو کې چې دوىپکې د مخکې څخه پراته وي او بيايې د مسلمانانو سره په  هغې سوله کړې وي او پرته له جنگ څخه ورته تسليم شوي وي نو د معبدونو جوړولو څخه دې نه منع کيږي)”مدونه ٣/٤٣٦”
او که څوک خپل کور يهودي يا نصراني ته په اجاره  ورکړي اوهغه پکې خپل معبد جوړ کړي نو د کور خاوند کولاى شي هغه ورڅخه منع کړي او همدغه راز د ناقوس وهلو اجازه هم ورته نشته.”مدونه ٣/٢٣”
امام شافعي په  خپل کتاب( الام) کې ليکلي دي چې : که اسلامي مشر د اهل کتابو سره سوله ليکله نو دا به پکې يادوي چې : صليب به نه ښکاره کوئ او شرک به هم نه اعلانوئ او نه به هم کليساگانې جوړوۍ او نه به د نورو ګمراهيو لپاره اجتماعگانې جوړوۍ ، نه به ناقوس وهۍ او نه به د عيسى عليه السلام په هکله د شرک خبره کوۍ .”الام  ٤/٢١٠”
همدغه راز ذميانو ته نه ښايي چې په  اسلامي خاوره باندې د خپلو شعايرو مظاهره وکړي ، د رسول صلى الله عليه وسلم  په هکله ناوړه خبرې وکړي او که هغه يادوي په درنه به يې يادوي او نه به د اسلا م په سپيڅلي دين داغ لگوي او که  دا کارونه يې وکړل نو عهد مات دى .”الام  ٤/٢١٩-٢٢٦”
که چيرته ذميان په داسې کلي کې ؤ چې د پخواڅخه پکې همدوى اوسيدل اومسلمانان ورسره پکى نه ؤ نو بيا دى  يې مسلمانان د معبدونو جوړولو څخه نه منعه کوي او نه دى هلته د هغوى په خنزيرانو ، شرابو اخترونو او ټولنو باندى تعرض کوي خو دا وعده به ورڅخه اخلي چې مسلمان ته به شراب نه ورکوي او نه به ورسره سودي معامله  کوي.
او که مسلمانانو ته په دى شرط تسليم شوي ؤ چې د معبدونو په جوړلوخنزير او شرابو په هکله به ازاد وى  نو بيا هلته خپل معبد جوړولاى شي.
امام شافعى يو بل ځاى ليکي چې د مسلمان لپاره روانه ده چې په  غير اسلامي معبد کې کارو کړي.”الام  ٤/٢١٩-٢٢٦”
امام احمد (رحمه الله) په خپل مسند کى ذکر کړيدي چې دحضرت عبدالله بن عباس  رض څخه پوښتنه وشوه چې کفار کولى شي چې په اسلامي خاوره کې خپل معبدونه جوړ کړي هغه وفرمايل هغه ښارونه چې مسلمانانوجوړ کړي وي په هيڅ صورت هلته روانه ده چې کفار خپل معبدونه جوړ کړي اوهغه ښارونه چې مسلمانانو فتحه کړي وي نوبيا بايد دهغه عهد برابر چلند وشي چې ددوۍ په مينځ کى شويدي .”رواه احمد فى سنده  او وګوره المغني لابن قدامة  ٥/٢٨٤”
حضرت عمر بن عبدالعزيز (عمر ثانى ) خپلوحاکمانوته ليکلي وه چې : هغه معبدونه مه ويجاړوۍ چې صلح ورباندې شوي  وي همدغې ته ورته نظر دحضرت حسن بصرى څخه روايت شويدى .”مصنف دامام عبدالرزاق محدث  ٧/٦٣٥”
حضرت ابوعبيده بن الجراح اهل کتابوته ليکلي وو چې  تاسې ته مې امان درکړيدى
مالونه اوځانونه موپه امن دي خومعبدونه به موړنگيږي .”وګوره مصنف د امام عبدالرازق  ٧/٦٣٦”
امام  ماوردي  په احکام سلطانيه کې ليکي چى : روانه ده چې په اسلامي خاوره باندې بيعة اوکنيسه جوړه  شي اوکه جوړه شى ويجاړه دې شي ،خوهغه زاړه معبدونه چې وران شويدى روا ده چې جوړ شي “احکام سلطانيه  صفحه ١٨٥”
علامه ابن حزم ظاهرى دحضرت عمر رض څخه نقلوي چې دشام نصاراو بانديې داشرط کړى وه چى نوى کليسابه نه جوړوي
اونه به هغه تجديدوي چې خرابې شوې .”المحلى لابن حزم الظاهري  ٥/٤١٥”
دحنبلي فقهې مشهور امام احمد ابن قدامه په خپل کتاب ابن المغني کې ليکلي چې دمسلمانانو ښارونه په درې ډوله دي يو هغه دى چى له پيل څخه مسلمانانو جوړ کړى وي چې په هغې کې په هيڅ صورت سره غير اسلامي معبد جوړول  روا نه دي.
دوهم هغه چې  مسلمانانو په زور سره فتحه کړي وي چې په داسې ښارونوکې نوي جوړول روا نه دي او که زاړه پکې وي دهغه په هکله دوه نظره دي يو داچې وران دې شي اوبل داچې پاتې دې شي
(اوهمدغه وروستنى نظر راجح د ى )
دريم هغه ښارونه چې په صلح سره فتح شوي وي چې هغه هم په دوه ډوله د ي يو چې ځمکه به ددوۍ وى اومسلمانانو ته د ى خراج ورکړي چې په دې صورت کې دوۍ کولى شي خپل معبدونه جوړ کړ ي اوکه  سوله  داسې وشي چې ځمکه به هم دمسلمانانو وي اودو ۍ به جزيه اداکوي نوبياچې ورسره څه ډول عهد شوى وي دهغې برابر به عمل وشي .”  المغنى ابن قدامه  ٩/٢٨٥ او الفتاوى الکبرى لابن تمية ٥/٥٤٥ “
شيعى امامي  عالم جعفر بن الحسن الهدى په خپل مشهور کتاب   شرايع الا حکام   کې ليکلي چې : په اسلامي خاوره باندې دغير اسلامي معبدونو  بياودانو ل روا نه دي اوبيرته نو ى شى وجاړول يې واجب دي  برابر ه خبره ده که داښار مسلمانانو جوړ کړى وي اوکه په زوريې فتح کړى وي اوکه په سوله سره ،خودا چې که ځمکه دمسلمانانو وي خوهغه چى دفتح کيدو څخه مخکى وي دهغى باک نشته  ” شرايع الاحکام فى مسائل الحلال و الحرام ١/٣٠٣ ”
داسلام دبيلا بيلو فقهي اوفکري مذهبونو دسترو امامانو اوفقهاوو نصوص اوحتى دځينى صحابه کرامو رض اوتابعينو نظريات په پورته توګه وليکل شول اوس يې په رڼا کې خپل مطلب داسى رالنډولى شو چى:
په لاندې صورتونوکې په اسلامي خاوره کې دکليسا ګانو اويانورو غير اسلامي معبدونو موجوديت باک نه لري
١ . که چيرته هغه ځمکه له پخواڅخه له کفارو هستوګنځى وه اوبياورسره سوله وشوه چې ستاسې معبدونو پورې به غرض نه شي کيدى اونوي هم جوړولى شۍ،  په دې صورت کې په اتفاق سره ذمي کافر کولاى شي چې ځان ته معبدونه جوړ کړي اوزاړه هم موجود وي.
٢.زاړه معبدونه کوم  چې دفتح څخه مخکې موجود  وي  دجمهور فقهاوو محدثينو اومحقيقينو په نزد نه  ويجاړيږي او که ويجاړشي ترميم يى کيداى شي.
په لاند ى صورتونو کى په اسلامي خاوره باند ى غير اسلامي معبودنه جوړول روا نه دي:
١. کوم ښارونه اوکلي چى له پيل څخه مسلمانانو جوړ کړي وي په اجماع دامت سره (څلور واړه مذهبونه ،اهل ظاهر اوحتى شيعه ګان) دټولو په اتفاق سره په داسې ښارونو اوکلوکى غير اسلامي معبدونه جوړول حرام دي اوکه جوړ شي ورانول يې فرض دي.
٢.   هغه ځايونه چې مسلمانانو فتح کړي وي  اوداشرط يې کړى وي چى غيراسلامي معبدونه به نه وي،  په داسې ځايونو کې هم په اتفاق سره غير اسلامي معبدونه جوړول ناروادي.
٣.  په کومو ځايونوکې چې ذمي کافر خپل عهد مات کړي دجمهوروعلماو په نزد وروسته بيا دمعبدونو جوړولو حق نه لري
٤- هغه ځايونه چى هلته اوس ټول خلک مسلمانان شوي وي (
اصلى اوسيدونکي يې مسلمانان شوى وى ) دغيرى اسلامى معبدونوجوړول جواز  نه لر ى
٥. په هغه صورت کې چې داسلامي شعايرو لپاره دغير اسلامي معبدونو موجوديت تحديد او چلنج جوړ شي په هيڅ صورت يې
پريښودل په کارنه دي لکه غير اسلامى معبدونه مسلمانان په فتنه کې اچوي اوياکفر ته بلنه ورکوي.
٦- په جزيرة العرب کى په هيڅ صورت غير اسلامي معبد پريښودل په کارنه دي.
٧- دمريي کافر او يا مستامنينولپاره دټول اسلامي امت په نزد په اسلامي خاوره باندې معبدجوړول جواز نه لري اوکه جوړ شي ويجاړول يې فرض دي اوهغه محدود صورتونه چې هلته غيراسلامي معبد جواز لري فقط او فقط ددې کافرانو لپاره دي اوبس”دغه مطلب په احکام القران دامام جصاص رازي  ٣/٣٦٣  او قواعد الاحکام په مصالح الانام دعزالدين بن عبدالسلام  ١/١٥٦ کې هم کتلاى شۍ” (ذمي کافران هغه دي چې داسلامي دولت تابعيت ولري اوداسلام قوانينونو ته غاړه کيږدي اوپه خپل عهد باندې پابندوي لکه له پخواڅخه چى په افغانستان کى سيکان يا هندوان اوسيږي.)
والله تعالى اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب