د نوح علیه السلام کښتۍ جوړول، طوفان او بېرته کوزېدل

کله چي نوح علیه السلام تردې اوږدې مدې وخت تېرېدو وروسته د خپل قوم د ايمان راوړلو څخه ناهيلى سو، الله جل جلاله وحي ورته وکړې چي د دغه کوچنۍ ډلي پرته د نورو کسانو دايمان راوړلو هيله مه کوه يعني نور کسان ايمان نه راوړې لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ. سورت هود، ایت۳۶.
ژباړه: ونوح علیه السلام ته وحي وسوې چي بېشکه ستا دقوم څخه بل څوک ايمان نه راوړي مګر هغه څوک چي ايمان يې راوړى دی نو ته په هغه څه باندي مه غمګينه کېږه چي دوي يې کوي.
همدا وخت وو چي نوح علیه السلام د خپل خدای جل جلاله څخه وغوښتل چي دده قوم هلاک او تباه کړي. الله جل جلاله دده دعا قبوله  کړه او الله جل جلاله وحي ورته وکړې چي ډېر ژر به ستا قوم د طوفان په وسيله هلاک سي، د دوي څخه به يو هم پاته نه سي. الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي يوه کښتۍ جوړه کړي څو دى او دده سره ملګري مسلمانان  پکښي سپاره سي. نوح علیه السلام په کښتۍ جوړولو نه پوهېدى او نه دبل چا زده وه نو ځکه الله جل جلاله دکښتۍ صنعت ته ده دوحي په ذريعه وروښودئ لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ. سورت هود، ایت۳۷.
ژباړه: زموږ په حضور کي کښتۍ جوړه کړه او زموږ په وحي سره يې جوړه کړه (بيا الله جل جلاله ورته وفرمايل  ته دهغه چا په اړه ماته خبري مه کوه چي ظلم يې کړی وي بېشکه دوي غرقيږي.
الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي دخپل قوم څخه د عذاب د پورته کېدو لپاره رجوع ونه کړې ځکه پر مجرمانو چي کله عذاب راسي  بيا نه پورته کيږي. کېداى سي چي نوح علیه السلام کله الهي عذاب مشاهده کړي چي دده پرقوم باندي به راسي،  دده په زړه کي به نرمي پيدا سي او د الله جل جلاله څخه به وغواړي چي دده قوم خلاص کړي ځکه اورېدلي داسي نه وي لکه ليدلي.
نوح علیه السلام د الهي امر سره سم د الهي وحي په ښودنه په کښتۍ جوړولو پيل وکړ. دده قوم چي دى وليدئ چي کښتۍ جوړوي نو په ده باندي يې پسخندونه وهل او مسخرې کول شروع کړه، ده ته به يې ويل: اې نوحه! ته تر پرون پوري پيغمبر وې نن بيا نجار سوې. دده د قوم ټول خلګ راټول سوه پرده باندي به يې خندل خو دى په خپل کار په جدي ډول بوخت وو دوي ته به يې ويل :که تاسو مسخرې کوي نو تاسو ته به د مسخرو سزا درکول سي، ډېر ژر به تاسو پوه سئ چي پرچا باندي عذاب راځي اوڅوک د تل لپاره په عذاب باندي اخته کيږي.
کله چي نوح علیه السلام د کښتۍ جوړولو څخه فارغه سو نو الله جل جلاله امر ورته وکړ، چي خپله کورنۍ، مؤمنان او د حيوانانو څخه يوه جوړه يعني يو نر او يوه ښځه په کښتۍ کي سپاره کړي. په همدې اساس الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي دټولو حيوانانو څخه هر ډول چي وي يعني که يې غوښي خوړل کيږي او که يې غوښي نه خوړل کيږي په کښتۍ کي سپاره کړي څو نسل يې پاته سي. بيا الله جل جلاله نوح علیه السلام ته د طوفان دراتګ لپاره يو ه نښه ورښودل هغه داچي کله دغه تنور اوبه وکړې نو طوفان راتلونکى دی.
د جمهورو مفسرينو په آند دغه نښانه ددې څخه عبارت وه چي کله د مځکي پرسطحه باندي اوبه راپورته سوې نو دغه وخت دکښتۍ سپرېدو دی غرقونکى طوفان راتلونکى دی، ټول ظالمان به هلاکيږي يوازي به هغه کسان پاتيږي چي په کښتۍ کي سپاره سي نور به ټول هلاکيږي. کله چي دهغه نښانه ښکاره سوه کومه چي الله جل جلاله ورته ښودلې وه نوح علیه السلام د خپلو ملګرو سره يوځاى کښتۍ ته وختى دستي باران شروع سو داسي باران وو چي تراوسه په مځکه کي داسي باران نه وو اورېدلى نه به واوريږي. الله جل جلاله مځکي ته امر وکړ، څو هر چيري چي دمځکي په کنارو کي اوبه دي هغه ټولي راوباسي. داسي اوبه پرمځکه راغلې لکه  دژي خوله چي ايله کړې او يو مخ اوبه رارواني وې.
الله جل جلاله يې داسي بيان کړى دی:
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ (۱۰) فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ (۱۱) وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ (۱۲) وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ (۱۳) تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ. سورت القمر، ایت۱۰-۱۴پوري.
ژباړه: خپل رب ته  يې دعا وکړه چي زه مغلوبه يم زما انتقام را واخله  نوموږ د اسمان دروازې خلاصي کړې په ډېرو اوبو تويېدلو سره د مځکي ټولي چينې مو راوبهيولې دهر لوري څخه اوبه راغلې د داسي کار په وجه چي مقدر وو موږ دى په کښتۍ کي سپور کړ، چي د تختو او ميخو لرونکې وه دغه کښتۍ زموږ په حضو رکي چلېده او سزا دهغه کسانو لپاره چي کفر يې کړى وو.
دغه طوفان ټولو لوړو او ژورو ته ورسېدي يعني  ټوله مځکي ته لوړه سيمه وه که کښته وه، لاندي او باندي ټول ځايونه اوبو ونيول هيڅ داسي ځاى پاته نسو چي اوبه نه وي ورسېدلي. هرژوندى شى اوبو لاندي کړ، او په هلاکت يې  ورساوه . يوازي هغه کسان او حيوانان پاته سوه چي په کښتۍ کي سپاره وه له همدې امله نوح علیه السلام ته دوهم پلار ويل کيږي ځکه د مځکي د مخ ټول خلګ هلاک سوه يوازي هغه کسان نه دي هلاک سوي چي د نوح علیه السلام سره  په کښتۍ کي سپاره ول. د مځکي پر مخ کي چي کوم انسانان سته ټول دهغه کسانو اولادونه دي چي د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي سپاره ول آن تردې چي د نوح علیه السلام زوى چي ايمان يې نه وو راوړى دپلار سره په کښتۍ کي سپور نه سو هغه هم هلاک سو لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِاسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (۴۱) وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ (۴۲) قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ (۴۳) وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (۴۴). سورت هود، ایت۴۱-۴۴پوري.
ژباړه: الله جل جلاله وفرمايل: په کښتۍ کي سپاره سئ، د الله جل جلاله په نوم ددې کښتۍ روانېدل او درېدل دي بېشکه زما رب زيات بخښونکى او مهربانه دی، دغه کښتۍ خپل سپاره خلګ بېول په داسي څپو کي چي لکه غرونه داسي وې، نوح علیه السلام خپل زوى ته  اواز وکړ، چي په يوه کناره کي وو  راسه زموږ سره سپور سه دکافرانو له ډلي څخه مه جوړېږه . زوى يې ورته وويل : زه به غره ته پناه يوسم چي داوبو څخه وساتل سم . پلار ورته وويل: نن ورځ پرته دهغه چا څخه چي الله جل جلاله رحم باندي کوي د بل چا خلاصون نسته او يوه څپه د دوي په منځ کي واقع سوه د نوح علیه السلام زوى غرق سو.مځکي ته وويل سوه: اې مځکي! اوبه راوباسه، اې اسمانه ! اوبه راتوى کړه. اوبه کمي سوې هغه کار پاى ته ورسېدئ چي فيصله يې سوې وه، او کښتۍ پر جودي غره باندي ودرېده.هلاکت دي وي ظالم قوم لره.[irp][irp]

د کافرانو تر هلاکت وروسته د طوفان پاى

وروسته تردې چي دمځکي دمخ اوسېدونکي ټول غرق سوه ،ټول کافران هلاک سوه الله جل جلاله اسمان ته امر وکړ، چي باران  ودروي، مځکي ته يې امر وکړ، چي خپلي اوبه دننه کړي. الله جل جلاله فرمان صادر کړ، څو په مځکه کي بېرته هغسي ژوند پيل سي  څنګه چي مخکي وو د الله جل جلاله لاندنى قول هم دې خبري ته اشاره ده چي فرمايي :
وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ. سورت هود، ایت۴۴.
ژباړه: مځکي ته وويل سوه: اې مځکي! اوبه راوباسه، اې اسمانه! اوبه راتوى کړه. اوبه کمي سوې هغه کار پاى ته ورسېدی چي فيصله يې سوې وه، کښتۍ پر جودي غره باندي ودرېده او وويل سوه هلاکت وي دي ظالم قوم لره.

د کښتۍ د سورليو راکښته کېدنه

کله چي کښتۍ پر جودي غره باندي لنګر واچاوه الله جل جلاله نوح علیه السلام او دده ملګرو ته امر وکړ، چي په سلامتيا او امن سره د کښتۍ څخه راکښته سي لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ … سورت هود ایت۴۸.
ژباړه: وويل سوه اې نوحه! کښته سه دهغه سلامتيا او برکتو سره چي زموږ د لوري څخه دي او پرهغه امتونو باندي چي ستاسره دي.
د نوح علیه السلام او ملګرو  راکښته کېدنه په داسي حال کي وه چي ١٥٠ پنځوس ورځي يې په کښتۍ کي تيري کړي وې کله چي دوى راکښته کېده دعاشوراء ورځ وه يعني دحسن او حسين دمياشتي لسمه نېټه وه، نوح علیه السلام د شکر په موخه په دغه ورځ روژه ونيول او خپلو ملګرو ته يې هم د روژې نيولو امر وکړ، له همدغي ورځي څخه بني اسرائيلو ته ددغه ورځي روژه نيول په ميراث پاته سوي دي کله چي اسلام راغلى همدغه روژه پر خپل ځاى پاته سوه ځکه کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته تشريف راوړى يهودو د عاشورا په ورځ روژه نيول رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځني وکړه چي تاسو ولي په دې ورځ روژه نيسئ؟  دوى په جواب کي ورته وويل: دا نېکه ورځ ده په دې ورځ باندي الله جل جلاله بني اسرائيلو ته د دښمن څخه نجات ورکړى دی، موسى علیه السلام په دې ورځ روژه نيول  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زه ستاسو په نسبت تر  موسى علیه السلام وړ يم . رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدې امله په دې ورځ روژه نيول او په دې ورځ باندي روژه نيول رواج سوه.
د ترمذي په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: زه الله جل جلاله ته اميد لرم چي ددغه ورځي روژه به د يوه کال دګناهونو لپاره کفاره سي.

په کښتۍ کې د دوى د اوسېدو مده

 مخکي مو وويل چي دوي په کښتۍ کي ١٥٠ ورځي پاته وه . دغه مده د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  په يوه روايت کي راغلې ده او دغه روايت ابن کثيررحمة الله علیه په البداية والنهاية کي رانقل کړى دی: د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي اتيا نارينه د ښځو سره موجود وه او دغه کسان تر يوسل وپنځوسو ورځو پوري په دغه کښتۍ کي پاته وه. د لومړى ځل لپاره الله جل جلاله دغه  کښتۍ د مکې مکرمې لوري ته بوتلل څلوېښت ورځي يې د مکې مکرمې پراطرافو باندي دور کاوه  بيا د جودي غره لوري ته ولاړل څو چي دهغه غره پر سر باندي يې لنګر وواهه.
نوح علیه السلام وروسته تردې چي ٩٥٠ کاله عمر يې په خپل قوم کي تبليغ او دعوت وکړ، د قوم ترهلاکت وروسته دى وفات سوى دی د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  په دغه قول کي د نوح علیه السلام عمر ١٧٨٠ کاله ښودل سوى دی. دا هغه قول دی چي د نوح علیه السلام عمر تر ټولو هغه خلګو زيات ښيي چي د ډېر عمر لرونکي وي. په همدې روايت کي ښودل سوي دي چي نوح علیه السلام د مکې مکرمې په شاوخوا کي خاورو ته سپارل سوى دی.
نوح علیه السلام ډېر خصوصيات درلوده: لومړى دا چي رسول وو، د زيات عمر لرونکى پيغمبر ؤ،  شيخ د رسولانو، لومړى هغه کس وو چي خلګ يې دشرک څخه راوګرځول، الله جل جلاله په شکور (زيات شکر کښونکي) بنده سره نومولى دی، په ميثاق کي تر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته دى مبارک ذکر سوى دی.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب