جنتي او دوزخي مېرمنې

جنتي او دوزخي مېرمنې

دا يو رښتينی حقيقت دی چې زموږ د ژوند د هرې برخې په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښوونې شته، له همدې امله په يوه روايت کې دي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د يوې مېرمنې په اړه پوښتنه وشوه، يارسول الله ! يوه مېرمن شپه او ورځ په عبادت بوخته وي، نفل لمونځونه او د قرآنکریم ډېر تلاوت کوي او تل په همدې بوخته وي؛ نو دداسې مېرمنې په هکله تاسو څه فکر کوئ چې انجام به يې څه وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو څخه پوښتنه وکړه چې دغه مېرمن له ګاونډيانو سره څه ډول چلند کوي؟ هغوی ځواب ورکړ چې له ګاونډيانو سره ښه چلند نه کوي د هغوی مېرمنې ترې خوشحاله نه دي؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا مېرمن به دوزخ ته ځي .

بيا د يوې بلې مېرمنې په هکله پوښتنه ترې وشوه چې ډېر نفلونه يې نه کول، نه يې تلاوت او ذکر کاوه بس يواځې فرض لمونځ او مؤکد سنت يې کول؛ خو له ګاونډيانو او نورو خلکو سره يې ښه چلند کاوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه به جنت ته ځي. ( الادب المفرد: ۴۸، باب لايؤذي جاره)

نېستمن څوک دی؟

له دې حديثونو څخه دا څرګنده شوه چې که څوک نفلي عبادت کوي؛ خو ډېره ښه ده، او که نفلي عبادت ونه کړي د قيامت په ورځ ترې پوښتنه نه کيږي چې هغه فلانی فلانی نفلي عبادت دې ولې نه  و کړی، له همدې امله د نفلو عبادت معنا همدا ده چې که څوک يې وکړي خدای پاک ثواب ورکوي او که ويې نه کړي ګناه يې نشته؛ خو د بندګانو حقوق هغه څه دي چې د قيامت په ورځ يې پوښتنه کيږي او جنت او دوزخ پرېکړه ورپورې تړلې ده، په يو حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: نېستمن هغه دی چې د قيامت په ورځ ډېر لمونځونه او روژې وړاندې کړي؛ خو په دنيا کې يې د خلکو حق خوړلی وي، چاته يې بد ويلي وي، د چا زړه يې ازار کړی او دردولی وي؛ نو د داسې سړي پايله به دا وي چې کوم نېک عملونه يې راوړي وي هغه ټول به نورو خلکو ته ورکړل شي او د هغوی ګناوې به د ده پر سر واچول شي، له همدې امله  په شريعت کې د بندګانو پرحقوقو (حقوق العباد) ډېر ټينګار شوی دی. (جامع ترمذي)

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب