ښوونكي او مربيانو لپاره لنډه کیسه

د نوی کال په پیل کې ښوونکې د ټولګي مخې ته ودریده او خپلو زده کوونکو ته يې په کتو کتو یوه خوږه خبره وکړه: « زه ستاسو د ټولو سره د زړه له کومي مینه کوم»
لکه څرنګه چې ټول ښوونکي او ښوونکې دا خبره وایی، خو هغې په زړه کې د یو زده کوونکي لپاره دغه وینا نه خوښوله، هغه چې د صنف په اول قطار کې به ناست وو او «تیدی استیوارت» نومیده.
آغلې تومسون د تیر کال څخه تیدی څاره چې هغه د نورو کوچنیانو سره لوبې نه کوي او د تل يې خیرن کالي په غاړه وي او تل حمام ته اړتیا لري. هغه یو تروتازه هلک نه ښکاریده، تر دی چې آغلې تومسون ته به دې کار ډیره مزه ورکوله چې د هغه د امتحان د پاڼې د کتلو په وخت کې په غټ سره قلم سره پرې د چليپا د ضرب نښه کش کړي او بیا د پارچې په سر ولیکي: «ناکام».
په هغه مکتب کې چې آغلې تومسون ښوونکې وه، په هغه کې به دې نوموړې څخه دا غوښتنه کیده چې باید د هر زده کوونکي مخکینۍ دوسیه وګوري، خو هغې به تل د «تیدی» دوسیه تر ټولو لاندې ایښوده.Afghan-teacher
یوه ورځ چې هغی د «تیدی» دوسیه خلاصه کړه، نو ډیره حیرانه شوه.
د اول صنف ښوونکي داسی لیکلی وو: «تیدی ډیر ذهین زده کوونکی دی، او ډیر آرام روح لري، هغه خپل کار په ښه او منظم شکل سر ته رسوي او د ډیرو ښو اخلاقو خاوند هم دی».
د دوهم صنف ښوونکي داسی لیکلي وو: «تیدی لائقه زده کوونکی او د ټولو هم صنفیانو ورسره مینه ده، خو هغه د مور د ناروغى له امله لږ روحی ناآرامي او خفګان احساسوي، چې له امله يې په کور کې ژوند ستړی او په تکلیف کې دی».
د دریم صنف ښوونکي لیکلي وو: « د مور مړينه د تیدی لپاره یوه ډیره ناوړه پیښه وه، هغه ډیر کوښښ وکړه، چې ځان له دغه حالته خلاص کړي، خو پلار يې ورته پاملرنه نه ده کړي، که لازم اجراءات ونه نیول شي نو دغه حالت به په نوموړی ډیره بده اغیزه وکړي».
د څلورم صنف ښوونکي داسی لیکلی وو: « تیدی یواځی د ځان سره مشغول وي او درس ته پاملرنه نه کوي، ډیر دوستان هم نه لري، او کله کله د درس په جریان کې ويده کیـږي».
د دوسیی د کتلو وروسته آغلې تومسون د تیدی په ستونزه پوه شوه، او د هغه چلند له امله يې د شرم احساس وکړ چې په تیرو وختونو کې يې د «تیدی» سره کړی وو او د خپل موقف د بدلو اراده يې هغه وخت کې وکړه چې ټولو زده کوونکو نوموړې ته د هغې د کلیزی له امله قیمتي هدیې راوړې چې په ښايسته او رنګینو کاغذونو کې نغښتل شوې وې، خو یواځې تیدي وو چې خپله هدیه يې په ډیر سادګۍ په غیر منظم شکل په یو چټل کاغذ کې تاو کړې وه.
په دې کار سره آغلې تومسون ډیره خپه شوه خو چې کله يې د تیدی هدیه خلاصه کړه نو ټولو زده کوونکو وخندل، په هغې کې د بې ارزښته اوسپنې امیل او نیم بوتل د عطرو شیشه وه.
خو زده کوونکو هغه وخت خپله خندا بس كړه چې آغلې تومسون د هار په لیدلو خوښي ښکاره کړه او بیا يې په خوښۍ سره خپلی غاړی ته زوړند کړ او څو څاڅکی عطر يې په خپل ګريوان كې ووهل.
پدې ورځ «تیدي» د درس وروسته خپل کور ته لاړ نه او لږ انتظار يې وکړ تر څو د آغلې تومسون سره وویني، او ورته ووایی چی: « نن ستا څخه زما د مور په شان خوشبويي راځي».
کله چې زده کوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول، نو آغلې تومسون لږ تر لږه د یو ساعت لپاره په چیغو چیغو وژړل، ځکه چې نن ورته «تیدی» هغه عطر راوړي وو کوم چې به د هغه مور لږول، او نن هغه په ښوونکې کې د خپلی مور بوى بیاموند.
لدې ورځې وروسته آغلې تومسون یواځی د لیک، لوست او حساب څخه لاسونه راغونډ کړل او کوچنیانو ته يې د صنف د ټولو ساعتونو د ویلو فیصله وکړه او د «صنف معلمه» جوړه شوه، او په ځانګړی ډول يې «تیدی» ته ډیره پاملرنه کوله.
د ښوونکې د پاملرنی سره د تیدی عقل بیا کار پیل کړل، او کله به يې چې هم تشویقولو نو جواب به يې ډیر زر ورکولو، د درسي کال په پای کې تیدی تر ټولو زده کوونکو بریالی او ذهین راوخوت، او تر ټولو څخه زیات آغلې تومسون ته نږدې هم.
یو کال وروسته آغلې تومسون د خپل کور د دروازی مخی ته د خپل شاګرد «تيدی» ليک وموند چې ليکلي یې وو: «ته زما د ژوند تر ټولو غوره ښوونکې يې».
شپـږ کاله تير شول، آغلې «تومسون» د «تيدی» ليک تر لاسه نه کړ، د دغې مودې ورسسته یې بیا وليکل چې هغه ثانوي مرحله پاى ته رسولې او دریم نمره بريالی شوی دی، او نوموړی تراوسه هم د ده په فکر تر ټولو غوره ښوونکې ده.
څلور کاله وروسته نوموړې بل لیک تر لاسه کړ، لیکلي یې وو: «کارونه ډیر ګران شوي دي، زه په فاکولته کې یم، او ډیر زر به په اوله نمره فارغ شم، او تر اوسه هم نوموړې ده تر ټولو غوره او خوښه معلمه ده.
څلور کاله ورسته چې بيا کله آغلې تومسون د تیدي لیک تر لاسه کړ نو لیکلې یې وو چې ما د فاکولتی د پوره کولو ورسسته د نور درس ويلو فیصله کړې ده، او تر اوسه پورې نوموړې د ده د ژوند تر ټولو غوره او خوښه ښوونکې ده، دا ځل د تیدی نوم لږ اوږد وو، یعنې «دکتور تیودور اف تيدی».
قصه دلته پاى ته ونه رسيده بلكه په راتلونكي پسرلي كې هغې ته د تيدی لیک راغى چی: هغه د یوی پيغلی سره مخ شوی دی او ډیر زر به د هغې سره واده وکړي، تيدی مخکې آغلې تومسون ته ویلی وو چې دوه کاله د مخه يې پلار مړ شو، په دې لیک یې د هغی څخه غوښتنه کړې وه، چې د واده په ورځ به یې د مور پر ځاي کښیني او نوموړې هم ورسره ومنله.
د واده په ورځ آغلې تومسون هماغه هار په غاړه کړی وو چې تيدی ورته ډالۍ كړى وو او هغه عطر یې هم لګولي وو.
دواړه یو بل ته غاړی وتل، دکتور استیوارد آغلې تومسون ته په غوږ کې وویل: زه ستا ډیره مننه کوم چې پر ما دې اعتماد وکړ، او ما ته دې وښوده چې زه هم یو مهم شخصیت يم او کولی شم چې یو ښه شخصیت جوړ شم.
آغلې تومسون ورته د اوښکو څخه په ډکو سترګو ځواب ورکړ: ستا خبره سمه نه ده، بلکه ته هغه څوک یې چې ما ته دې وښودل چې زه څرنګه یوه ښه ښوونکې جوړه شم. زه ستا څخه د مخامخ کیدو نه مخکې نه پوهیدم چې څه ډول ښوونه وکړم.
تیدی استوارد یو مشهور داکتر دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د ایوا ایالت د دیس مونتیس په ښار کې د میتوددست په شفاخانه کې د سرطان د علاج څانګه لري چې نه یواځی د دغه ایالت بلکه د امریکا تر ټولو غوره د سرطان د علاج مرکز دی.
د دی قصی څخه باید مور، پلار او ښوونکي درس زده کړي چې هیڅ کله دې هم په بې پروایۍ سره د خپل اولاد او زده کوونکو په هکله داسې فیصله نه کوي چې د هغوى اینده د خطر سره مخامخ کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب