سوی او غوا- ماشومانو کیسه

یو ماځیګر یو سوی په ځنګله کي چکر واهه چي یوه غوا یې ولیده. د سوئ د غوا شیدو ته ډېره هوا وسوه، خو نه پوهېدی چي په څه ډول غوا خطاباسي او د هغې شیدې مفتي او بې پیسو وچښي. هغې له ځانه سره وویل چي زه به خپل کوښښ وکړم. له دې سره هغه غوا ته ورغلی او ورته وې ویل:

– سلام غوا. څنګه یې؟
غوا وویل:
– ښه یم خو دا واښه ډېر وچ دي او خوند نه کوي.
سوي وویل:
– ولي ګیرینګیچ نه خورې؟ نه ګورې، په هغه ونه کي څونده ډېر خوندور ګیرینګیچ ځړیږي.
سوی رښتیا ویل. کله چي غوا ګیرینګیچو ته وکتل نو وئې ویل:
– هو، ته ښه وایې مګر څنګه ئې راوشکوم؟
سوي وویل:
– ونه په ښکرونو باندي ټینګه ووهه نو ښه ډېر ګیرینګیچ به راولوېږي او وئې خوره.
غوا ونه په ښکرونو باندي ټینګه ووهله. دا چي ګیرینګیچ پاخه نه وه نو یوه دانه ګیریدګیچ لا راونه لوېدی.
سوی غوا ته وویل:
– شا ته ولاړه سه، پر ونه راوځغله او ټینګه ئې ووهه.
غوا د سوی په خوله وکړه. هغه شا ته ولاړه او په ډېره تیزي باندي یې پر ونه وروځغستل او ونه یې ډېره ټینګه ووهله. په دې وخت کي څو دانې ګیرینګیچ راولوېدل مګر د غوا ښکرونه هم په ونه کي بند سول. کله چي سوی ولیدل چي د غوا ښکرونه په ونه کي بند دي نو یې کور ته وځغستل او ټولو ته یې وویل چي دېګونه، ستلونه، ګیلاسونه او جیکونه ځنګله ته راوړي. سوی د غوا څنګ ته کښېنسته او غوا یې ولوشل په ډېر لږ وخت کي ټول دېګونه ، ستلونه، ګیلاسونه او جیکونه د شیدو ډک سول. سوی او د هغه کورنۍ ټوله له ډېرو شیدو سره بیرته کور ته ولاړل. غوا ته ډېر درد ورغلی وو خو ښکرونه ئې تراوسه لا بند وه. هرڅونده کوښښ چي ئې وکړ ایله ئې نه کړل. هغې ټوله شپه همداسي تېره کړه. سهار چي د غوا ښکرونه خلاص سول نو هغې د دې لپاره چي سوي ته سزا ورکړي له ځانه سره ئې یو پلان جوړ کړ. غوا ټوله ورځ ایله وګرځېده. کله چي ماځیګر سو نو ئې خپل ښکرونه بیرته په ونه کي داسي چخ کړل چي داسي وایسي لکه هغه چي ټوله ورځ بنده وه. کله چي سوی راووتل او ویې لیدل چي غوا تراوسه بنده ده نو ورغلی او ورته وې ویل:
– ته تراوسه بنده یې؟
غوا وویل:
– هو، لطفاً زما سره مرسته وکړه. ما تر لکۍ ونیسه او کش مي کړه.
سوي وویل:
– زه دومره زورور نه یم.
غوا چي پوه سوه چي سوی ښه نژدې راغلی دئ او هغه ئې وهلای سي، سوی د غوا په پلان پوه سو. او تښتي ته ئې ځان آماده کړ، کله چي غوا ښکرونه راوایستل، نو سوی ډېر ژر وتښتېدی. غوا پسي وروځغستل مګر سوی تر هغې چابک وو. سوي په پاڼو کي پټ سو ‎او یوازي ئې سترګي راوایستې. غوا فکر وکړ چي دا یو بل حیوان دئ نو له هغه څخه ئې پوښتنه وکړه:
– تا سوی ونه لیدی؟
حیوان ورته وویل:
– هغه همدا اوس دلته تېر سو.
غوا نور هم تېز پسي وځغستل. کله چي کلي ته ورسېده نو پوه سوه چي هغه به هیڅکله سوی ونه نیسي. خو د غوا همېشه سوي په یاد دی.
موږ د دې نکل څخه دا زده کوو چي ټولي کیسې د زده کړي وړ شیان نه لري!
(د امریکا څخه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب