د ښځې او خاوند متبادل احترام او درنښت

په رښتیا چې په دواړه جوړو( میړه او میرمن) باندې لازم دي چې د یو بل د رایې او نظر احترام او درناوی وکړي، او د دوی ترمنځ مرکه او بحث باید د عاطفې په پرخه لمده وي هغه لیار چې مراجعه پکې کېږي، او خير په دې کې دی چې مناقشه اوږده نه شي او د مراء(جنجال) تر بریده باید ونه رسېږي، او ښه دا ده چې یو بل ته کله نا کله له خپلې رایې تنازل وکړي په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مقابل لوري رایه راجحه وي.

هغه مرکه او موضوعي خبرې اترې چې د مینې او محبت په پرخه جلا پیدا کړي په ګردو ستونزو برلاسی کېږي، د نیکمرغه ازدواجي ژوند د ساتنې په موخه د نیکمرغه میرمنې د حال ژبه وايي: زه ته یې او ته زه یم، دواړه د یو بدن دوه روحه یاستو.

فطري مودت، مینه او محبت چې الله تعالی د میړه او میرمنې تر منځ ايښی دی؛ تر څو په دواړو کې د دغو صفتونو په وجه د خیر خصلتونو زیات شي، او په دواړو کې د خیر د خصلتونو په کمښت کمیږي، او نفس په دې پيدا شوی دی چې څوک ورسره ښه تعامل کوي له هغه سره محبت کوي، نو څه حال به وي چې دغه انسان میړه وي او یا میرمن وي او د دوی ترمنځ د الله تعالی له خوا مودت ایښودل شوی وي؟ په دې شک نشته چې دغه مودت به زر زیات او پیاوړی شي، نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي:«الدُّنْيَا مَتَاعٌ ، وَخَيْرُ مَتَاعِهَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ»[ المنتخب من مسند عبد بن حُمید](دنیا ټوله متاع ده، او د دنیا ډېره غوره متاع نیکه صالحه میرمن ده).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب