مسحه – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: ګرانه پلاره! د بوټانو يا د ځان د ټپي شوې برخې مسحه څنګه ترسره کېږي؟

ځواب: ګرانه زويه! څوک چې کله غواړي اودس وکړي، کولی شي، د بوټانو (په دې شرط چې ترښنګري پورې وي) په سر مسحه وکړي، خو باید له اغوستو څخه مخکې يې پښې پاکې مينځلې وي او پښې يې له بوټانو نه وي ايستلي، دغه کړنه (عمل)، د مسافر لپاره درې ورځې(۱) او د مقيم لپاره يوه ورځ جايزه ده.

د مسحې ماتېدونکي شيان هماغه د اوداسه ماتېدونکي څيزونه دي، که چيرې مسحه ماته شي نو بايد پښې بېرته له سره پريمنځل شي.

د ځان په هغه برخه چې ټپي يا ماته شوې وې مسحه جایزه ده او د پښو مسحې غوندې ده، يعنې د اوداسه به وخت کې ټپي يا مات ځای مسحه کړئ.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

ـــــــــــــ

(۱)ـ احنافو د مسافرت حدود ۸۹ کليو متره ټاکلي دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب