افغانستان

بیرغ
افغانستان نقشه

افغانستان ملي سرود:

افغانستان :

افغانستان (پښتو / دري: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياديږي, په  غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجکستان، اوزبكستان او توركمنستان سره گډې پولې لري.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې د يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

نوم:

بشپړه ليکنه يې دلته ولولئ: افغان

د افغانستان نوم د دوه نومونو تړنگ نوم دی، يعنې لومړنی نوم يې افغان او دوهم د ستان وروستاړی دی چې مانا يې ده د افغانانو خاوره. د افغانستان نوم هم د افغان د نوم نه راوتلی چې په معاصر تاريخ کې کارېدلی دی. د اسلامي دورې راپدېخوا پښتنو دغه نوم د ځان لپاره کارولی. د W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او د نورو تاريخپوهانو له قوله د افغان ويی په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ٩٨٢ زېږيز کال کې په حدود العالم من المشرق اللمغرب نومي کتاب کې ياد شوى دى .tol

د افغانستان د نوم وروستنی برخه يا په بله وينا د افغانستان د نوم وروستاړی ستان بيا د پارسي د ژبې نه پور شوی چې مانا يې ده زمکه يا خاوره. په انگليسي ژبه کې بيا ددې انډول افغان لېنډ ياAfghanland دی، چې د قاجاريانو او د برطانيې د حکومت په بېلابېلو تړونونو کې د افغانستان لپاره کارېدلی، او دا هغه تړونونه دي چې د برطانيې د حکومت او د پارس د حکومت د حدودالاربيې د ښکاره کولو په خاطر کښل شوي. په دغو تړونونو کې هغه سيمې چې پښتانه پکښې مېشته دي چې پدې کې د اوسيني افغانستان سوېلي برخې هم شاملې دي، د افغان لېنډ په نامه يادې شوي.

د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالي خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او يوه خپلواکه پاچايي يې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچايي په دغه نوم ياده شوې، خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمي شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه يادېده. ( يادونه:افغانستان هېڅ مهال د خوراسان په نامه نه دى ياد شوى ، بلكې هغه مهال ، چې خوراسان د افغانستان يوه برخه وه، هماغه برخه د خوراسان په نامه يادېده ، نه ټول افغانستان . په دې اړه اړينه ده ، چې ځينې نوي كتابونه كتل شي ) .

Tokeo la picha la afghanstan in map

آرپوهه:

د افغانستان نوم د افغان له ويي څخه اخيستل شوې، چې افغان د پښتون كام لپاره كارول كېده، د ډبليو.كې. فراېزر ټاېلر په حواله د افغان ويي د اسلام له راتگ څخه مخكې پښتنو د ځان لپاره كاراوه. دارنگه اېم.سي. جېلېټ او نور په لسگونو پوهان پدې گروهه دي، چې افغان همدا پښتانو دويم نوم دى، نوموړې ژبپوه وايي چې: د لومړي ځل لپاره د افغان ويي په (حدود العالم) كتاب كې په كال ۹۸۲ز كال راغلې دى. د افغان د ويي په اړه ډېرې راى دي، څوك يې د دتالوت عليه السلام زوى گڼي، څوك يې يهودي گڼي، څوك يې د ابراهيم عليه السلام زوى.. چې موږ به يې دلته په لڼد ډول راواخلو: په مستندو تاريخونو كې د (افغان) ويي د لومړي ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعيد مرزا په پير كې د تاريخپوهانو لخوا وكارول شو. دارنگه دا ويي (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس يو لوى واكمن تېر شوې) په پير كې كارول شوې دى. د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي منځنۍ اسيا څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل او د زرگونو كلونو استوگنې څخه وروسته ۲۰۰۰ يا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس ننني افغانستان، پارس او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سيمې ته يې بيا اريانا يا اريانه ويجه وويله.

د مخزنې افغان ليكوال نعمت الله بيا د افغان ويي ابراهيم عليه السلام ته رسوي، او وايي چې د ساول يا تالوت په نامه يو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرگ څخه وروسته داود عليه السلام د واكمنۍ په پير لوړو پوړيو ته ورسېد، د سلېمان عليه السلام په پير كې د پوځ د سپه سالار په توگه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زيات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بني اسرايل په نامه ياد شول. په ۶مه مخزيږې پېړۍ كې د بابل واكمن بخت نصر په جودا بريد وكړ، او د افغانا زوزات يې د غور (د افغانستان يو ولايت) پر لور وشړل.

د وخت په تېرېدو سره دا ډله خلك د خپل نيكه (افغان) په نامه سره ياد كړاى شول، او نننې افغانستان هم د همدوي په نوم ونومول شو. دا راى يواځى او يواځى يوه افسانه كېدا شي ، چې د ځينو ذهنونو لخوا راجوړې شوي ، او په تاريخي توگه كوم اعتبار نلري.

يوه بله فرضيه چې د افغان په اړه وړاندې كېږي، هغه داسې چې د اريانا (ننني افغانستان) څخه يوه ډله سوداگر د مدينې منورې پر لورې ولاړل، هورې يې له نبي عليه السلام سره ليده كاته وشول، ددې ډلې مشر قېس بن احنف نومېده، په نبي عليه السلام يې ايمان راوړ، او خپل هېواد ته له راگرځېدو سره سم يې د اسلام تبليغ پېل كړ.پدې سره دده د قبيلې ټولو خلكو ايمان راوړ، قېس عبدالرشيد ډېر زامن درلود، چې يو يې افغانا نوميده،……

د افغانستان تاريخ:

د باميانو بودايي پژۍ, چې تاريخي قدامت يې لومړنۍ پېړۍ پورې رسېده، او د نړۍ تر ټولو ستره پژۍ وه د طالبانو د واکمنۍ په وختونو کې په ٢٠٠٠ زېږيز کال کې له مېنځه يووړل شوې

افغانستان يو بې جوړې منځنۍ-مرکزي سيمه ده چېرته چې اېروآسيايي تمدنونو د يو بل سره معاملې کړي او ډېر ځله يې د يو بل سره جنگونه کړي او د ډېر پخوا نه د تاريخ يو مهم ځای پاتې شوی. د تاريخ په بهير کې دغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوې چې پدغو کې آريايان، لرغوني ايرانيان،  هندوآريايان،  مېډز، پارسيوانان،  يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغول، ترکانو، انگرېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امريکايان هم شامل دي. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوي چې دا سيمه دې په بشپړه توگه د يوه توکم د واک لاندې راغلې وي. ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د افغانستان وطني وگړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سيمې د لاس لاندې کړي او خپله پاچايي يې جوړه کړې.
داسې وييل کېږي چې د عيسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپايي ژبې د کورنۍ خلکو چې آريايان نومېدل، اوسيني افغانستان ته مخه کړه او په همدې سيمه کې مېشت شول، او د يوه ملت بنسټ يې کېښود چې د Aryānām Xšaθra يا Airyānem Vāejah په نوم يادېده، او ددې نوم مانا “”د آريايانو خاوره””، ده. داسې هم ويل شوي چې د زردشتي دين په افغانستان کې د عيسی (ع) د راتگ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سيمه کې زېږېدلی وي. لرغونې ژبه اوېستايي هم په همدې وختونو کې ددې سيمه ژبه وه. په همدې توگه ويل کېږي چې د لرغوني هندو-آريايي ويدي تمدن هم ددغه هېواد له ختيځو سيمو سرچينه اخيستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پايلو اړتيا ليدل کېږي. د ۶مې مخ زېږيزې پېړۍ په منځ کې د فارس امپراتورۍ د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آريانا امپراتوري يې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږيز کالونو کې د مقدونيې سکندر دا سيمه ونيوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنيسټيک واکمن رياستونه د سلوکيانو او باختريانو له خوا د سيمې واک چلېده، په همدې توگه د هندوستان ماوريانو د سوېل-ختيځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختري واک بېرته پرسيمه خپله واگۍ ټينگوله د هندوستان ماوريانو دې سيمې ته د بودهيزم دين ورپېژندلی وه.

اداري ویش:

د اداري وېش له مخې افغانستان په ٣٤ ولايتونو وېشل شوی او بيا وروسته همدا ولايتونه په ولسواليو وېشل شوي.

د افغانستان ولايتونه

د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

  1. کابل
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. بدخشان
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  18. کونړ
  19. کندوز
  20. لغمان
  21. لوگر
  22. ننگرهار
  23. نيمروز
  24. نورستان
  25. روزگان
  26. پکتيا
  27. پکتيکا
  28. پنجشېر
  29. پروان
  30. سمنگان
  31. سرپل
  32. تخار
  33. وردگ
  34. زابل

ځمکپوهنه:

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سهېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه:

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.

د بابا د غرو لړۍ

د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي.

د فېروز غرونو لړۍ

د تيربند تركستان د غره لړۍ

سپين غر

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.

ختيځ تورغر

د سلېمان د غرو لړۍ

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

د افغانستان لوی ښارونه:

  • کابل (پلازمېنه)
  • کندهار
  • هرات
  • جلالكوټ
  • مزار شريف

وټه

افغانستان يو ډېر غريب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غريبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي. د افغانستان د وگړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې يې تر ۲ امريکايي ډالرو لږو پيسو باندې په يوه ورځ کې خپل ژوند تېروي. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د يرغل، د کورنيو جگړو د پيل په اوسمهال کې د سياسي ربړو په پايله کې خورا زيانمن شوی. ددغو ناورينونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبيعي بدمرغيو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړي.

صنعت:

افغانستان is located in افغانستان

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت:

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع:

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او گرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه:

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود.

د افغانستان توکمونه:

په توکمیزه توگه افغانان په پښتنو، تاجکو، ھزارہ، ایماق، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، گوجر، پامیري، نورستاني، پشه يي، براھوی او داسې نور شامل دي.

د افغانستان توکمي ډلې
توکمونه انځور د نړۍ حقایق / کانگریس کتابتون، ملکي مطالعه، اټکل (2004–تر دې دمه)[۵][۶] د نړۍ حقایق / کانگریس کتابتون، ملکي مطالعه، اټکل (مخکې-2004)[۷][۸][۹][۱۰]
پښتون 42% 62%
تاجک Tajik children in Khowahan district of Badakhshan 27% 18% (په دې کې یو څه سلنه قزلباش هم گډ دي)
هزارہ Hazaras in Daykundi Province 8% 10–14%
اوزبک Uzbek looking boy in northern Afghanistan 9% 6–8%
ایماق 4% 500000 تر 800000
ترکمن 3% 2.5%
بلوڅ Camera focusing on Baloch 2% 100,000
نور (پشه یي, نورستاني, عرب, براہوی, پامیری, گرجر, او نور) Young Pashai man 4% 6.9%

ژبې:

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو گړدودونو خبرې اترې كېږي. يو فرانسوي ختيځپېژندونكي ژبپوهاند (benveniste خپله نظريه داسې څرگندوي چې د گاونډيو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغيزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاريخ او محلي مشخصاتو په محوه كولو كې يې هېڅ ډول اغيزه نده كړې، خو په يقيني ډول ددېغې كولتورونو يو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې يو ډول پېچلتيا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهميت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغي ژبې د ويونكيو په شمېر پورې اړه لري د مثال په توگه په پښتو او دري ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سيمو كې خبرې اترې كېږي او تقريبا د ټول افغانستان خلك وربآندې پوهېږي. په داسې حال كې چې په اورمړي يا روشني ژبه باندې په څو محدودو كليو او بانډو كې خبرې اترې كېږي. چې پښتو او دري ژبې د افغانستان د ادبي ژبو منل شوي دي نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راگرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعميم د حكومت موخه ده.

د افغانستان دینونه:

دین په افغانستان کې
دين سلنه
اسلام
99%
نور ادیان
1%
په افغانستان کې بېلابېل ادیان

له دیني اړخه افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلې څخه له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى.

په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه:

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۱۵) شعيه او اسماعيليه، يو (۱) سلنه هندواناو سکان او برهمن ياد شوي.

افغانستان کې زده کړې:

بشپړه ليکنه يې دلته ولولئ: په افغانستان کې زده کړې

د ۲۰۰۳ زېږيز کال په پسرلي کې دا څرگنده شوه چې د افغانستان د ۷۰۰۰ ښوونځيو څخه نژدې ۳۰٪ ښوونځي په بشپړ توگه د کورنيو جگړو په پايله کې ړنگ شوي. ۱،۵٪ ښوونځي په پاکو اوبو سمبال دي او له ۴۰٪ نه لږ شمېر داسې ښوونځي دي چې څه نا څه د ناروغيو د نه خپرېدو لپاره وړ ځايونه گڼل کېږي. د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هلکانو زده کړو د هغوی په سياسي کړنلاره کې لومړيتوب نه درلودی او د انجونو پر زده کړو خو بنديز لگېدلی وه.

د افغانستان هوايي كرښې او ډگرونه

  • د كابل هوايي ډگر
  • د ننگرهار هوايي ډگر
  • د كندهار هوايي ډگر
  • د هرات هوايي ډگر
  • د بگرام هوايي ډگر
  • د مزارشريف هوايي ډگر
  • د كندوز هوايي ډگر
  • د خوست هوایي ډګر

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه

  • د جبل السراج برېښناکوټ
  • د چك وردگو برېښناکوټ
  • پلخمري د برېښناکوټ
  • د درونټې برېښناکوټ
  • د نغلو د برېښناکوټ
  • د ماهيپر د برېښناکوټ
  • د سروبي د برېښناکوټ
  • د كجكي برېښناکوټ
  • د گرېشك برېښناګږڼ
  • د هرات برېښناکوټ
  • د كندهار برېښناکوټ
  • د بغلان برېښناکوټ

لويې لارې او واټونه

  • كابل او شېرخان
  • كابل او كندهار
  • كابل او تورخم
  • كندهار او هرات
  • كندهار او سپين بولدك
  • هرات او تورغونډۍ

د افغانستان سیندونه او د اوبو زېرمې

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.

د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي .

په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې( ٢٧٠٠ ) متر څخه زيات دى چې په کال کې د (٢٥٠) میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه %١١ د پاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي .

لمړۍ حوزه

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

درېيمه حوزه

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

د افغانستان منظرې

 

  • د بودا پژۍ

  • د غزني منار

  • باميان

  • هرات

  • کابل

  • کندهار

  • توره بوره

  • د سخي صيب زيارت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب