ايټاليا

ايټاليا هیواد

د ايټالياجمهوريت د اروپا په جنوب كې پروت دى او د ايټالياپه ټاپووزمه سربېره د مديترانې ، سيسيل او سارډينا دوه لوى ټاپوګان هم پكې شامليږي .

ايټاليا په شمال كې له فرانسې ، سوئيس ، اسټريا او سلوانيا سره پوله لري . ايټاليا په خپل ځان كې هم دوه خپلواك ايالتونه لري چې يو يې واټيكان او بل يې سان مارينو دى .

د ايټاليا هوا په شمال كې د الپ د غرونو له كبله سړه او په جنوب كې وچه او ګرمه ده . د دغه غرونو لوړه نقطه د مونته بيانكو غر دى .

دغه هيواد د ډيرو اروپائي هيوادونو د كلتور او هنر د پنځون ځاى په اروپا كې د رنسانس د پړاو زانګو هم ګڼل كيږي . د ايټاليا پلازمينه رم دى چې په نړۍ كې د كاتوليك مذهب او لوديځې نړۍ د تمدن مركز دى .

اوس مهال ايټاليا له پرمختللو هيوادونو ګڼل كيږي چې په نړۍ كې د ناخالص توليد اوومه درجه هم لري . همدغه راز ايټاليا د ملګرو ملتونو ، اته ډلې او اروپايي اتحاديې غړيتوب هم لري . ايټاليا په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دائمي غړى هيواد هم ومنل شو .

ايټاليا بډايه تاريخ لري چې نه يواځې ددغه هيواد د خلكو هنري او كلتوري ملاتړ دى بلكه د زياتو تاريخي ځايونو او موزيمونو له كبله د نړۍ له ګوټ ګوټه زيات سيلانيان هم دغه هيواد ته ورځي .

د هغه محاسبې په اساس چې د يونسكو له خوا ترسره شوې ده د نړۍ د كلتوري ميراث څه دپاسه نيمائي برخه په ايټالياكې پرته ده . يو كوچنى هيواد دى چې پراخوالي يې د نړۍ له ټولې وچې كابو ۰.۲۵ برخه نيولې ده .

د ويكي پديا د اينټرنيټي پوهنكور د راپور په اساس رم ، فلورانس او ونيز د هغه موخو له جملې څخه دي چې د ايټاليا له ټاپووزمې څخه هر ليدونكى يې په خپل پلان كې لري .

د دغه سترو او مشهورو ښارونو ترڅنګ پټ كلتوري ميراثونه نور هم د زرګونه كلونو تاريخ په لرونكو ښارونو كې لري چې البته د ليدنې په اصلي ليكو كې راځي او سره لدې چې لږ پيژندل شوي دي خو په هماغه كچه ددغه هيواد هنري ښارونه جذابيت هم لري .

سياست :

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۶ كال كې په ايټالياكې جمهوري حكومت ټينګ شو . دغه جمهوريت وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د همدغه كال د جولاى په دوهمه نېټه د خلكو لخوا په يو رفرانډم كې اعلان وشو چې جمهوري حكومت غواړي . دغه ورځ په ايټاليا كې د ملي ورځې په توګه نمانځل كيږي .

د ايټاليا ولسمشر د اووه كلنې دورې لپاره د پارلمان د استازو او د سيمه ايزو وكيلانو د يوې كوچنۍ ډلې په وسيله ټاكل كيږي . ولسمشر بيا لومړى وزير معرفي كوي . د نورو وزيرانو معرفي بيا به د لومړي وزير په غاړه وي .

په ايټاليا كې دوه جرګې فعالې دي چې سنا يې ۳۱۵ او ولسي جرګه يې ۶۳۰ وكيلان لري . د ولسي جرګې غړي د ايټاليا د خلكو په مستقيمه رايه ټاكل كيږي . په ايټالياكې له اتلسو كلونو پورته ټول خلك د رايې حق لري .

د سنا غړي هم د خلكو په مستقيمه رايه ټاكل كيږي خو د سنا د غړو د ټاكلو لپاره د رايې وركوونكو عمر پهيد له پنځه ويشتو كم نه وي . د دواړو جرګو غړي د پنځه كلنې دورې لپاره ټاكل كيږي .

ايټاليا د ناټو غړيتوب هم لري ، او خپل ځواكونه يې تر اوسه د بوسني ، كوزوو ، الپهنيا او افغانستان په څير جنګي سيمو ته هم استولي دي .

اقتصاد :

د كورني ناخالص توليد د كچې په اساس ايټاليا په ۲۰۰۶ كال كې د نړۍ اووم هيواد وو . په دغه كال كې له اوله تر شپږمه پورې نور مقامونه د امريكا ، جاپان ، چين ، انګلستان او فرانسې سره وو .

په دغه كال كې ايټاليا د سامان آلاتو د صادراتو له نظره د نړۍ شپږم هيواد وو . په ايټاليا كې اقتصاد په دوه جغرافيوي برخو ويشل شوى . ددغه هيواد په شمال كې اقتصاد مډرن او پرمختللى دى او خصوصي شركتونه پكې فعال دي خو په جنوب كې يې بيا اقتصاد په كرنه ولاړ دى .

په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د ايټاليا ناخالص توليد ۱.۷۵۶ تريليونه ډالره وو .

په دغه هيواد كې د كاري ځواك كچه ۲۴.۶۴ ميليونه كسان دي او د بېكارۍ كچه يې ۷ فيصده ده . په ۲۰۰۶ كال كې په دغه هيواد كې د تورم كچه د مصرفوونكي د پېرودنې د قيمت په اساس ۲.۱ فيصده وه .

ددغه هيواد مهم صنايع عپهرت دي له : تيوريزم ، اوسپنه او فولاد ، كيمياوي مواد ، خوراكي صنايع  ، منسوجات ، ماشيني سامان آلات او جامې .

په صادراتو كې د ايټاليا د هيواد سوداګريز شريكان آلمان په  13.2 سلنه ، فرانسه په  11.7 سلنه ، آمريكا په  7.6 سلنه ، اسپانيا په  7.3 سلنه  او انگلستان په  6.1 سلنه تشكيلوي .

په وارداتو كې د ايټاليا شريكان  آلمان په 16.7 سلنه ، فرانسه په 9.2 سلنه ، هالنډ په 5.6 سلنه ، چين په 5.2 سلنه ، بلجيم په 4.2 سلنه  و اسپانيا په 4.1 سلنه تشكيلوي .

خلك :

د ايټاليا د خلكو متوسط عمرونه ۴۴.۱ كاله او په ښځو كې د ژوند هيله تر ۸۳.۰۷ او په نارينه وو كې تر ۷۷.۰۱ كلونو پورې ده . ۰.۵ فيصده خلك يې د HIV په ويروس اخته دي .

د ايټاليا ۹۰ سلنه خلك مسيحي كاتوليكان دي او پاتې نور يې يهود او مسلمانان جوړوي .

اړيكتيايي چارې :

په ايټاليا كې ۲۵.۰۴۹ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته دي او ۷۱.۵ ميليونه مبايل كرښې پكې فعاليت لري . د ۱۹۹۵ ميلادي كال د احصائيو په اساس په دغه هيواد كې ۳۵۸ ټلويژني چينلونه خپرونې لري .

په دغه هيواد كې ۴۱۱۷ پراخ اينټرنيټي ميزونه شته دي او ۲۸.۸۵۵ ميليونه انټرنيټي كاروونكي لري .

پراخوالى

301،318 كيلومټر ه مربع

نفوس

58،147،733  نفره

پلازمينه

رم

پولي واحد

يورو

انټرنيټي كود

it.

ټلفوني كود

39+

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب