خپلې خوښۍ له نورو سره شریکې کړئ

کله چې تنها یې نو په تنهایي سره به د نړۍ له تر ټولو ښکلي ځای څخه هم خوند وانخلې ،

تر هغو چې دا خوښئ او خوندونه دې له بل چا سره شریک کړي نه وي،

د خوښیو شریکول له نورو سره د خوشحالئ او رضایت واقعي احساسات له ځانه سره لري،
نو له نورو سره د خپل ژوند او خوښیو په پایله کې به تاسو واقعي خوشحالۍ احساس کړئ.

دټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ :

دومره یې یوسئ چې توان یې لرئ،
وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمري غوندې ورغاړې ووځئ،
په بې وزلۍ مه خفه کېږئ،

دا په یاد ولرئ چې دقیامت په ورځ دډېرو حساب ډېر دی،
د هر څه بدله له الله ج څخه غواړئ،
کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې دځان سمونه وکړئ،
کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ،
نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ،
ځکه د سبا د راتللو پته هیچا ته هم نه شته.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب