د ويښتانو تورول څه حکم لري ؟

سلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته :
تاسو ټولو دینی عالیمانو او کارکونکو ته د زړه د کومی ډک احترا مات وړاندی کوم لنډه پوښتنه کوم خو نن سبا منظر ئی ډیر عام دی دسر یا ږیری دوریښانو درنګولوشریعتاً څه حکم دی ایا داجائز دی که نه. وسلام – نادرشاه

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

امام نووي رحمه الله په ریاض الصالحين کې يو مستقل باب د (نارينو او ښځو د پاره د ويښتانو په تور رنګ رنګولو ممانعت )  په نوم ليکلی او په دې باب کې يې د مسلم شريف مشهور حديث را نقل کړی دی چې : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د مکې د فتحې په ورځ د ابوبکر صديق رضی الله عنه  پلار ته وفرمايل : غيروا هذا واجتنبوا السواد ( صحيح المسلم )

يعنې : دا سپنوالی څه څيز سره ( رنګ سره تبديل کړئ ) مګر توروالي نه ځان وساتئ (په تور رنګ يې مه رنګوئ) .

د تور رنګ په اړه د اهل علم تر مينځ اختلاف دی چې ځنې يې په کراهية قائل او ځنې په حرمت مګر اکثر متخرين علماء يې په حرمت قائل دي ځکه په دې اړه د ابوداود او نسايي په يوه حديث شريف کې سخت وعيد ذکر شوی دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : سيكون قوم يخضبون في آخر الزمان بالسواد كحواصل الحمام، لا يريحون رائحة الجنة. رواه أبو داود ، نسايي .

your ads

يعنې : په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي ، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

که څه هم ددې حديث په اسنادو کې د علماء تر مينځ اختلاف دی ، خو د احاديثو د څړنې معتبر منبع الموسوعة الحديثه ليکې چې د سعودي عالم  ابن باز په مجموع فتاوى ابن باز – الصفحة أو الرقم: 58/4 صحيح الاسناد بللی دی .

د ويښتانو په تور رنګ رنګول د مذاهبو په اتفاق منع دي خو په حنا يا نکريزو سره کول څه حکم لري ؟

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د ويښتانو سره کول په نکريزو باندې مستحب دي (فقه علی مذاهب الاربعه )

مګر د نارينه د پاره د لاسونو او پښو رنګول په نکريزو باندې مکروه دي ځکه چې په دې عمل کې د ښځو سره تشبح ده

للرجل يكره له أن يخضب يديه ورجليه لما فيه من التشبة بالنساء (الفقه علی المذاهب الاربعة )

دې ته مو پام وي چې په نن عصر کې تور رنګ ته د نکريزو نوم ورکوي بلکې تور رنګ منع دي هغه که هر ډول ماده وي .
و الله اعلم
اسلامې لارښود

آن لاين اسلامې لارښود

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب