بې خوند او ټوپ نه د مني وتلو حکم

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده چې: وروسته د غسل کولو څخه په ډيره کمه اندازه مني نه په خوند او نه ټوپ سره راووځي بيا غسل کول ضروري دي او که نه ــ  مننه

ځواب:

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
روغتيا او خوشحالي دې غواړم.
کله چې د چا څخه مني ووزي او غسل ورباندې واجب شي او بيا غسل وکړي او د غسل کولو څخه وروسته بيا په کمه اندازه مني ورڅخه ووزي نو لمړى غسل يې باطليږي او له سره بيا غسل ورباندې واجبيږي، که څوک دا فکر وکړي چې بې خوند او ټوپ څخه د منيو په وتلو سره خو غسل نه واجبيږي، دلته څرنګه واجبيږي، دا خو سمه خبره ده، خو دلته دغه لږ اندازه مني د هغو منيو باقيمانده ده چې په خوند او ټوپ سره وتلي دي، او دې سړى د وخت څخه مخکې غسل کړى دى، ځکه چې د منيو وتل تکميل شوي نه و، نو کله چې دغه مني ووزي هغه لمړنۍ غسل باطليږي او له سره غسل ورباندې واجبيږي.
والله اعلم

ځواب: مولوی مجیب الرحمن منصور

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب