د ښځې او خاوند حقوق یو پر بل (داسلام دین له نظره)

په ښځه باندې د ميړه حقوق (د اسلام دین له نظره)

خاوند په خپله ميرمن ډېر حقوق لر ي الله(جل جلاله)فرمايې:
(الرجال قوامون علی النسأ بما فضل الله بضهم علی بعض وبما انفقوامن اموالهم فالصالحات قانتات حافظات للغيب بما حفظ الله ) ٠٠٠٠٠٠٠٠ النسآ٢٤
يعنې :نارينه په ښځو باندی مقرر دي په سبب ددی چې نارينه خپل مالونه خرڅ کوي نو کومی ښځې چې نېکا نې وي هغوی دخپلو څښتنانومتابعت کوي ،
دهغوی دمالونو حفاظت د هغوی په غیاب کې کوي. هغه مالونه چې الله (جل جلاله) دهغې محا فظت په دوی لازم کړیدی.دلته الله(جل جلاله) د نېکې او صالحې ښځې ستاینه کوي.چې هغه د خاوند د امر منونکې او د هغه په نشتوالې کې د هغه د مال ساتونکې وي.په ښځه باندی دخاوندد حقوقو اندازه له د حدیث څخه ښه څرګندیږي. چې ابوهریره(ر ض)یې روایت کوي(( لو کنت امرا احدا ان یسجدلا حدلامرت المراه ن تسجدلزوجها))یعنې: که چیری وای زه چې امر مې کولې یوچاته سجده وکړي کس ته نوخامخاامر به مې کړی و ښځې ته چې سجده وکړی خپل خاوندته .
ام سلمه(رضې الله عنها)روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمايې ((ایما امراه ماتت وزوجها عنها راض دخل الجنته))یعنې، هره ښځه چې وفات شي او خاوندیې ورڅخه خوښ وي نو جنت ته به ننوځي.
په ښځې دخاوند اطاعت  واجب ده ٠او اطاعت دا دی چې دهغه په کور کې واوسيږي٠ اوهره خبره يې ومني مګرهغه چې الله (جل جلال) ورڅخه منع کړی وي.اودهغه اجازی پرته به بهر نه ګر ځي٠او نه به بل چا ته اجازه ورکوي چې ددی کور ته ننوزي ٠اود هغه پرته نفعلي روږه هم ونه نيسي ٠رسول الله (ص) فرمايې:
(( ﻻيحل ﻻ مراۀ ان تصوم وزوجها شاهد اﻻ با ذنه وﻻ تاذن فی بيته اﻻ باذنه))……بخاری مسلم وابوداود:
يعنې ; نده رواه هيځ ښځې ته چې رو ژه ونيسي او خاوند يې موجود نه وي مګر دهغه په اجازه او اجازه نه ور کوي دهغې په کور کې ;د ننو تلو مګر دهغه په اجازه.
 او د دی څلوروشرطونو په موجوديت کې په ښځه وا جب دي چې له ميړه سره دهغه کور ته ﻻړه شي
 ١: چې مجعل مهر يې ورته پوره کړی وي٠
٢:چې په کورکې يې د اړتياه وړ ظروف اوسامان ;هغه چې په ورځني ژوند کې ورته اړتيا پيدا کيږې ; موجود وي
٣:چې په کور کې دښځې د نفس او مال امن وي ٠له ګا ونډيو څخه ليری نه وي ٠په د ډول چې که په کورکې د څه پيښې له امله فرياد وکړي نو خلک ورته ورسيږي٠
٤: چې خاونددهغې خيال وساتي او هغه په امن او سکون کې وخت تير کړ ي ٠او دميړه هغه امر به په ځای کوي چې د کورنی په هکله وي او دښځې په ځا نګړو تصر فاتو پوری اړه و نه لري (لکه دهغې په مال کې تصرف) او د امر شريعت منع کړی هم نه وي٠او بل دا چې خاوند هم دښځې حقوق ادا کړي٠ او د خاوند له اجازی څخه پرته به له هيچا کره شپه نه صبا کوي ٠
او کله که ښځه بد ګذرانه شي نو خاوند کولې شي چې هغه دادب لپاره ووهي٠او دخاوندله حقوقو څخه داده چې ښځه له تولو هغه کارو څخه ځان وږغوري چې دهغه دميړه برم،شرف ،وقارته زيان رسوي او داسې کار د و نه کړي چې دهغه په وا سطه د خاوند په زړه کې څه شک او انديښنه پيدا شي ٠دخاوند دشتمنی خيال به ساتي٠
بې ځايه به يې نه لګوي هر چاته به يې نه ورکوي ٠ اوهغه چې عادتا خلک لکه فقيرانو او ملنګانو ته خيرات ورکي پروانه لري او دهغه له حقوق څخه دادي چې دهغه بسترې ته په چټکتيا سره ورشي او که شرعي مانع لکه (حيض او نفاس) نه وي د هغه جنسي غوښتنې دی پوره کړي٠رسول الله (ص) فرمايې: (( اذاعاالرجل امرته الی فراشه فابت ان تجی ۀاليه فبات غضبان عليها لعنتها الملائکه حتی تصبح ))….. بخا ری، مسلم ،ابوداود، ابن ما جه و مسند احمد٠
يعنی: کله چې کوم سړی خپله ښځه خپلې بستری ته رابولي او هغې انکار وکړ له دی څخه چې دته راشي او هغه شپه په قهر او خفګان صبا کړه همدا رازفرما يې:
(( اذاعاالرجل امرته الی فراشه فلم تا ته فبات غضبان عليها لعنتها الملائکه حتی تصبح ))….. بخا ری، مسلم ،ابوداود، ابن ما جه و مسند احمد٠
يعنې:کله چې را بولي يوسړ ی خپله ښځه خپلې بسترې ته اوهغه ورته رانه شي اوهغه شپه په قهر او خفګان کې پری صبا کړه نوملايکې پری لعنت وايې تر هغه چې صبا شي \”

 د خاوند د حقوقو لنديز

١: له خاوندسره محبت اومينه ٠
٢: د خاوند دعزت اوابروساتنه ٠
٣: اطاعت او مننه٠.
٤: دخاوند درناوی عزت او احترام ٠
٥: دخاوندخدمت٠ .
٦:د هغه دکور او شتمنئ ساتنه٠
٧ : خاوندته زينت، ارايش او ځان ښايسته کول٠
٨: د کورنې نظم جوړول٠
٩: له کور سره مينه ،دلچسپي او علا قه٠
١٠:د اوﻻد تر بيت (روزنه٠)٠
١١: له خاوند سره له وس سره سم په کارونکې مرسته او هغه ته د ږوند تولې
اسا نتياوې برابرول ٠
١٢:د خاوند له دوستانو سره ښه تګلاره٠
١٣:د ږوند په ټولو مختلفو حالا تو صبر اوقنا عت٠
١٤: له خا وند سره اخلاص اوقناعت٠
د ېا دونې وړ ده چې په يهوديت کې خاوند په ښځه مطلقه سلطه لري او بې قېد او شرطه د هغه په واک کې ده٠ او هر څه چې وغواړي پری کولې يې شي

دښځې حقوق په ميړه باندې .

 څنګه چې خاوند په ښځې ډ ېر حقوق لري همدارنګه ښځه هم په خاوند ډېرحقوق لري چې مهم يې دلته ېا دوو:
داچې عا جل مهربه ورکوي که چيرته يې دنکاح په وخت کې ټاکلې و ،او که ټاکلې يې نه و نو څه چې دود وي که وريې نکړ نو ښځه کولې شي چې ځانته يې راپريږدي که څه هم لو مړ ی راضي وي او دخول هم شوی وي ٠
او بل دا چې هغې ته نفقه او جامه ورکړي او دهغې له شان سره مناسب کور ورته پيدا کړي چې هغه کې راحت وي ٠معا ويه الشقري( رض) روايت کوي چې يو سړي له رسول الله (ص) څخه و پوښتل چې دښځې حقوق په خاوند څه دي؟هغوی(ص) ځواب ورکړ چې هغې ته خوراک ورکړه،کله چې خواړه خوري او په جامه کې پټه کړه ٠کله چې ځان پټوي په مخ مه وهه بدی خبرې ورته مکوه رټه يې مه ورځنې جدا ګيږه مه مګر په کور کې……………ابوداود،ابن ماجه او مسند احمد٠رسول الله(ص) د حجه الوداع په خطبه کې وفرمايل:
خبر اوسې چې دهغوی حق په تاسو دادی چې هغوی ته ښې جامې او نفقه ورکړی او له هغوی سره ښېګړه وکړی………….. مسلم٠
که بله ښځه يې وي نو د هغوی تر منځ به د عدل او انصاف سره کار اخلي ٠ښځه د خاوندله اجازی څخه پرته هم د مور او پلار او نور محرمو ملاقات ته تللې شي،دښځې بل مهم حق په خاوند دادی چې دينې ،ضروري مسائل لکه لمونځ، روږه،حيض او نفا س وروښيې………..احياۀالعلومام غزالي.
او که خا ونديې نه پوهېده دا کولې شي چې له بل علم څخه ځا ن پوهه کړي٠د کور په کار لکه پخول ګنډل او دا سې به يې نه مجبوروي٠او خاوند به ورسره نېک اخلاق کوي٠له هغې سره به مينه ، او محبت ساتي ،دهغې اسرار او پټ رازونه به نه رسوا کوي ، له هغې سره به ښه خندا او خوشحالي کوي له دوستانو سره به يې ښه اخلاق کوي, ناز او نخرې به يې مني څومره چې کولې شي ځان به له طلاق څخه ږغوري ٠ د کور په کارکې به ورسره مرسته اولار ښونه کوي٠
بل دا چې ېواځې په اسلام کې ښځې ته دحق ورکول ښوی دی٠ چې خپل مال باندی پوره وﻻېت ولري٠(کله چې عاقله او بالغه وي) او که خاوند دهغې له اجازی څخه پرته دهغې په مال کې لاسوهنه کوي نو غاضب دی حتی که ښځه لېونی هم وي نوپه مال کې يې ولا ېت دخاوند حق ندی دپلار او نيکه حق دی٠
مګر په يهوديت کې ښځه له مهر څخه پرته نور هيځ شتمني نه لري،هر څه يې د ميړه دي، ټوله سرګرداني او تکليف يې د خاوند لپا ره دی او مهر به هم يا له طلاق څخه وروسته ورکوي او يا به يې له مرګه څخه وروسته ورثه وته ورکوي٠ او په اسلام کې خاوند حق نه لري چې ښځه په کور کې دهغې دمال لګښت ته اړه باسي بې ځايه به يې نه وهي٠له هغې سره به نه نرمی او مهر با نی څخه کار اخلي حضرت عمر(رض) فرمايې:
انسان بايد په خپل کور کې له خپلې ښځې او اولاد سره د کوچنې په څېر وي٠چې دسختې څخه کار وانخلي ………
يو ځل يو سړی حضرت عمر(رض)ته ورغې چې له خپلې ښځې څخه شکايت وکړي٠کله چې دروازی ته ورسېده نو د حضرت عمر (رض) د بي بي ام کلثوم \”رضي الله عنها\” اوازيې واوريد چې له حضرت عمر(رض) سره خبر ې ا ړولې نو دې سړي له ځانه سره وويل ما خو غوښتل چې زه خپل شکايت ده ته وړاندی کړم دا خو هم په هغه څه کې ګيردی چې زه پکې ګېر يم
٠حضرت عمر (رض)هغه راوغوښت او ور ځخه يې وپو ښتل هغه ورته خپل عرض وړندی کړ خوده (رض)ووېل زه دېته دېر تېرېږم ځکه چې دا پر مادېر حقوق لري لکه٠
١: دا زما او دوزخ ترمنځ پرده ده ٠ زمازړه پری له حرامو څخه تسل مومی٠
٢:ګله چې زه بهر ته وﻻر شم نو زما دکوراو مال سا تونکې ده٠
٣:زما جامی راته مينځي٠
٤:زما اوﻻد ته شېدې ورکوي ٠
٥: زما کور ته دودۍ پخوي٠
هغه سړي ورته ووېل کوم خدمت دی چې ښځه تا ته کوي هغه خو ما ته هم کوي څنګه چې ته ورته تېرېږې زه به هم ورته تېر شم …………البر يقه شرح لطريقه..
داوله ښځو سره د صحا به وتګلاره ،راشئ اوس زمونږ په ټو لنه کې له ښځو سره د مېړونو تګلاره وګورئ چې بې ګناه وسره په اندازه ظلم کوي او څو مر ه يې وهي٠

 ګډ حقوق

 ۱:ېو له بل سره به محبت کوي ، ېوب سره به نیک سلوک کوي ، ېو بل ته به مخلس وي ،یو بل ته به ښه نېت لري ، پټ او ښکاره به يې ېو بل ته یو شان وي،ېو له بل څخه به د ژوندون دستونزو په ليرې کولوکې هڅه کوي ا لله (جل جلاله) فرمايې:[ولهن مثل الذی عليهن با لمعروف]…………..البقره۲۲۸……
یعنې:او ښځو لره حق دی لکه څنګه چې د سړ ېو په هغوی حق دی ددستور مطابق.
۲:له دواړو خواو ځخه حرمت مصاهرت ثابتيږی (چې څوک چا سره نکاح وکړ ي نودبل خوانژدی دوستان پر‌حرامیږي)
۳:ېو له بل څخه میراث و‌‌ړي ،ګله چې ښځه مړه شي نوکه اولادیې درلودنوخاوندڅلورمه برخه اخلي اوکه اولادیې نه درلود نود د مال نیمه حصه اخلي او که خاوندمړ شواو اولادیې و نو ښځه اتمه حصه اخلي او ګه اولادیې نه درلود نوڅلورمه حصه اخلي.
۴:همداراز ېوله بل ځخه ټول هغه جنسي خوندونه اخستلای شي چې شریعت ورته رواکړي دي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب