توره پیشو او مستی -ماشومانو کیسه

لنډه کیسه

پیشو چی تمامه ورځ په کوڅه کی ګرده ګرځیده د احمد دوی له کوره یی د پښی غوښی بوی تر څپیږمو ورسید نو په منډه یی په هغه لور حرکت وکړ خو خبره نه وه چی په لاره کی ورته د احمد دوی سپی په پهره ولاړ دی. که څه هم چی پیشو ډیره تلوسه درلوده چی د احمد دوی کورته ننوځی خو چی کله د احمد دوی کور ته نږدی شوه د هغوی کوچنی سپی ته یی پام شو چی د دروازی مخی ته پروت دی د دی لاری کورته ننوتل ورته له شون وتی ښکاره شو دسپی په لیدو یی په بله لوره منډه کړه خو سپی یی پریښودونکی نه وو هغه هم ورپسی منډه کړه خو پیشو دیوال ته نږدی وه نو ژر یی په دیوال ټوپ وکړ او د سپي تر رسیدو مخکی په دیوال جګه شوه. که څه هم چی دا لاره پری تړلی وه چی غوښی ته ځان ورسوی خو بیا هم پیشو نا امیده نه شوه او د بلی لاری په لټون یی پیل وکړ. ښکته سپی او پورته اسمان او پيشو په یو نازکه دیوال روانه وه او لاندی سپی په غپیدو هغه ښکته کیدو ته هم نه پریښوده. لا څو دقیقی تیری نه وی چی له بلی خوا هم پری د لوټو ګوذارونه پیل شول او دا شینیکې وه چی هغی هم نه غوښتل پیشو ددوی کور ته ننوځی. که څه هم پیشو د شینکې پیشو ډیره خوښیده خو بیا هم ورته داسی ویل شوی وو چی که پیشو د کور لوښو ته نږدی شی نو هم لوښی مرداروی او هم که په لوښو کی خواړه وی نو خوری یی، او شینکی نه غوښتل چی پيشو ددوی خواړه وخوری. که څه هم چی د شینکی پيشو ډیره خوښیده خو بیا هم د پلار او مور له ډاره یی هغه په کور کی نه پریښوده.
پیشو ښکته او پورته وکتل او په دی دیوال پاتی کیدل ورته نا شونی ښکاره شو نو همدا وو چی په منډه یی د شینکی د بام په لور حرکت وکړ. لا بام ته نه وه رسیدلی چی شینکی ورته ځان ورساو او پیشو ته یی په زیر زیر کتو پیل وکړ. پیشو پوهه شوه چی شینکی ورته څه نه وایی نو دا هم په بام کراره کښیناسته او بلی خوا ته شینکی کښیناسته او د پیشو په نظاره شوه. شینکی ته داسی وبریښیده چی پیشو به وږی وی نو له پیشو یی وپوښتل
؛پیشو جانی ډوډی درته راوړم؛
پیشو ورته همداسی کتلی که څه هم چی د شینکی په پوښتنه پوهه شوه خو ځواب یی نه شو ورکولای او همداسی یی ورته بډی بډی کتلی او په زړه کی یی ګرځیده چی شینکی به اوس لاړه شی او ورته به خواړه راوړی …اوس به لاړه شی او ورته به خواړه راوړی، خو شینکی د پیشو ځواب ته منتظره وه په دی کار ډیره موده تیره شوه خو شینکی له ځایه حرکت ونه کړ. له پنځه، لس دقیقو وروسته شینکی حرکت وکړ او له کوره یی پیشو ته لږ مستی او یوه کوچنی ټوټه وچه ډوډی راوړه. او هغه یی د پیشو په مخ کی کیښوده. پیشو هم چی تمامه ورځ هیڅ هم نه وه خوړلی په ډیره تلوسه یی په خوړلو پیل وکړ او د خوړلو وروسته ته یی شینکی ته دعا وکړه او همداسی په خپل لاره روانه شوه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب