په جهادکې ددښمن څار !

عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: ” كُلُّ عَيْنٍ بَاكِيَةٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِلَّا ثلاثَ أَعْيُنٍ: عَيْنٌ بَكَتْ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ تَعَالَى، وَعَيْنٌ غَضَّتْ عَنْ مَحَارِمِ اللَّهِ تَعَالَى، وَعَيْنٌ حَرَسَتْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ تَعَالَى ” التنبیه باب الجهاد

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :دقیامت په ورځ به له ټولو سترګوڅخه اوښکې رواني وي ،مګردرې سترګي به هغسې نه وي :

هغه سترګې چې په دنیاکې يې دالله تعالی له وېري اوښکې تویولي .
هغه سترګې چې په دنیاکې دمحارم الله څخه راګرزول شوي وي .
اوهغه سترګي چې په جهاد کې ددښمن څارورباندي شوی وي .
تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم دقیامت دورځې دیوې سختې صحنې یادونه کوي چې خلګ به ټول ژاړي مګر درې ډلي خلګ به داسي نه وي،یوهغه چې په دنیاکې يې دالله تعالی له وېري اوښکې تویولي ،دوهم هغه چې په دنیاکې يې دهغوڅېزونو څخه سترګې کښته کولي چې الله تعالی حرام کړي و .

اودریم هغه مجاهدين چې په جهادکې يې ددښمن په وړاندي پیره کوله او په خپلو سترګو به يې ددښمن څار کاوه .

مطلب : هغه سترګې چې څوشېبې ددښمن څارورباندي کیده الله تعالی ته زیاتې خوښې اودمجاهددپیري عمل الله تعالی ته یومحبوب عمل دی . لکه دالله تعالی له وېري اوښکې تویول اونامحرمو څخه سترګې کښته کول .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب