تنصير یا نصراني کول څه ته وايي؟

تنصير لغوي معنا ده نصراني کول .
او د نصرانيانو په اصطلاح کې هغه تنظيم دى چې غير مسيحي وګړي هغه که مسلمانان وي يا بل مذهب والا مسيحيت ته بلنه ورکوي .
د مسلمانانو نصراني کول د دغه تنظيم ځانګړې دنده ده .
ځکه له اسلام پرته نور اديان خو هسي شريکي اديان دي .
يوازې اسلام هغه مقدس دين دى ، چې د توحيد پر عقيدوي اصولو ولاړ دى ، نو د دغه طاغوتي تنظيم هم زياته پاملرنه اسلامي امت ته ده ، څو اسلامي نسل خپلو طاغوتي او مشرکانه اعمالو ته دعوت کړي او خپل باطل او مشرکانه منحرف دين پرې قبول کړي .

لنډ تاريخ

د دغه اسلام دښمنه تنظيم د جوړولو ، تبارز او په منظم ډول په 1795 ميلادي کال کې د جميعة لندن التنصيرية په نوم د انګلستان په پلازمينه لندن کې تاسيس کړاى شو ، او بيا يو کال وروسته په 1796 ميلادي کال کې په اسکاټلنډ او دريمه څانګه يې په نيويارک کې جوړه کړاى شوه . چې بيا سوکه سوکه په ټوله نړۍ او اسلامي هيوادونو کې د تنصير د مرکزي دفتر نمايندګۍ جوړي کړاى شوې چې تر اوسه پورې فعاليت کوي .

د نماينده دفترونو شميره :
په تيرو دوه سوه کلونو کې د انګلستان د تنصير مرکزي دفتر په ټوله نړۍ او اسلامي هيوادونو کې درې زره اووه سوه 3700 نماينده دفترونه جوړ کړي دي ، چې د غير مسيحي وګړو د مسيحي کولو لپاره دعوتي فعاليتونه کوي ، او هيڅوک يې مخه نشي نيولى .
په دغو دفترونو کې اته څلوېښت مليونه دعوت کوونکي کار کوي زياتره برخه يې هغه وګړي دي چې نصراني ګرځول شوي دي .

هدف:
د مسيحانو د دغه تنظيم يعنې تنصير هدف او مقصد دا دى ، چې په ټوله نړۍ باندې نصرانيت قبول کړي او په ټوله نړۍ بايد نصرانيت حکومت وکړي .

مأخذ : الغزو الفکري
مٶلف : پوهنمل زاهدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب