هوښېارګل دبخت په څپو کې – ماشومانو کیسه

یو کس وو نوم يي هوښېارګل وو
هوښېارګل د خپل بادار سره ۷ کاله کار وکړ، نو يوه ورځ یي ورته وويل:
« باداره! زما وخت پوره شوی دې، اوس  غواړم چې بیرته خپل کور او مور ته ولاړشم.ما ته زمامعاش راکړه.»
مالک ورته وویل چې.« تا زما سره په رښتيا او  په اخلاص کار وکړ. څنګه چې کار هغسې معاش.»
ده نوکر ته د سرو زرو يو غټ غونډاری ورکړ، چې د هوښېارګل د سر  په شان غټ و.
هوښېارګل  د جيب څخه دسمال راوایست او د زرو غونډاری يې  پکې وپيچې، پرا وږه يی کښيښود او د کور په لور روان شو.
دې ګام په ګام روان و چې په مست آس  سپور  تازه او خوشال سړی يې تر نظر تیر شو .
هوښېارګل په جګ اواز وویل:» آخ، دآس سپرلی څه ښه شی دې ، څوک داسې پر کښېنی، لکه چې په چوکې ناست وي، پښې يې د ډبرو سره نه موښلي، بوټونه يی نه زړیږی،او هيڅ نه پوهيږی چې څنګه وړاندې روان دې.»
پر آس سپاره چې دا خبره واوريده نو ودريد،او ور ږغ يی کړ،«ای هوښېارګله! دا ته ولې پیا ده روان يې؟»
هوښېارګل په ځواب کې ورته وویل، « آخ، زه مجبور یم چې دا غونډاری ترکوره ورسوم، دا خو سره زر دي، زه د ده له لاسه  خپل سرسم سيده نشم  نيولې او اوږې مې هم ترې خوږیږی.»
پر آس سپور سړی ودرید او هوښېارګل ته يې وویل،« ته پوهیږې چې څه؟ موږ به دا خپل شته سره بدل کړو. زه به دا خپل آس و تا ته درکړم او ته دې خپل غونډاری ما ته راکړه.»
هوښېارګل ورته وویل چې:« دا کار به د زړه له کومې وکړم، خو داهم بايد تا ته ووايم چې ته بايد دغه د زرو غونډاری پر خپلو ا وږو یوسې.»
د آس ځغلونکی راکښته شو، سره زر يې واخیستل، او د هوښېارګل سره يې پر آس باندې د سپریدو په وخت کې مرسته وکړه، جلب  يې ټینګ په لاس کې ورکړ او ورته ويې ويل چې:« که وغواړې چې  ښې خوا ته وګرزي، نو ته بايد په ژبه په ټیټ اواز هوپ، هوپ وکړي.»
د هوښېارګل روح خوشال اوتازه شو، دی په آس سپور او په ارامې ترې روان شو. خو څه وخت وروسته په دې فکر کې شو چې آس يې باید یو څه نور هم چټک شی، نو د هوپ، هوپ ناره یي پورته کړه.
آس  دومره تیز شو، چې هوښېارګل يې، مخکې تردې چې خپلې تیروتنې ته يې پام شی،  په هغه کنده کې راوغورځاوه، چې د سرک او پټیو تر منځ پرته وه.
که چرې یو بزګر، چې خپله غوا يې تر مخه کړې وه، په دې وخت کې نه وای رارسیدلی ، د آس مخه يې نه وای نیولې، نو هغه به هم دې کندې ته لویدلی وای. هوښېارګل بيرته خپل ځان سره راټول کړ او پر پښو ودريد،خو ډیر په غوسه او بد حال وو او بزګر ته يی وويل،« دا د آس سپرلی خو یو ډیر بدمزه شی دې،په تیره بیا چې څوک له یوه داسې ټټو سره ګیر پاتی شی،دا ټټو څوک په دومره قوت له ځانه لیری غورځوی،چې نږدې وی مغزی يې مات شی،بیابه هیڅکله په داسې ټټو سپور نشم.
هوښېارګل آس
هوښېارګل آس
ما د ستا غوا خوښه ده، چې  سړی ارام پسی روان وی،او سربیره پردې هره ورځ شیدې،کوچ او پنیر هم ترې تر لاسه کوی ،د څه په بدل کې به زه د یوی داسې غوا څښتن شم  ؟
»بزګر ورته وویل:« اوس نو چې ته غوا ته دومره ډیر خوشالیږی،نو زه حاضر یم چې غوا مې ستا د آس په بدل کې درکړم.»
هوښېارګل په زښته ډیره خوښې هوکړه ورسره وکړه؛بزګر پر آس سپور شو او په بیړه ترې وځغاست.هوښېارګل خپله غوا تر مخه کړه او دبختوری سودا په سوچ کې و :«که زه اوس یوازی وچه ډوډی ولرم ــ اودا خوهیڅ نشی کېدای چې ډوډی به هم نوی ــ نو څومره مې چې زړه وغواړی د کوچو او پنیر سره به يې خورم،او که تږی شوم، نوغوا به ولویشم او شیدې به وچېښم. ای زما زړګیه،نور نو ته څه غواړی ؟»کله چې پر لار یوه رستورانت ته ورسید،هلته تم شو او په خوراک سرشو،دغرمې او ماښام ډوډی يې دومره وخوړه،چې څه يې په جیب  کې لرل، ټول يې په ډوډی ورکړل،او په وروستیو پاتی شوو مېده پیسو يې ځان ته شربت راو غوښته.تردې وروسته يې غوا د خپلې مور دکلی په لورروانه کړهڅونهچېغرمهرانيږديکيدله،ګرمې  هم هغومره ډيریدله.هوښېارګل په يوه چمن کې روان و،او يو ساعت لارنوره هم ور ته پاتی وه،ډیره ګرمې يې وشوه،او له تندې يې ژبه په زامه پوری ونښته.هوښېارګل پدې سوچ کې وچې،«ددې تندې او ګرمې چاره کولې شم،غوا به ولویشم او په شیدو به يې ځان تازه او ځواکمن کړم.»غوا يې پر يو هوچه ونه  پوری  وتړله،خپله خولې ئی تر لاندېکړه،که هرڅومره هڅه يې هم وکړه،غوا يو څاڅکئ شیدې هم ورنکړي،ځکه چې دې د غوا د لویشلو په چل نه پوهیده،نو غوا بی حوصلی شوه، د شاپه پښه يې د دهپرسر داسې سخته لګت ورکړه،چې پرځمکه ولوید او ډیر وخت نه پوهیده چې چیرته پروت دې.له نیکه مرغه پدې ترځ کې یو قصاب پر دې لار راغی،چې یووړوکې وری يې په لاسی ګاډی کې اچولې واو ناره يې کړ،« دا څه مکاری ده!»او دهوښېارګل سره يې په را پور ته کېدو کې مرسته وکړه.هوښېارګل ټول هغه څه ورته بیان کړل،چې ورته پیښ شوی ول.قصاب ورته خپل بوتل ورکړ او ويې ویل،«لومړی یو څه وڅیښه او دمه وکړه.داغوا شیدې نه درکوی،ځکه چې زړه ده،او یوازی دېوڅه بار وړلو اویا دحلالولو لپاره ښه ده.»هوښېارګل د خپل سر ویښته راکښ کړل او ويې ویل،«هی هی،چا دا فکر کاوه!ښه به دا وای چې سړی دا حیوا ن په کور کې حلال کړی وای،خو پوښتنه داده چې غوښه به يې څرنګه وی!ما خو دغوا غوښه نه خوښېږی،او خوند نه راکوی.هو،که څوک داسې یو ځوان وری ولری،نو دا بیا بل ډول خوند لری،اوساسیچ به هم ورسره وی.»قصاب ورته وویل چې،«واوره،هوښېارګله،ستا د خوښې لپاره زه داوری دغوا په بدل کې درکوم.»هوښېارګل وویل،«خدای دې تاته ددې دوستی په بدل کې اجر در کړی.»  هوښېارګل بیا روان شواو پدې سوچ کې وچې تر اوسه هرڅه دده په خوشالی او ګټه تمام شول،خو دلته دېوی بلی ناراحتی سره مخامخ شو،خو ډیر زر بیا هر څه سم شول.تردې وروسته یو هلک په مخه ورغی،ده یوه ښکلی سپینه هیلی تر ترخګ لاندې نیولې وه.دواړه دلاری پر سر سره ودریدل او یو بل ته يې وخت ورکړ.هوښېارګل د خپل بخت کېسه بیان کړه،اوهلک ته يې دا وویل چې په څه ډول يې هر وار دځان په ګټه سودا وکړه.هلک ورته وویل چې دا هیلی يې دکوچنی دتمعید جشن دډوډی لپاره را وړی ده.ده هیلی له وزرو ونیوله او هوښېارګل ته يې وویل،« یوځل يې پورته  کړه،چې څومره درنده ده.اته او نی مې ښه خوراک ور کړی دې،که څوک ددې کباب وخور ،نو د خولې د دوړو کونجو نه به يې غوړی را وڅاڅی.»هوښېارګل هیلی په یوه لاس وتلله او ويې ویل،هو،دا ښه درنده ده،خو زما وری هم وړوکې وری نه دې.»په دې ځای کې هلک په پریشانی هری خوا ته وکتل ، سر يې هم وخوځاوه او ويې ویل،« واوره،دا ستا دوری موضوع ماته سمه او پاکه نه ښکاری،په هغه کلی کې چې زه ترې راغلم،دېو چا وری غلا شوی و،زه ویریږم،زه ویریږم،چې دا ستا وری به همغه وری وی ؛دا به ستا لپاره ښه نه وی،که چرې دې له دې وری سره ونیسی،ترټولو کمه جزا به دې داوی، چې یوی توری څا ته به دې وروغورځوی .»خوارکې هوښېارګل ډیر وډار شو او ويې ویل،«اخ خدایه ! ددغه  موصيبت په وخت کې زما سره مرسته  وکه!»د ه هلک ته وويل،چې ته خو ښه خبر يې او هم دلته بلد يي، زما څخه دغه وری واخله او خپله هيلی دې ما ته راکه.»هلک ورته وویل چې،«زه به دا خطر په ځان ومنم،خو ستا ددې بد بختی مسؤلیت په غاړه نشم اخیستلی.» ده رسی په لاس کې ونیوله اوپه بیړه يې وری دځان سره په یوه څنګځنی لا راکښ کړ.پدې توګه هوښېارګل ځان له غمه خلاص کړ،هیلی يې دتخرګ لاندې ونیوله او دکور په لور روان شو .ده له ځان سره ويل چې،«که سم فکر وکړم نو په دې راکړه ورکړه کې مې ګټه وکړه،لومړی خو کباب دې،ورپسی دا یو عالم   غوړ،چې د کباب کېدو په وخت کې به تر ی را وڅاڅی،چې دکال د ېوی څلوریزی په اوږدو کې ــ د هیلی غوړو ډوډی ــ لپاره بس کېږی. پدې به مې مور څومره خوشاله شی.»کله چې دې وروستی کلی ته ورسید، چې ګوری هلته د بیاتیو تیره کوونکې د کراچې سره ولاړ دې،څرخ يې ټيت نری اواز کاوه او ده ورسره سندری کولې:

زه بیاتی تيری کوم او تيز يی څرخوم

او زما بالا پوښ و باد ته ځوړوم

هوښېارګل ودرید او په مينه یي ورته کتل؛ بالاخره په خبرو راغی او ورته و يې ویل ،«ته ښه اوسوکاله ژوند لری، ځکه کله چې بیاتی تیری کوی،ورسره مست اوځوشال هم يې،»بیاتی تیری کوونکې په ځواب کې ورته وویل چې،«هو !دلاس کسب په حقیقت کې دسرو زرو ځمکه ده،دبیاتیود یوه تکړه تیره کوونکې جیب له پیسو خالی نه وی،هر وخت چې جیب ته لاس کړی ،پیسی پکې مومې.اوس راته ووایه چې تا دا ښکلی هیلی چرته راونیوله ؟» «دا مې را نیولې نه ده،د خپل وری په بدل کې مې تر لاسه کړه.»«او دا وری دې له کومه کړ ؟» «دوری په بدل کې مې غوا ورکړه.» «اوغوا ؟» «دغوا په بدل کې مې آس ورکړ.» «او آس ؟» «هغه مې دسرو زرو په غونډاری،چې زما دسر په شان غټ و،واخیست.» «او داسره زر ؟» « ای،دامې داوو کالونو دکار تنخوا وه.»
د بیا تیو تیره کوونکې ورته وویل.« تاسی په هره سودا کې ښه ګټه کړی ده،خو تاسی داسې هم کولې شی چې دپیسو ترناوی لاندې ودریږی،او پیسی به پخپله په جیبو کې در تويېږی.هر سهار چې راپورته کېږی،بخت به درسره مل وی.» هوښېارګل ترې وپوښتل چې،«دا  څرنګه امکان لری ؟» «تاسی باید زما په څیر دبیاتیوتیره کونکې شی،داکار یواز یوی تیره کوونکې ډبری ته اړتیالری اونور کار يې ټول پخپله سمېږی،زه داډول ډ بره لرم،که څه هم یوڅه زیانمنه شوی ده،خوزه يې هم په بدل کې له تا نورڅه نهِ غواړم،یوازی دا هیلی راکړه،آیا غواړی چې دا سودا وکړی ؟» هوښېار ګل ورغبرګه کړه چې،«پدې ګی خو پوښتنې ته کومه اړتیا نشته، پدې سودا به زه دځمکې پرسر تر ټولو نیکبخت انسان شم،ځکه پیسی به لرم او هر ځل چې جیب ته لاس کړم،خالی به نه وی،نور به دڅه لپاره ځور او اندېښنه کوم ؟»
هیلی يې ورکړه اوتیږه يې ترې واخیسته. د بیاتیو تیره کونکې یوه بله عادې ډبره چې تر څنګ يې په ځمکه پرته وه،راپورته کړه اوهوښېارګل ته يې ورکړه او و يې ویل چې،»دا ډیره دکار ډبره ده،ته پدې مېخونه ټکولې شی،اوهم زاړه کاږه مېخونه سمولې شی.داهم درواخله،خوښه به يې ساتی.»هوښېارګل دواړه ډبری په ځان بار کړی اوپه خوشال زړه ترې روان شو،سترګی يې له ډیری خوشالی ځلیدلی اوناره يې کړه چې،«زه له بخت سره دې دنیا ته راغلی یم،دېوه نیکمرغه کوچنی په څیر مې ټولې هغه هیلی تر سره کېږی چې،لرم يې.» داچې سهار دوخته په پښو شوی و،نووروورو ستړی شواوله لوږی هم په تکلیف شو،ځکه څه يې چې در لودل،ټول يې دغوا درانیولو په خوشالی کې وخوړل .اوس نولا په  تکلیف پر لار تلی شو،او مجبور و چې شیبه په شیبه ودریږی او دمه وکړی،تیږی هم په درندې شوی اوډیر يې ستومانه کړه. اوس نو پدې ارمان شو،چې کاشکې ددې ډبرو له بار نه ازاد شوی وی.
له ډیری ستومانی يې دهلزون په ښويېدو ځان  هلته د پټیو په منځ کې یوی څا ته ورساوه،ترڅو چې هلته دمه وکړی او د څا په سړو اوبو یو څه ځان تازه او تنده ماته کړی.
ددې لپاره چې ډبرو ته زیان ونه رسیږی ،نوپه ډیراحتیاط يې دځان تر څنګ دڅا په غاړه کېښودې،بیا دې هم کښېناست او د څښلو لپاره په اوبو ور ټیټ شو،پام يې نه وو چې څنګ يې په ډبره ولګید او دواړه ډبری ښکته په څاکې ولویدې.کله چې هوښېارګل ډبری څا ته دلویدو په حال کې ولېدې،له خوشالی په غورځنګو شواو لوی خدای ته په سجده او په ګونډو شو،په سترګو کې يې له خوشالی اوښکې راغلی او په زرګونو شکرونه يې ادا کړل.دې خو له لوی پروردګار نه پدې ډیر راضی وو چې،پخپل رحمت يې،بیله دې چې دې لاس او پښه وخوځوی، ددې درندو ډبرو له باره ازاد کړ.هوښېار ګل د بخت په څپوکې لاهوو او ناره يې کړه چې،«د ځمکې پر مخ ترما نیکبخت انسان بل نشته.» په خوشال زړه ،د ډبر له درانده بارنه په ازادو مټو،په ټوپونو او غور ځنګونو يې ځان کور او مور ته ورساوه.

ژباړن: رڼاګل اریوبزیدکوچنیانوله پاره لنډه کیسه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب